د ورورۍ يوه وړه غوندي ګيله
31.05.2009 14:10لــــه ډاره غــــږکــولــــــی نشـــــــــــم د سوال ياري ده اوس بــــــه ګډه وډه شينه
درنو او عزتمندو هيوادوالو!
اسلام عليکم و رحمت الله و برکاته
پتمنو هيوادوالو: لومړی تر دی چی خپله ګيله درته څرګنده کړم بايد ووايم چی مهربان او بښونکي خداي (ج) انسان ته ډير نعمتونه ورپه برخه کړی دي چی يو لوی نعمت يې ژبه ده.
ژبه د انسان د افهام او تفهيم يا پوهولو او را پوهولو يوه ډيره ښه او با ارزښته وسيله ده. او ژب پوهان وائي چی په نړی کی د انسان له پيدايښت نه بيا تر نن ورځي پوری څه کمی يا زياتي اته زره (٨٠٠٠) ژبی موجودي وي خو د وخت په تيريدو سره وړی وړی ژبي له منځه لاړی اوس په نړی کی د شپږو زرو(٦٠٠٠) په خوا او شا کښی ژبی موجودی دي او همدارنګه ژب پوهان وائي چی لومړۍ علمی او ادبی ژبه د لاتين ژبه وه چی د روم په سيمي او ساحی کښی په کال ٧٥٣ مخکی له ميلاد نه را وټوکيده او ورو ورو يي وده وکړه تر څو چی ريښی او ولۍ يې په ټوله اروپا کښی وغځيدی او په لومړی ځل اروپايانو او بيا د نړۍ نورو وګړو تری ګټه واخستله.
دوهمـــه علمي او ادبی ژبـــــــه عربی ژبـــــه وه او ده چی پـــــه خپـــــل وخت کښی ډيــــره مشهوره او ګټــــوره ژبــــــه وه.
او همدارنګه دريمه ژبه فرانسوی ژبه ده چی ډير علمي او ادبي آثار پری ليکل شوی دي لکه دولتر او داسی نورو پوهانو آثار.
څلورمه علمی او ادبی ژبه د انګليسی ژبه ده چی ډيره کمه سابقه او لرغونتوب لری يعني له (١١٨٩) ميلادی کال نه بيا تر (١٢١٥) ميلادی کال پوری په انګلستان کښی د فرانسوی او المانی ژبو له ترکيب څخه چی لاتينی ريښی لری جوړه شوه. او ډيره ژر د علم او ادب له پلوه غنی، بډای او نړيواله ژبه ومنل شوه. ځکه چی ويونکيو يې ورته ډير خدمت کړی دی او وده يې ورکړی ده.
په لرغونی آريانا کی ډيره زړه ژبه د " آریک" ژبه ده او کله چی آريايان په " آريانا ويجه" کښی په يوه نغري سره راټول شول نو دوی د " آریک" په نامه يوه ګډه او لرغونې ژبه درلوده چی بيا ويدی او اوستايې ژبي را منځ ته شوي او بيا همدې اريائی ژبو په کورنۍ کښی ورو ورو پښتو او دری ژبو هم سترګی وغړولي چی دا دی تر ننه را ورسيدي.
عزتمندو لوستونکو : زه کوم ژب پوه هم نه يم خو يو ځغلنده نظر می لوستونکو ته وړاندی کړ. اصلی خبره خو د ورورۍ يوه وړه غوندی ګيله ده چی بايد درته ښکاره يې کړم.
