د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نن انتخاب د سبا ورکه

عتیق ناشنا 30.06.2009 11:56

د اوسني ولسمشر په ډیرو سترو تبلیغاتي لوحو باندې ډیر په زړه پورې پیغامونه لیکل شوي چې یو یې “ د نن انتخاب د سبا تضمین” او بل یې “موږ ملي مشارکت غواړو، نه یو ایتلافي حکومت” ولې که په سیاست کې رښتیا ویل کیدلای نو دغه پیغامونه به هرو مرو دا ډول وای: “د نن انتخاب د سبا ورکه” او “ موږ حکومت غواړو، که ایتلافي وي یا پکولي”.

لومړنی پیغام چې د کرزي پلوه مولایانو او استخاره کوونکو له نظره څنګه پټ پاتې شوی ځکه چې د سبا د تضمینولو دعوه کیدای شي له شرک سره مترادفه شي ځکه چې د قضا او قدر له اصل سره ټکر خولي. د یو داسې کس له خوا دغه ډول ستره دعوه پر ولس د ملنډو وهلو مانا لري ځکه چې له ۲۸۰۰ ورځو، ۶۷۲۰۰ ساعته او یا ۴۰۳۲۰۰۰ دقیقو حکومت کولو وروسته نن ولسمشر د خپل ارګ څلور کیلو میټرۍ کې نه شي ګرځیدلی، خلک یې په یو نوم او بل نوم د طالب او بهرني له خوا وژل کيږي، د عادي بودجې یانې د دولتي کارکوونکو د تنخواوو او لګښتونو ډیره برخه اوس هم دولت په خپله نشي پوره کولای، د والي د ګوښه کولو واک نه لري، حکومت یې د یو کس له خوا د ارګ په ۲۰۰ میترۍ کې ګواښل کيږي ولې د ځواب ورکولو توان نه لري او رشوت خو دومره عام شوی چې کیدای شي خپله کرزی هم پر خپلو کارکوونکو د کار ترسره کولو لپاره رشوت ورکړي.

پاتې شوه خبره د ملي مشارکت، چې نه پوهیږم کرزی او د ده پلویان یې څنګه تعریفوي. کرزی چې د ملي مشارکت په نامه راټول شوي ایتلاف کې ۵ وزارتونه د محقق او خليلي پلویانو، ۵ وزارتونه د مارشال صاحب پلویانو، ۳ وزارتونه د دوستم ملاتړو، ۲ وزارتونه د اسماعیل خان پلویانو، یوه وزارت د ترکمن وروڼو په نمایندګي ایماق صاحب، یو وزارت د بلوڅو وروڼو په استازیتوب کریم براهوي، یو وزارت د پشه یي وروڼو په استازیتوب یو تش په نامه پشه یي ته او ۲ وزارتونه حزب اسلامي ته چې غالباً یو به یې تاجیک وي ورکړي نو په ټول دولت کې پاتې شوو ۵ وزارتونه چې په هغه کې خو به یو دوه د پخواني شاه تش په نامه پښتنو پلویانو ته ورکول کېږي او پاتې درۍ به د افغانستان د ټولو وګړو تر نیمایي ډیرو پښتنو باندې ویشل کېږي. دا شمیرې کرزی او د ده ملاتړي ځکه نه شي ردولی چې اکثریت یې په رسنیو کې د دغو ډلو ټپلو له خوا تایید شوې او دا هم ورسره ویل شوي چې دا ځل سوداوې په لیکلې بڼه شوې ځکه چې د ولسمشر بېواکي باندې باور نشي کیدلای.

دا به دومره مهمه نه وي چې پښتانه یا کوم بل قوم څومره وزیران لري ولې دغه ډول ویش تربګنیو او خواشینیو ته لمن وهي. خدای دې وکړي چې د هزاره وروڼو ۱۰ وزیران وي ولې دا نه چې دغه وزیران د مشارکت په نامه د محقق او خلیلي له خوا وټاکل شي چې لاسونه یې د زرهاوو انسانونو په وینو سره دي. خدای دې وکړي چې ۶ ازبک وزیران به وای ولې دا نه چې د داسې یو کس له خوا وټاکل شي چې په زرګونو انسانان یې په کانټیرونو کې وژلي دي. خدای دې وکړي چې د کابیني نیمایي غړي تاجک وي ولې دا نه چې مارشال صاحب یې وټاکي. د مشارکت په نامه دغه ډول تقسیمات قومونه سره جلا کوي، تربګنۍ اوږدوي، نفرت ډیروي او بالاخره که همداسې دوام وکړي د هېواد ټوټه ټوټه کیدو ته لار هواروي.

که کرزی رښتیا غواړي چې ولس یې روښانه راتلونکې ولري او ریښتینی ملي مشارکت وده وکړي ښه به داوي چې نور دی ومني چې له ده څخه خبره شړیدلې، د یو پیاوړي حکومت په رامنځته کیدو کې پاتې راغلی او د ده او د خلکو په ګټه به دا وي چې یو عالم، پوهه او پیاوړي کس ته د مشری موقع ورکړل شي.