دوزو او پسونو روزنه!
26.02.2009 10:42د اوزواوپسونو روزنه
Goats and Sheep rearing
Importance : اهميت
پسونه او اوزې په نړۍ کي دډيروخلکولپاره حيواني غذا برابروي نه يوازې دا چې د اوزو د شيدو څخه ګټه اخستل کيږي بلکي د هغوي دپوستکي،غوښي څخه هم ګټه
ا خستل کيږي .ميږې هم د شيدو څخه پرته ښي وړۍ او غوښـه ورکولاي شي.پسونه که څه هم د غوښى او وړيو په توليد کې لومړى مقام لري خو د قره قل پسونه بيا يو ډول خاص قيمتي پوستکى لري چې پدې توګه ددغه ډله حيواناتو څخه په ښه توګه ګټه ﻻسته راتلاي شي.
لکه څرنګه چه افغانستان يوغرني هيواد دي او غرونه يي په پراخه توګه واښه لري. نو اوز ي د غرني واښوسره ډيره علاقه لري او ښه مؤثره گټه تري اخستلاي شي.
او همدارنګه د غرونو تر څنګ يو څه اندازه غونډۍ هم لري چي د پسونو د څړ لپاره مناسب دي او پسونه ترينه په مؤثره توګه گټه اخستلاى شي.په لنډ ډول ويلاى شو چې پسونه او اوزي دواړه په ښه او مؤثر ډول نباتات په حيواني محصولاتو او غوښه بدلوي او همدارنګه په دي ډله حيواناتو کي د تولد يا بچي زيږوني توان هم لوړ وي.
Goats rearing د اوزو روزنه:
داوزو دروزني گټي
١-يو ډول مصروفيت د ي او د اقتصاد سره مرسته کولاي شي.
٢-که اوزې له تياري غذا څخه استفاده وکړي نو د يوي غوا لپاره د ضروري ځمکي په وښو شپږاوزې سا تل کيږي او که ازاده ګياه په مصرف ورسوي نو نوري به هم اقتصادي وي.
٣-د توليد لوړظرفيت لري ژربلوغ ته رسيږي او څو بچي ورکوي .
٤-يو ايکړځمکه د يوه کال لپاره د٦-١٠اوزو لپاره په کافي اندازه غذا برابره وي.
٥- کوچنۍ انجونې (وړې ښـځي )يې ښه روزنه کولاى شي،او محصولات يې ښه تنظيولاي شي.
ددي تر څنګ تاوانونه هم لري.
١-ونو بوټو ته تاوان رسوي.
٢-وحشي حيوانا ت او غله يي تښتولاى شي.
٣-او که مرض يي وکړ نو تاوان کوي.
د نسل انتخاب او نسل ګيري: Breed selection and breeding
که څه هم اوزي مختلف خارجي او داخلي نسلونه لري چې ځينې نسلونه يې په لاندي ډول دي .
١-خارجي نسلونه: باربري، بيټل ،البين،جمنا پري او بيټل نسلونه چې په داماني او کشميري اوزو سره شهرت لري .
٢- وطني نسلونه : اسما يي او چېلۍ.
جمنا پري اوزي:
څرنګه چي لوړ حا صل لري نو د هندوستان څخه د نړ ۍ نورو برخو ته وړل شوي دي شکل يي سپين او خړ داغونه لري . او د ورځې د( ١-٢)کيلو ګرامه شيدي ورکوي او په کال کي يو بچى زيږوي.
بيټل اوزې:
دا يو هندي او پاکستاني نسل دى ښه والى يي په دى کي دي چې ژر د يوې سيمې
سره توافق کوي، او رنګ يي معمولاً سور،تور او سپين داغونه لري غوږونه يې
اوږده اوښکرونه نه لري په ورځ کي د٠٫٧-١٫٢ ليترو پورې شيدې ورکوي اودغوښـې څخه يې په منظمه توګه استفاده کيږي او په کا ل کي د يو نه تر دوه پوري بچود زيږولو توان لري.