د نړۍ په هيوادونو کښی به داسی هيواد نوی چی په هغه کښی دی يو قوم ميشت وی او په يوه ژبه دی خبری وکړی، خامخا به غټ او واړه قومونه پکی موجود وی او په څو ژبو به خبری کوی خو د ټولنيزاو هوسا ژوند د تامين لپاره سره راټوليږی او د خپل ملت او هيواد لپاره يو نوم ټاکی د بيلګی په توګه:
هندوستان يو لوی هيواد دی چی څه د پاسه يومليارد هندوستانيان پکښی ژوند کوی او څه کم څلور سوه غټ او واړه قومونه پکښی اوسيږی او ډيری ژبي پکښی ويل کيږی. خو دوی دي فيصلی ته سره رسيدلی دي چی څو ژبی رسمی او دری ډير مهمی ژبی لکه هندی- اردو – انګليسی پکښی اصلی ژبی بلل شوی دي او هيواد يې د هندوستان په نوم او ملی ژبه يې هندی- ملت يې هندو نومول شوی دي.
په همدی ډول په تاجکستان کښی، تاجکان په ازبکستان کښی، ازبکان په ترکمنستان کښی ترکمن اوسيږی او د هيواد نومونه يې تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان دي او ملت يې تاجک، ازبک او ترکمن دي.
افغانستان هم کله د پورتنيو هيوادونو په شان يو هيواد دی چی ملت يې افغان او هيواد يې افغانستان دی ځکه چی افغانان پکښی اوسيږی.
ملنګ جان وايی:
مه وايـــه رښتيا رابانــــدی سربه می پــــه دار شي
پـــــه رښتيا کښی به می څوک د رښتنی طرفــــــدار شي
رښتيا ويل خو ګران کار دی ولی بيا هم که رښتيا ووايم نو ويلی شم چی د جدی شپږم او د ثور اووم او اتم دا دری واړه ورځی د افغانستان د خلکو، ملت او هيواد لپاره بدشګونه او له غمه ډکی ورځی دي. بلخصوص د جدی شپږم کال ١٣٥٨ د افغانانو لپاره يوه توره، فاسده او د ټولو بدبختيو مور او زيږنده ورځ ده.
د دی دريواړو ورځو د استقرار او ارج ورکولو په خاطر د افغانانو دومره وينی بهيدلی او لا بهيږی چی که دا بهيدلی وينی سره يو ځای شی نو د اباسين سين تری جوړيږی خو پدی وينو او قربانيو باندی پاکستان او ايران اباد شول، نيمه نړۍ د شوروی له غلامۍ او اسارت نه خلاصه شوه. د امريکا زور ګويی ته لاره هواره شوه او هری خوا ته يې لاس غځونی شروع کړی. د نړۍ يوازينۍ او ممتازه امپراطوری تری جوړه شوه. او کوم څه چی افغانستان ته په ميراث پاتی شول هغه شهيدان، کونډی، يتيمان، ړانده، کاڼه، ګوډ، شل، شوټ او په مجموع کښی غټ او واړه، پوه او نا پوه ټول نسبي ناروغان دي او تر ټولو غټه او بده ناروغی د روسانو په راتګ سره افغانستان ته، افغانستان په شمال او جنوب، په شرق او غرب، په پښتون او هزاره، په تاجک او ازبک، په پښتو ژبه او فارسی ژبه او داسی نورو نومونو وويشل شو. متل دی چی اوبه خړی کړه او ماهي ونيسه. نفاق واچوه او حکومت وکړه. لکه دا ډول:
1) استاد بارش: د جــــدی په شــــپږم، کال ١٣٨٧ د پيـــــام مجاهـــــد په اونيزی خپرونی کښی داســــی ليــــکلی دي.
امدن شوروی از لحاظ شخصی برای من خوب بود و تمام آثار مارکس و حزب توده ایران به افغانستان سرازیر شد و اتحادیه نویسندگان و شاعران تشکیل شد و در کنگره شاعران و نویسندگان جوان که در تالار رادیو افغانستان تشکیل شده بود ببرک کارمل خودش گفت: من صبح آمدم نوشته بود که وزارت اطلاعات و کلتور این کلتور چیست؟ زبان فارسی یک زبان بزرگ است باید فرهنگ نوشته شود ولی د ببرک کارمل زور ونرسيده او کلتور پر خپل ځای پاتی شو.
