د پريشان خټک په مړينه دخواخوږۍ پيغامونه
17.04.2009 23:36په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د پښتو ژبي شاعر، ليکوال او پوهنيز شخصيت پروفيسر پريشان خټک د زړه د ناروغي له کبله د فاني نړي څخه سترګي پټي کړي.
انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاد پروفيسر پريشان خټک د پښتونخواه د سيمي په بيلو بيلو پوهنتونونو او پښتو اکاډيمي کې د مشر، استاد او لارښود په توګه چاري تر سره کړي، د پښتو د ژبي ادبياتو د لا غوړيدلو لپاره ېي نه ستړي کيدونکي هلي ځلي کړي وي.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه هئيت او ټول غړي د ارواښاد پروفيسر پريشان خټک مړينه يوه لويه فرهنګي ضايعه ګڼي، د دوي درنۍ کورني، مينه والو او فرهنګي کړيو ته د خواخوږي مراتب وړاندي کوي او ارواښاد ته جنت الفردوس غوښتونکي دي.
په درنښت
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر
الحاج غرزي خواخوږی
دلمن ادبي،کلتوري جریدې دخواشینۍ پیغام
په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې دپښتو ژبې نامتو شاعر لیکوال اوادیب پروفیسور پریشان خټک صیب دورپیښې ناروغۍ له امله په حق رسیدلی.
انالله ونا الیه راجعون
اروښاد پریشان خټک دخپل عمرپه اوږدوکې دپښتوژبې اوادب لپاره ډیرې هلې ځلې کړي اودهغه مړینه دپښتو اوپښتنو لپاره یوه ستره ضایعه ده.
دلمن ادبي،کلتوري جریدې مشرتابه دخدای بخښلي له کورنۍ سره په دې درانه غم کې ځان شریک بولي اوهغه ته دلوی خدای له دربارڅخه دجنت غوښتنه کوي.
دلمن ادبي،کلتوري جریدې اداره
کابل-افغانستان
د پروفیسرپریشان خټک په مړینه د جاج د خواشینۍ پېغام
په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړو چې تکړه شاعر،لیکوال او ادیب پروفیسر پریشان خټک صېب په حق رسیدلی دی ـ جرس ادبي جرګه کراچۍ د ښاغلي ارواښاد دکورنۍ سره په دې درانه غم کې ځانونه شریک ګڼي او د خدایې بخښلي دپاره د پاک الله څخه د بخښنې دوعا کوي ـ پر ګور یې نور ــــــ او اروا یې ښاده
له اړخه : طاهراپریدي ،ریاض تسنیم،رحمان بونیری،امان اپریدي،وصال مومند،عبدالسلام سلام،وقاص ترین،ظفرکریمي،امان الله حلیم،تاج الدین،ماښام خټک او ریاض ساحل