ټي ډي نسل:
نوموړي نسل د بنګله ديش څخه منشاء اخلي او اوس د پاکستان په ځينو سيمو کي ساتل کيږي ، کريمي سپين رنګ يا خړ توررنګ لري تخته بدن لري تيونه يي دومره برجسته نه دي . او په يوه کا ل کي ٧٥ ليتره شيدي توليدوي او ١٣٠ ورځې شيدې ورکوي او زياتره يي دوه او درې بچي اچوي چې د١٩-٣٠ فيصده واقع کيږي . دغه اوزې د غوښې په منظور سا تل کيږي ځکه چي ژر بلوغ ته او زياته زيږونه ددې د عمده خصوصياتو څخه دي .
شيدو په منظور د اوزي انتخاب:
مونږ د نسل له مخي داوزي انتخاب کولاى شوخو داد تل لپاره صدق نه کوي.بايد د اوزي ظاهري بڼه هم دنظرلاندې ونيول شي.
١-مخ اوخوله :
روښانه سترګې صاف مخ د ښه صحت نښه ده غاښونه يي بايد روغ وي ځوانه اوزه تر شپږو پوري دايمي غاښونه لري خو اوزي پورتني غاښونه نه لري.
٢- تيونه:
د اوزي په انتخاب کـې تيونه مهم رول لري چې بايد اوزه په يوه شکل په يوه اندازه تيونه ولري او د سينې طرف ته کاږه وي.
٣-د بدن اندازه :
اوزه بايد پراخه سينه او ګيډه ولري مينځنى او يا هم غټ بدن درلودونکي وي.
د اوزو لپاره د سيرلي انتخاب:
داوزو لپاره بايد داسي سيرلي انتخاب شي چې د ښه نسل څخه اود ښه جسامت لرونکي وي ځکه چي د ښه نسل په لا سته راوړلو کي مهم رول لري . د ٢٥-٥٠ اوزو لپاره بايد يو سيرلى وساتل شي اوداسى سيرلى بايد وي چه عمريې له ١٥-١٨ مياشتوپوري وي ځکه چي دسيرلي لپاره ښه عمر ١٥-١٨ميا شتى دى.
يو ځا ىکول : Mating
د نر سيرلې و اوزې يو ځاي کولو ته Mating وايي
په عمومي ډول يو ځاي کول يا Matingپه دوه ډوله دي .
١-طبعي يو ځاي کول ٢-مصنوعي يو ځاي کول
هغه اوزي چي د بلوغيت عمر ته نه وي رسيدلي بايد دنر سيرلي سره يو ځاي نه شي ځکه چي اعضاوو يي پوره انکشاف نه وي کړي.او اوزې چې په شپږو مياشتو کي د بلوغيت عمرته رسيږي نو پدي وخت کي بايد هم يو ځاي نشي اوکه ددي څخه يي عمر زيات هم وي نو کوشش دي وشي چي د نر سيرلي سره يو ځاې نه شي او که چيري يي عمر يو کال او يا د يو کال څخه زيات شونو بيا دي سره يو ځاى شي که چيري په کم عمرکي سره يو شي نو د لنګوال په وخت کې به ورته ستونزه وي .
او هغه اوزي چي بالغې وي يوازي همغه وخت د نر سيرلي سره يوځاى کيداى شي چه وزيمه(غويامه) شي. وزيمه يا غويامه په اوزو کي په دري هفتو کي يو ځل منځته راځي چي له يوي څخه تر دري ورځو پورې داوم کوي او په دې وخت کې اوزه سيرلي ته ودريږي.هغه اوزي چې د لنګوال څخه يي دري مياشتي تيري شوي وي بايد د نر سيرلي سره يو ځاې کړاي شي ترڅو په دوو کلونو کي ترينه دري ځله بچي لاسته راشي خو بايد هير مو نشي چې د سيرلي اواوزې د يو ځاي کيدو څخه مخکي بايدسيرلي او اوزې ته ښه غذا ورکړل شي.
وزيمتوب يا (غويـمتوب) نښي په لاندي ډول دي :
١-بغاري وهل
٢-د لکۍ ښورول
٣-يو په بل باندي ختل
٤-د فرج سوروالي د هغه څخه د ميوکس مايع وتل، اوزه بايد د غويامتوب د شروع څخه ١٢-٢٤ساعته وروسته د سيرلي سره يو ځاى کړاى شي.