2) د افغانستان مشهور تاريخ پوه او مبارز " مير محمد صديق فرهنګ": په خپل دری ټوکه تاريخ " افغانستان در پنج قرن اخیر" په دريم ټوک، ٢١٤ مخ کښی ليکلی دي.
بعد از اين اکثريت بی فرهنګ، فرهنګ اقليت ما را بطرف زوال و نابودی برده نمی تواند او په ٢١٥ مخ کښی ليکلی دی. منظور از اکثريت بی فرهنګ يعنی " پشتون ها" بوده.
3) وحيدالله بخشی: د قوس په ١٩ مه کال ١٣٨٥ د چراغ په ورځ پاڼــه کښی داسی ليـــــکلی دي.
محمد ګل مهمند و پيروان خط فاشستی او برای تثبيت حاکميت يک قبيله بر تمام کشور زمينه سازی ميکرد و خواستند مانند امير عبدالرحمن يک قوم حاکم و سايری اقوام محکوم باشد.
4) علی اميری: د حمل په ديرشمه (٣٠) کال ١٣٨٦ د ملی ارمان په ورځ پاڼه کښی ليکلی دي چی پخوانيو تاريخ ليکونکيو لکه کهزاد، کاکړ، حبيبی، غبار او داسی نورو ټولو څه چی ليکلی دي هغه ټول د دربار چاپلوسان وه. او حبيبی چی د پښتوژبی ريښی يې ويدا او اويستا ته رسولی دی دا ډيره بی اساسه خبره ده. پښتو ژبه دا يو څو پيړۍ کيږی چی راپيدا شوی ده. او هم يې ليکلی دی چی حامد کرزی رئيس دولت انتقالی افغانستان يک شخصی فاشست و قوم ګراست.
5) د شقايق فرهنګي بنياد: د اسد په ٢٣مه کال ١٣٨٧ د پيمان پــــه ورځ پاڼه کښی ليــــکلی دی.
اگر پوهنتون را پذیرفتی اماده پذیرش هر چیزی دیگر باید باشی. کلمه پوهنتون به جای دانشگا کاری است که از سوی فاشست های قوم پرست و آنهای که خواهان " هویت پشتونی" برای این کشور اند مطرح و بر آن پافشاری میگردد. او داسی دوه سوه نوری توهين آميزه کلمی يې د پښتون قوم په برخه کښی ليکلی دی.
6) خواجه بشير احمد انصاری: د حوت په ٢٣مه کال ١٣٨٧ د پيام مجاهد په اونيزي خپروني کښی ليکلی دي چی:
پسوند لفظ تون در زبان پشتو معنی ظرف مکان را افاده می نمایند چون چرتون " غلاف شمیر" لستون " آستین" و میژتون " خانه مورچه" حتی در زبان انگلیسی که ریشه های از زبان اریایی دارد نیز برای تفدانی سپت تون " Spittoon" گویند به همان اساس کلمات ترکیبی چون پوهنتون و درمل تون و غیره ساخته شده. پدی مانا چی پوهنتون يعنی تفدانی.
خواجه بشير احمد انصاری په خپل يوه کتاب کښی چی عنوان يې دی " افغانستان در آتش نفت" حکمتيار د مجاهدينو په ډله کښی د امريکا سره په نژدی اړيکو کښی ښودلۍ او احمد شاه مسعود يې يو سوچه افغان او قهرمان ښودلۍ دي. او په مقابل لوری کښی حفيظ الله امين د روسانو او په خاص ډول د امريکايانو ډير نژدی جاسوس بللی دي د ده معلومات د حفيظ الله امين په برخه کښی داسی کامل معلوميږی لکه چی دی د حفيظ الله امين سکرتر او منشی وي.
