څلورو ولسواليو مشرانو، له اشرف غني څخه خپل ملاتړ اعلان كړ.
02.08.2009 22:34شمال زون
د ټاكنيزو مبارزو دفتر
مطبوعاتو څانګه
د بلخ ولايت د څلورو ولسواليو مشرانو، له ډاكټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان كړ.
دبلخ، چاربولك، چمتاال او نهرشاهي ولسواليو په لسګونو مخورو مشرانو، د يوې ناستې پر مها ل، ډاكټر اشرف غني احمدزي ته د رايې ژمنه وكړه.
دغه مشران، چې تېره ورځ يې د يوې بلې غونډې په ترڅ كې د زورواكو په وړاندې خپل غږ پورته كړى وو، نن د زمري په ۱۱مه، په شمال زون كې د اشرف غني احمدزي د ټاكنيزو مبارزو په دفتر كې، اشرف غني احمدزي ته د رايې او كار ژمنه وكړه.
اكرم خان د نهرشاهي ولسوالۍ يو مخور مشر وويل: ((دا د هر افغان هيله ده، چې افغانستان دې جوړ شي او په خپلو پښو ودريږي.))
نوموړي زياته كړه، چې مونږ داسې چاته رايه وركوو، چې مونږ ته خدمت وكړي او داسې شخصيت، اشرف غني احمدزى دى.
ثمر ګل خان د چاربولك ولسوالۍ يو بل مخور مشر وويل، چې مونږ پرته له كومې ويرې، ډاكټر اشرف غني احمدزي ته رايه وركوو او دده ملاتړ كوو.
معلم نورمحمد نوخان علي زي پر نورو غږ وكړ، چې راځئ يو نوى كور او يو نوى پيل ولرو او يوه غوره ټاكنه وكړو.
احساس ددوى له ملاتړ څخه مننه وكړه او زياته يې كړه، چې هغه چاته رايه وركړئ، چې تاسو ته خدمت وكړي.
دده په وينا اشرف غني احمدزى به ټولو قومونو ته خپل حقونه وركړي.
د يادولو وړ ده، چې بلخ ولايت د دولت اباد ولسوالۍ مېرمنو او د چاربولك ولسوالۍ د ۸كليو استازو په دوو جلا غونډو كې، له ډاكټر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلان كړ.