بلاربوالى: Pregnancy
که د سيرلي او اوزې د يو ځاىکيدو څخه دوه يا درې مياشتې وروسته بيا هم د غويامتوب يا (وزيمتوب) نښې ونه ليدل شوي نو امکان دي ولري چه اوزه بلاربه شوې وي .د اوزي حاملګي له ١٥٠-١٤٥ورځو زيا ت او يا کم دوام کوي .او بايد د يو ځاى کيدو نيټه او وخت بايد وليکل شي تر څود لنګون په باره کي معلومات ولري.ددريو مياشتو څخه وروسته د اوزي ګيډه غټوالى پيداکوي او فرج يي ځوړند او لوند ښکاري.کله چي لنګون ته شپږ اونۍ پاتې شوې نو اوزه دي د شيدو څخه پريښودل شي دا په دي منظورچي دهغې په نس کې بچې تغذيه کړاي شي ،او بچې ښه وده وکړي خوبيا هم داسي اوزي شته چي په طبعي ډول پدي وخت کـي پخپله اوچيږي.دوچيدو لپاره دي د لوشلو تعداد کم کړاى شي .او پدې وخت کي دي اوزه ښه تغذيه کړاى شي او دلنګون څخه دي مخکي اوزې ته نرم او ارام اطاق جوړکړاى شي او د اوزي خاوند بايد د لنګون دوخت په رارسيدو و پوهيږي مخکې له دې چې د لنګون وخت راورسيږي.
د لنګوال علايم:
• تيونه يې ډک وي.
• فرج يي ځوړنداو ما يع ترينه( راوزي) يا روانه وي.
• اوزه نارامه او ځمکه ټکوي .
او په تعقيب کې يې لنګون ترسره کيږې .
لنګوال:Parturition (Birth)
په نورمال حالت کي د بچې مخکنۍ پښې چې ښنګري يې مخ په ښکته لور او لمړنۍ پښي او ورسره سر راوزي،او اوزه زور وهي او کوشش کوي چه بچې بهر وباسي.خو ځيني وختونه اوزه مشکل سره مخ کيږي او لنګون په نورمال شکل سره نه تر سره کيږي اوزه تقريبآ ديرش دقيقي او يا تر دې زيات وخت زور وهي خو بچې يي حرکت نه کوي نوپه داسي حالت کي د يو تجربه لرونکي شخص مرستي ته ضرورت دي.پدي حالت کي بايد اول د بچې حالت وڅيړل شي بيا په داسي حال کي چي د مرسته کونکي نوکا ن لنډ لاسونه يي په صابون مينځلي وي او يا يي دسکشي اچولي وي مرسته ورسره وکړي ،بچى نورمال حالت ته رواړي او بيا دي په احتياط سره وباسي.داسي هم پيښيږي چي حالت داصلاح وړ نه وي لکه د رحم تاويدل چه درحم د خولې له لارې د بچي د وتلو امکان نه وي.که چيري د اوزي پيروان په اوزه کې پاتې شي نو دلاس يا کوم وزن په تړولو سره هغه وباسي.
د سرلکيو روزنه : Kids rearing
کله چي سيرلکي د اوزې څخه پيدا شونو خوله او پوزه دي ورته پاکه شي ،که د تنفس مشکل ولري نو د جارود ډکيو په وسيله دي وتخڼول شي سينه دي ورته پاکه او بيادي وموښل شي که دزړه حرکت ولري او تنفس نه وي نو په ستوني کي دي ګوتي ورته دننه شي ترڅو ستوني يىوتخڼول شي او تحريک شي.اود سيرلي د نامه غوټۍ دي په پايوډين (Pyodin ( محلول په وسيله ومينځل شي اود انټي بيوټيک پوډر دي پري ووهل شي .ودي هڅول شي چي غولانځه وروي ،او د لنګون څخه دوه ساعته وروسته ورږه ترينه واخلي.ورږه دصحت او ودي لپاره ډيرګټوردي . او همدارنګه که چيري بچې ناتوانه وي نو مونږکولاي شو د پيچکارۍد سيرينج يا هم چوشک په وسيله يي تغذيه کړو. د شيدو مقدارد سيرلکي لپاره د هغه د غټوالي پوري اړه لري .او يا د ورځي د يو ګيلاس څخه نيولي ترڅو ګيلاسونو پوري ورته ورکولاي شو.او د دوه اونيو څخه وروسته کولاى شو چې سيرلکي ته واښه ورکړواو هغه وا
ښه وخوري.او د شپږمي اونۍ څخه وروسته کولاى شو چې دانه باب ورکړو.خو هير مو نه شي چې اندازه يي په ورځ کي د ٢٠٠ ګرامه څخه زيات نه شي.