7) احمد سعيدی: د جوزا په ١٣مه کال ١٣٨٧ د پيمان پــه ورځ پاڼــــه کښی داسی ليـــــکلی دي:
جنايت فرهنگي بدتر از جنايت جنگی است. ما هرګز حق نداريم به دیگران بگوشیم دانشگا و دانشکده نگو تنها پوهنتون بگو.
په همدی ورځ پاڼه کښی د عقر په ١٥مه کال ١٣٨٧ احمد سعيدی د يوی پوښتنی په ځواب کښی داسی ويلی دی:
کسانيکه شامل لست سياه " به شمول ملا عمر، حکمتیار و دیگران " برمبنای فیصله شورای امنیت سازمان ملل متحد شده اند. و نیروهای بین المللی به هدف درهم کوبیدن این ها به افغانستان امده اند و در غیر آن آمدن قوای بین المللی زیر سوال میرود. د احمد سعيدی صاحب نور مقصد او هدف دا دی چی د افغانستان رئيس جمهور، پارلمان او ملت دا حق نلری چی د بين المللی امنيت شورا ته يو د روغی او جوړی پلان ورکړی او له ملا عمر او حکمتيار سره دی روغه او جوړه وکړی. دا حق صرف او صرف خارجيان لری چی د افغانستان خلک بښی او که ټول وژنی.
8) احمد شاملو: د جوزا په ١١مه کال ١٣٨٧ د پيمان په ورځ پاڼه کښی (تاريخ حقايق پشت پرده را بازگو می کند) تر عنوان لاندی په لس يا دولس شميرو کښی ليکلی دي.
په مجموع کښی د يحيی کورنۍ او په خاص ډول محمد نادرشاه {از آغاز تا به انجام دولت داری در سایه انگريزان پر و بال کشید}. او د دی برعکس امير حبيب الله کلکانی، دا خو د افغانستان يو لوی او قوی عيار او فدا کار وه. امير حبيب الله کلکانی بايد په تاريخ کښی يو قهرمان ونومول شی.
9) استاد سرور همايون: د دلوی پـــــه ٣مه کال ١٣٨٧ د پيـــــام مجاهــــد په اونيـــزی خپرونی کښی ليـــــــکلی دي.
- پادشاه ملتان پشتون خوانده شده درصورتیکه او عرب بود و عربی زبان بوده است و نه پشتون.
- پادشاه ملتان خود را از افراد قبیله لودی تصریح نموده است در صورتیکه چون او عرب بوده. نمی توانست لودی و پشتون بوده باشد. او لیکلی دی چی دا پاچا د مصر له فاطمی خلفاوو څخه وه او د مذهب په حساب اسماعيلی وه. د استاد سرور همايون هدف او مقصد دا دی چی پښتون پښتون ناری وهل، د پښتو ژبه د پښتو ژبه ناری وهل دا ټول تشی افسانی او بی ځایه خبری دي او په حقيقت کښی پښتون او پښتو ژبه په هيڅ حساب دي.
10) بصيراحمد دولت آبادی: په خپل يو ډير ښکلی کتاب کښی چی عنوان يې دی " شناس نامه افغانستان" او د ايران د قم په ښار کښی چاپ شوی دی په ٢٧٦ مخ کښی ليکلی دي.
آريايی نژاد ساخگی است. او د امان الله خان پاچا په وخت کښی د بهرنيو چارو په وزارت کښی افغانان له اسرائيلی نژاد نه آرياېی نژاد ته واړول شوه. او په ٢٧٧ مخ کښی ليکلی دی.
به هر حال تاریخ افغانستان نیازمند بازنویسی منصفانه و بازخوانی مشترک تمام اقوام باشنده این سرزمین میباشد. چراکه این کشور با اینکه بنام یک قوم شهرت یافته مربوط تمام اقوام است.