دشيدو لوشل :Milking
د اوزي لوشل:داوزي لوشل بايد په ورځ کي دوه ځلي اجرا شي او يا هردولس ساعته وروسته دي اجرا او په ټاکلي وخت کي تر سره شي.شيدي بايد پاکي وساتل شي اود نا پاکۍ مخنيوي دي وشي ځکه چې ناپاکي صحت ته ضرررسوي .نو پدي
خا طراوزي دي په جګ ځاي کي ولوشل شي او ددي څخه دې مخکې لاسونه او د اوزي غولانځه دي په اوبو ومينځل شي اوبيا دي په پاکه ټوټه باندي وچ کړاي شي.اوزي عمومآ د شا له طرفه لوشل کيږي خو د شيدو دپاکوالي پخاطر دي دبغل يا څنګ څخه ولوشل شي.او لومړى دي د غولانځې څخه يوه يوه داره وويستلى شي اوهغه با يد په لوښي کي وانه اچول شي او بيا دي لوشل شروع کړاى شي .
د اوزي لوشل:
کله چې اوزي لوشؤنو لومړى به دلاس څلور ګوتې د تي څخه تاوو کړي او بيا به دا غټه ګوته ورته قات کړي او زوربه ورته ورکړوي.د اوزي لوشل د تيونو دکش کولو پواسطه نه ترسره کيږي.بلکې تيونو ته فشار ورکول کيږي.
دپسونو روزنه:Sheep rearing
پسونه په دوه ډوله دي .
١-وطني نسلونه يا Afghan sheep breeds
٢-بهرني نسلونه ياForeign sheep breeds
وطني نسلونه په لاندې ډول دي:
وطني پسونه د توليد له نظره په درې ډوله دي.
١-هغه پسونه چې دغوښي د توليد په منظور روزل کيږي، لکه بلخي پسونه او عربي پسونه.
٢-هغه پسونه چې د پوست په منظور روزل کيږي،لکه د قره قل پسونه.
٣-هغه پسونه چې د وړيو د توليد په منظور روزل کيږي ،لکه عربي،بلوچي،هزاره ګي،قندهاري پسونه اوداسي نور.
١-بلخي نسلونه: ددغو پسونو اصلي ځاى د بلخ ولايت او د ترکمنستان ځيني سيمي دي.چه غټ غوږونه لري لنډلم لري ،اوږدې پښې لري،غټ بدن او تور خاکي نصواري رنګونه لري،لکۍ نه لري .خو نر پسونه يي اوږده ښکرونه لري .او دغوښې په منظور روزل کيږي او وزن يې ٧٠-٧٥کيلوګرامه دى.
٢-عربي نسلونه: نوموړي نسلونه تور سپين او يا هم نصواري رنګونه لري ،چې ددې په شکل يې دمخ رنګونه هم دي او همدارنګه د خپل تندي په برخه کي سپين تاج لري اودپوزې چاپيرتوررنګ لري چې پورته ټولې نښې يې د ښکاره نښو څخه شميرل کيږي.او دغوښې په منظور ساتل کيږي.
٣-قندهاري نسلونه:نوموړي نسلونه سپين رنګ لري خو ځيني تور او نصواري رنګونه هم لري او دپوزې اوسترګو په شااو خوا کي نصواري او تور داغونه ليدل کيږي،او د غوږونو اندازه يي ٢-٤سانتي پوري رسيږي.
٤-قره قل نسلونه :نوموړي پسونه نصواري او فولادي رنګونه لري دنر پسه ښکرونه يې اوږده وي او دټولو قره قل پسونو غوږونه اوږده وي او لکۍ يي دنورو پسونو په پرتله اوږده وي .
بهرني نسلونه په لاندې ډول دي .
بهرني نسلونه د توليد له نظره په دري ډوله دي.
١-هغه پسونه چې دغوښې د توليد په منظور روزل کيږي، لکه د کاريدال ،سات دان پسونه اوداسي نور.
٢-هغه پسونه چې د پوست په منظور روزل کيږي،لکه د رامبويه ،سافوک پسونه.
٣-هغه پسونه چي د وړيو د توليد په منظور روزل کيږي ،لکه د مرينوس لينکلن پسونه اوداسي نور.
١-سات دان پسونه:نوموړي پسونه خاکستري يا قهوايي روښانه رنګ لري چې واړه غوږونه لري او ښکرونه نلري.سات دان پسونه د سات دان په نامه په انګلستان کي ديوي تپي نوم دى چې په جنوبي شرقي انګلستان کي موقيعت لري.نوموړي پسونه چي د انګلستان څخه نورو هيوادونو ته له دي څخه ځاي خپاره شوي دي .اووړوکي بدن لري او کله چي د بلوغيت دوري ته ورسيږي وزن يي ٦٠-٨٠کيلو ګرامه ته رسيږي.
٢-سافوک پسونه:نوموړي پسونه د اسکس او نورفوک څخه منشاءاخلي چه اوس په جنوبي شرقي انګلستان کي هم پيدا کيږي چي نوموړي پسونه د غوښي دتوليد او دوړيود توليد په منظورروزل کيږي او همدارنګه توري پښي او تور مخ لري او نور بدن يي سپين تورنګ لري.اوکله چي د بلوغيت مرحلي ته ورسيږي نو د نوموړي پسه وزن ٨٠-١١٥کيلو گرامه ته رسيږي.
٣-مرينوس پسونه :نوموړي پسونه د وړيو د توليدپه منظورروزل کيږي.او دغوښي دتوليد په منظورپه دوهمه ډله کي راځي نوموړي پسونه تور او کمي چين داررنګونه لري .مرينوس د پادشاهۍ د ګارد دافسرانو پخوانى نوم وء چې په اسپانيا کې ورته نوموړي نوم ورکړل شوي ؤ.د مرينوس پسونه داسترليا په هيواد کې پيدا کيږي چي د وړيو قطريې ١٨-٢١ميکرون ته رسيږي.او اوږده تاوشوي ښکرونه لري او متناوب سر لري او د وړيو اوږدوالى يې په دولس مياشتو کې ٩٠-١١٥ميليمتروته رسيږي.اود وړيو توليديې په دولس مياشتو ديوه پسه ٩-١٢کيلو ګرامو ته رسيږي.
د پسونوانتخاب: Selection
د پسونوانتخاب:لومړىبايد پوه شو، چې د کومې موخې يا هدف لپاره بايد دپسونو انتخاب وکړو.دغوښې د توليد په منظوريا دوړيو د توليد په منظور.
که چيري دغوښي دتوليد په منظورپسونه انتخابوو نوبايد هغه پسونه انتخاب کړوچې چاغ يا تيارنه وي چې ترڅو يې قيمت ارزانه وي، او بايد سالم بدن او غا ښونه ولري.ددې ترڅنګ دانتخاب په وخت کي بايد لاندي ټکي په نظرکي ونيول شي.
١-هغه پسونه بايد انتخاب شي چي ښه صحت ولري.
٢- هغه پسونه بايد انتخاب شي چي قيمت يي ټيټ وي.
٣- هغه پسونه بايد انتخاب شي چې ښه سائزولري.
٤- هغه پسونه بايد انتخاب شي چې ښه رنګ ولري.
٥- هغه پسونه بايد انتخاب شي چي د ښه نسل لرونکي وي.
هغه وري چي د غوښي د توليد په منظور روزل کيږي بايد لاندي خصوصيا ت ولري.
١-غټي پښي ولري .
٢-غټه اولنډه غاړه ولري.
٣-دبدن جوړښت يي غټ وي.
د بلاربوميږو ساتنه:Care of pregnant ewes
د ميږو د حاملۍ دوره (١٥٠) ورځي ده . د ښه بچې دترلاسه کولو لپاره بايد ميږي ښه تغذيه شي.او دژمي په دوران کي بايد دانه باب او انرژي لرونکي مواد هغه ميږو ته ورکړل شي چي حامله وي او بلخصوص هغه ميږي چي دوه بچې په نس لري بايد په کا في اندازه غذايي مواد ورته واچول شي.اوپه اوړي کي بايد په ازاده هواکي وساتل شي.او په ژمي کي بايد ګرم يا تاوده وساتل شي.که چيري د ميږو د لنګيدو په وخت کي د وريو د مړه کيدو اندازه د پنځه فيصدوڅخه زياته شوه نو ښکاره خبره ده چې ميږو ته کافي اندازه غذاېې مواد نه دي ورکړل شوي او نه يې ښه مراقبت شوي.