11) مجیب الرحمن " رحیمی" : يو ټوک کتاب چی عنوان يې دی " نقدی برساختار نظام در افغانستان" په انگلیسی ژبه په لندن کښی ليکلی او چاپ کړی او بيا وروسته په فارسی ژبه ترجمه شوی او دا ترجمه شوی کتاب د عبدالحی خراسانی، داکټر عبدلوهاب، زلمی نشاط، عبدالحفيظ منصور، داکټر محي الدين مهدی، فضل کريم ايماق او جمله پنځلسو کسانو لخو تقريظ او نظريات پکښی ورزيات شوی دی. د پښتنو پرضد ليکنی پکښی کړی دي د بيلګی په توګه :
د افغانستان نوم د لومړی ځل لپاره انګريزانو په ١٨٩٦ ميلادی کال د حبيب الله خان په پاچاهی کښی ذکر کړی دی او بيا وروسته تر څو چی په ١٩١٩ ميلادی کال کښی د استقلال سره يو ځای د افغانستان نوم رسمی نوم ونومول شو.
12) قوی کوشان او لطيف پدرام: وايی چی افغانستان يک نام جعلی است بايد که نام افغانستان به خراسان يا آريانا تبديل شود.
13) پوهاند داکتر جلال الدين صديقی چی زده کړی يې په ايران کښی سرته رسولی دي او د استاد برهان الدين ريانی د رياست جمهوری په وخت کښی د کابل پوهنتون د اجتماعي علومو په پوهنځی کښی د استاذی دنده سرته رسوله يو ټوک کتاب چی عنوان يې دی " استیلای نظام قبیله سالاری" ليکلی دی او د دی کتاب محتويات يې محصلينو ته په همدی پوهنځی کښی درس ورکاوه د کتاب عنوان خو عام معلوميږی ولی په محتوياتو کښی يې پښتانه داسی سپک او پوچ ښودلی دي چی ډير پښتانه يی په لوستلو يا اوريدلو شرميږی. د بيلګی په توګه ليکلی دي: پشتون ها مردم قبيلوی هستند و قبايل ننگ و ناموس را نمی شناسد.
تر هغه ځاي پوری چی زه معلومات لرم په زياتره ورځ پاڼو او اونيزو خپرونو کښی ډيره هڅه شوي ده چی پښتون او پښتو ژبه هسی افسانه او کيسه، بی بيخه، بی بنياده خلکو ته ور وپيژنی اميد دی چی پښتانه راويښ شي.
- استاد بارش صاحب: ستا د ببرک کارمل ارزو خو پوره شوه د کلتور پرځای د فرهنګ کلمه ځای پرځای شوه.
- ميرمحمد صديق فرهنګ صاحب: ستا دا دعوا چی ليکلی دی دي اکثريت بی فرهنگ یعنی " پشتون ها" ډيره د تاسف وړ خبره ده ځکه د پښتنو فرهنګ او کلتور د جګو غرونو د بازانو پشان کلتور او فرهنګ دی چی د کوڅو او پس کوڅو خلک يی د ليدو توان نلري.
- پښتون ضد وحيدالله بخشی صاحب: ځان پوه کړه محمد ګل مهمند يو ستر پښتون دی هغه باندی تور لږول په ټول پښتون قوم تور لږول دی او ټول پښتون قوم سره دښمنی کول ليونتوب دی ستا خو قوم او قبيله هم نده معلومه چی ما ستا د قوم فاشستان درښودلی وی. خدای پوهيږی چی د خمينی يا پوتين معاش خور به وی او که څنګه هر څه خوره خو هرڅه مه وايه. يو پښتون شاعر وايې:
لا تر اوسه يې ماغـــزه پـــــــه کرار ندی چا چی ماســـــره وهلی سر پـه سنګ دي
- د شقايق فرهنګی بيناد ته زما دا ځواب دی چی وګوره فقط او فقط يو عنوان پوهنتون په پښتو ژبه ده تر عنوان لاندی په پوهنتون کښی ټول درسونه او لکچرونه په دری ژبه دی. د دولت په دفترونو کښی خو د پښتو درک نه لږيږی هر څه په فارسی ژبه ويل کيږی او ليکل کيږی خو بيا هم ستاسو آرمان نه پوره کيږی. ستاسو په ژوند کښی يو دښمن موجود دی او هغه هم پښتو ژبه او پښتون قوم دی. د نړۍ ټولي ژبی او ټول خلک خو ستاسو دوستان دي.