د يوي ميږي دساتني لپاره (١٥ )فټه ساحه بايد په نظرکي ونيول شي.ددي ترڅنګ بايد دسائليج يا (بوسو،کټئ )لپاره ذخيره خانه جوړه شي،دانه باب ورته هم ذخيره شي.
کله چې اوړى رارسيږي بايد وړۍ ترينه قيچي کړاى شي.ښه به داوي چي ميږي د پسرلي په موسم کې لنګې شي.
خصي کول:Castration
ټول هغه اوري(دميږونران بچې) چي د نسل لپاره نه ساتل کيږي بايد د څلور مياشتوڅخه مخکي خصي شي ځکه چي د اوري په خصي کولو سره اوري غوښه اخلي که چيري داوري خصي کول د جراحي عملياتو پواسطه ترسره کيږي.نوپه هغه وخت کي بايداجرا شي چي مچان لاپيداشوي نه وي .خو په اوس وخت کي د جراحي عملياتوڅخه دومره استفاده نه کيږي بلکي د يوي آلي پواسطه چي د بارديزوپه نوم ياديږي اوري خصي کيږي ددي آلي پواسطه ډيرپه اسانۍ سره مونږکولاى شو چي اوري پرته دکوم زخم دويني بهيدني او دوامداره دردڅخه خصي کړو.
مارکيټينګ: Marketing
د اخستلو او خرڅولو ځاي ته مارکيټ ويل کيږي.
د اوزو،پسونو، اوزگړواو وچواوزو خرڅلاوبايد هغه وخت ته تياريا عيارشي چي په کوم وخت کي ورته ضرورت وي .لکه د لوى اختر ورځي: په دي ورځو کي پسو نو،وچواوزو،اوزګړواو اوزو ته د قربانې لپاره ډير زيات ضرورت وي نو مالدار دي کوشش وکړي چه خپل حيوانات دي د خرڅلاو لپاره د لوي اخترورځو ته برابر کړي.
او هغه اوزي او ميږي چې د شيدو په منظور ساتل کيږي.ډيري داسي مياشتي شته چې داوزواو ميږو شيدواو محصولاتوته پکي ضرورت وي . لکه د روژي مياشت،داوړي مياشتي .هغه اوزي اوميږي چه شيدي ورکوي بايد دهغو لنګوال داسي برابر شي چې په کوم وخت کي ورته ضرورت وي.
د پسونواواوزو ځيني عامي ناروغۍ او د هغوى مخنيوى.
دښه تغذيي،ښه تنظيم او ښه نسل تر څنګ د ناروغيو په وړاندي تداوي اووقايه د څارويو په روزنه کي مهم رول لري.نو ښه به داوي چي د پسونواواوزود ناروغيوپه هکله څه ناڅه وپوهيږو.
١-اسهال: Lamb Dysentery :
دايوباکتريي خطرناکه ناروغۍده چي اکثره حيوانات پري اخته کيږي اوبلخصوص هغه وري او سيرلکي چي عمر يي له يو اونۍ څخه ټيټ وي او ځني وخت کيداي شي د( ٢-٣ ) اونيو عمر لرونکي هم پري اخته شي.
علايم : Clinical signs
ناڅا پي مړينه ،دمقعد له لاري څخه د ويني وتل، سخته تبه او د کولمي راوتل بهرته په زوروهلو سره.
تداوي:Treatment
که چيري په حيوان کي يي نښي او علامي وليدل شي بيا تداوي د پيسو او وخت ضايع کول دي خو هر روغ پاتي حيوان بايد ژرتر ژره د دوه سي سي دناروغۍ ضد سيروم ،تتراسيکلينوورکول تر يو اندازي پوري مؤثردي .
مخنيوي: Prophylaxis
دغه ناروغي بايد په څرګند ډول کنترول شي. اوزو او ميږوته بايد کا ل په کا ل گډ واکسين تطبق کړاي شي .واکسين بايد په لومړي کال کي دوه ځلي تر سره شي ترڅو کلني معافيت توليد کړي.او هغه څاروي چي ددي ناروغۍ له امله مړه شوي وي بايد د دوو متره په ژوروالي سره ژورښخ او يا هم وسوزول شي.
٢-تيتانوس: Tetanus
داناروغي د هغه توکسين پواسطه چي د کلوستريديوم تيتاني Clostridium Tetaniپه واسطه پيدا شوي مينځ ته راځي ددي باکتريا موجوديت په څارويو او خاوره کي عام وي چې دزخم دلاري حيوان ته سرايت کوي.تيتانو س په اصل کي د وريو ناروغۍ ده خو د هر عمر پسونه پري اخته کيداي شي په وريو کي له خصي کيدلو او لکۍ غوڅولو( ٢-٣ )اوني وروسته واقع کيږي په تيره بيا چي د رابړي حلقي طريقه په کار وړل شو ي وي.
علايم: Clinical Sign
دناروغۍ علامي ښايي لږ يا په ساده شکل وي .که ناروغي ډيره پر مختللي نه وي نو څاروي شخ معلوميږي،غوښه يي سخته او کش وي ،سر او غاړه ئي غزيدلي او لکۍ يې پورته وي.
تداوي: Treatment
کمزوري پيښي د پينسيلين د پيچکارۍ په مقابل کي چي هره ورځ وشي منا سبه ده (شپږ سي سي او هره سي سي ( ٣٠٠٠٠٠ )يونـټه پينسلين ولري).مګر قوي ناروغي نه رغيږي او با يد له منځه يوړل شي.
مخنيوى: Prophylaxis
په پراخه توګه د واکسين تطبيقول اودعمومي پاکوالى،خصي کولو ،لکۍ لنډولو ، لنګون او وړۍ قيچي کولو په وخت کي کلکه پاملرنه وشي کله چي زخم منځ ته راشي . ارزښتناک ثبت شوى حيوان د تيتانوس ضد سيروم د پيچکارۍ کولو په واسطه کولى شو ژرترژره وژغورو دغه د معافيت تقويه کوونکى سيروم د يوي مياشتي لپاره د بدن معافيت بيا تقويه کوي.
٣-سينه بغل :Pneumonia
لاتراوسه پوري د پسو نو او اوزو د تنفسي ناروغيو عامل ندى معلوم شوي خو د سږو دا ډول التهاب د هر عمر پسونه متآ ثره کولاى شي.بي له شکه هغه ساده حقيقت چې پسونه او اوزي د خپل ژوند زياته برخه د باندى تيروي دا مانا لري چې تنفسي ناروغۍ په پسونواو اوزوکي د هغو څارويو په پرتله چي دننه ساتل کيږي ډيره عامه نده.سينه بغل په درې ډوله دى ١-باکتريا يي ٢-پرازيتي٣- ميخانيکي.
علايم:Clinical sign
ناڅاپي مړينه ،دبدن دتودوخي لوړه درجه،ژرژرساه ويستل ،کلک وچ ټوخى لرل او دناروغه څاروي له خولې او پوزې څخه د ځګ بهيدل.
تداوي:Treatment
دOzytetracyclin په څير يو قوي اوپراخه تاثيرلرونکى انتي بيوتيک وختي استعمالول د ناروغۍ په کنترول کي يو څه ګټوره اغيزه لري.پسونه اواوزي په کوريا خونه کي ساتل کيږي په کوټه يا خونه کي د هوا چلند بايد ښه شي،کړکۍ بايد خلاصې وي ترڅو تازه هوا داخله او خرابه هوا بهر شي اوهمدارنګه د ځمکي پر مخ پچي او نور شيان بايد لري شي.
مخنيوى:Prophylaxis
ډير واکسينونه شته لکه Carovaxخودهغه حقيقي ارزښت (اغيزه)لا تراوسه نده معلومه شوي.اوهمدارنګه بهتر واکسين چي د کلسترديوم په واکسين کې ورګډشوي با ارزښته اغيزه ښودلي ده.
٤-چيچکSheep pox :
د څاروي دپوست هغه برخي چي ويښتان نه لري لکه شونډي ،پوزه،تيونه،ورباندي داني ليدل کيږي حامله حيوانات بچې غورځوي چې همدارنګه دغه پسونه او اوزي دچيچک پرناروغـۍ اخته وي. اوپه دغه مرض باند ي پسونه او اوزي اخته کيږي.
علايم:Clinical
يوه عمده نښه يي داده چي د پنځمي مياشتي څخه مخکي اوري مړه پيداکيږي اودبچې د زيږيدومخکي يو قسم مايع د فرج څخه راوزي کيداى شي مايع وينه هم ولري ددي ترڅنګ په دغه ناروغۍ اخته اوزي او ميږي په سختئ بلاربيږي او کيداى شي نوري ستونزي لکه د غولانځي پړسوب يا هم ګوډوالى پکې وليدل شي تشخيص يي يوازي د لابراتوار په وسيله تر سره کيداى شي.