- خواجه بشير احمد انصاری صاحب: ستاد د نظر او علم او آدب په حساب تا ته پوهنتون تفدانی ښکاري، خو زما په نظر بيا دانشګاه لکه پالشګا، شرمګاه، خرګاه او داسی نور ګاه او بيګاه ښکاري مه خپه کيږه څه چی کری هغه به ريبي.
- بصير احمد دولت آبادی صاحب: زما خبره واوره او ځان پوه کړه، د اسرافيل شپيلۍ هم نشی کولی چی د احمد شاه بابای ابدالی تاريخ ته تغير ورکړی. دا آرمان به دی د قيامت تر ورځی پوری هم تر سره نشي.
- جلال الدين صديقی صاحب: د پښتون قوم تاريخ ولوله او وګوره چی پښتون په ننګ او ناموس تل سرورنه ورکړی دي او هر وخت يې ورکوی د يوه پښتون شاعر او د يوی پښتنی ميرمنی په شعرونو کښی وګوره پوره معلومات به درته وشي.
پروت په وينو کښی لت پت ښه يم په پت کښی نه د سرو زرو پر تخت بانـدی بی پتـــه
کـــه پـــه ميونـــــــــد کښی شـــــهيد نشـــــوی خــدايږو لالــــيه بي ننـګی ته دی ساتينه
که د پښتون عزت ته څوک په کږو سترګو وګوری نو سترګی يې په ګوتو تری راوباسی. هيڅ پښتون به پنځه کلن، اته کلن، لس کلن او يا دولس کلن ماشومانو باندی جنسی تيری کړی ندی. پښتون مرګ ډير غوره بولی نسبت بی عزتۍ ته. نو ځکه د بل عزت خپل عزت بولی د خپل ځان ګمان پښتون ته مه کوه.
- لطيف پدرام خو اوس د افغانستان جمهوری رياست مقام ته ځان کانديد کړی دي. لطيف پدارم هغه څوک دی چی د افغانستان د استقلال او آزادۍ ناجی او علمبردار امير امان الله خان ته غدار ويلی او د افغانستان نوم يې جعلی بللي دی. خو زه دغه د ايران ډير سابقه دار جاسوس او د افغانانو دښمن ته داسی وايم.
څو چی دا ځمــــــــکه آســـــــمان وی څـــــو چی دا جــــــــــــهان ودان وی
څو چی ژونــــد پــــــدی جــــــهان وی څو چـــی پـــاتی يـــــــو افغـــــان وی
تل بـــــــــه دا افغــــــــــانســـــــتان وی
تل بــــــــــه دا افغـــــــــانستـــــــان وی
او هم له پښتنو نه غواړم:
غنی خان وائي:
سترګی د حالاتو دي کـږی ســـــمول غواړی و پښتنو ورونو لږ پښتو کول خو غواړی
يو بل شاعر وائي:
بيا پتری وهم سايل په خپل ټوټی ټوټی کچکول خيــــرله پښتنونـــــه د پښتو لپـاره غواړم
زه هم وايم:
لږ شـــــــــــه خبــــر پښتونـــــــــــه لــــر او بـر پښتـــــــــــونـــــــــــــــه
خاوری پـــــــه سر پښتونـــــــــــــه در پــــــــــــدر پښـــــــتونــــــــــــــه
اي بي خبــــــــــر پښــــــتونـــــــــه زمـــــــا دلبـــــــر پښــــتونــــــــــــه
لـــږ شـــــــه خبــــــــر پښــــتونـــــــــــــه
لـــږ شـــــــــه خبــــــر پښــــــــتونـــــــــه