تداوي: Treatment
تداوي نه لري.
٥-بروسيلوزس: Brucellosis
دا يوه ساري باکتريا يي ناروغي ده چي حيواناتو په شمول انسان ته هم سرايت مومي.
مخنيوى:Prophylaxis
واکسين يي په پسونوکي دلم د پوستکي لاندي يو سي سي او په اوزو کي د لکۍ د پوستکي لاندي يو سي سي داواکسين په کال کي يو ځل د ميزان په مياشت کي تطبيق کيږي.
٦-د ټک ناروغي:Anthrax
يوه ميکروبي ناروغي ده چي دحيواناتو تر څنګ انسانان پري هم اخته کيږي.
علايم: Clinical sign
ناڅاپي مړينه ،سخته تبه،دمړه شوي حيوان طبعي سوريو (خوله ،پوزه ،مقعد اود اړونده لاري )څخه دنه پړنيدونکي ويني وتل.
تداوي: Treatment
که څاروي څرګنده نښي وښايي نو تداوي يي ستونـزمنه ده خوبيا هم پنسلينونه او ستريپتو ما يسين يا هم تتراسيکلينونه تر يوې اندازې پوري مؤثردي.
مخنيوي: Prophylaxis
څاروي ته په کال کې يو ځل د حمل او ثور په مياشت کي ددغه ناروغۍ په ضد واکسين کول ،ددي تر څنګ په ناروغۍ مړه څاروي دې دوه متره ژورښخ او د ناروغه څاروي د غوښې څخه با يد استفاده ونه شي.
خارجي پرازيتونه:
دا هغه پرازيتونه دي چي دحيوان په پوستکي او يا د پوستکي لاندي ژوند کوي په دغه ډله کي کونې، کني، سپږي او جرب پم د ناروغۍ عامل شامل دي .
کني: Tick
داهغه پرازيت دى چي د يو حيوان څخه بل حيوان ته ناروغي انتقالوى.اودا پرازيت د حيوان څخه وينه زبيښي.
نښي:Clinical sign
زياتره دغه پرازيتونه د حيوان په هغه ساحو کي وي چي ويښتان نه وي لکه د غوږونو داخلي برخه تخرګونه د لکۍ لاندې برخه کې ليدل کيږي حيوان نارامه وي او کم خوني پکي ليدل کيږي.
درملنه :Treatment
تراي کلوروفان(١٥ )ګرامه په لس ليتره اوبو کي د سپري په شکل دي استعمال کړاى شي.
مخنيوي :Prophylaxis
د غواګانو داوسيدو په ځاى کې بايد ذکرشوي دوا دوا پاشي شي اودغوجلۍ چاوونه دي بند کړاى شي.
سپږې: Lice
دا هغه پرازيت دى چي د څارويو او مرغانو په پو ستکي باندې ژوند کوي او ځيني يي په جلد يا پوستکي خوله لګوي او وينه يي زبـيښي.
نښي : Clinical sign
زياتره څاروي ځان ګروي اوبدن يي خارښت کوي .ويښتان يي له منځه ځي اشتهايي کميږي دوني په ډډ يا ديوال پسې ځان مښي او په خوسکيوکي د کم خونۍ سبب ګرځي .
درملنه:Treatment
نيګوان پوډر( ١٥) ګرامه په لس ليتره اوبو کي د سپري په شکل استعماليږي.او د دري هفتو په فاصلي سره بايد استعمال کړاي شي.
مخنيوى :Prophylaxis
په منظم ډول د حشراتوضد دوا استعمالول دي.
ماخذونه : References
١-احمد بايردرمل،عزيزاحمد کاکړ.د څارويو د روزني لنډ لارښود
٢-منوچهرسعادت نوري،صدرالله سياه منصور.اصول نګهدارى پرورش ګوسفند(١٣٨٢ ) هـ ش.
٣-عبدالقادر سمسور.د پسونو د عامو ناروغيو پيژندنه او تداوي(١٣٨٣ )هـ ش.
4-Donal MC (1990) Dairy goat production, FAO oxford publication New Delhi India.

