دطبعيت انرژی
04.11.2008 21:36انرژي Energy : د کارکولو وړتیا ته انرژي وايي ، چې په ټولیزه توګه واحد یي ژول دی ، انرژي نوي نشو را مینځ ته کولای خو یواځي یې له یوه ډول نه یي بل ډول ته اړوو ، د دې خبري مانا دا ده چې ټوله هغه انرژي چې په طبیعیت کې شته انسانانو نه ده را مینځ ته کړي یواځي یې له یوه ډول نه بل ډول ته اړولي ده . دا خبره د دې واقعیت څرګندونه کوي چې انرژي دیوه ستر الهی نعمت په بڼه د طبیعیت د اړتیا پر بنسټ دلوی څیښتن لخوا مونږ ته راکړل شوي ده . دانرژي ډولونه : په ټولیزه توګه انرژي په دوه ډوله مینځ ته راځي چې یوه یي د خوځښت انرژي او بله يي د پوتانشیل انرژي ده ، چې دا دواړه یو په بل د اوښتلو وړ دي ( په دې اړه په میخانیک کې بشپړه یادونه شوي ده ) انرژي چې په هر ډول مینځ ته راځي هرومر یوه چینه لري چې په ټولیزه توګه دغه چینه تل په طبیعیت کې موجوده ده . د انرژي چینې او ډولونه ( Energy Sources and Types ) په طبیعیت کې په ټولیزه توګه د انرژي لس ډوله چینې شته چې ځیني د نوي کولو وړ یا ( Renewable Energy ) او ځیني هم د نوي کولو وړ نه دي چې په لاندي ډول سره د کاروني د ترتیب په پام کي نیولو سره ورڅخه یادونه کیږي : ۱ ـ د فوسیلو انرژي ( Fossil Energy ) ۲ ـ هستوي انرژي ( Nuclear Energy ) ۳ ـ د لمر انرژي ( Solar Energy ) ۴ ـ د باد انرژي ( Wind Energy ) ۵ ـ د مد او جذر انرژي ( Tidal Energy ) ۶ ـ د بهیدونکو اوبو انرژي ( Hydro Energy ) ۷ ـ د زیرمه شویو او بو انرژي ( Pumped Storage Energy ) ۸ ـ د سمندر د څپو انرژي ( Wave Energy ) ۹ ـ د ځمکي په مینځ کې تودوښي انرژي ( Geothermal Energy ) ۱۰ ـ د بیوماس انرژي ( Biomass Energy ) اوس د انرژي پورتنۍ چینې هره یوه په بیل ، بیل ډول معرفي کوو او د هري چینې څخه د کار اخیستني په هکله خبري کوو. ۱ ـ دفوسیلونوانرژي ( Fossil Energy ) : دسلګونو ملیونو مخکي کلونو څخه د مړو شویو ژویو ( حیوانات ) او بوټو ( نباتات ) پاتي شـــــــــــــــونو ته چې د تیګو او داسي نورو بڼو باندي اوښتي دي فوسیلونه وايي. دغه پاتي شوني یافوسیلونه په ټولیزه توګه په لاندي دری ډوله مینځ ته راځي : الف ـ سکاره Coal ب ـ تیل Oil ج ـ طبیعي ګاز Natural Gas الف ـ سکاره Coal : ســــــــــــکور یوه کـــــــلکه تور رنګه ماده چې په ترکیب کې یې کاربن اوکسیجن ، نایتروجن ، هایدروجن او یو ډول سلفر ونډه لري . ســــــــــــــکاره په دری ډوله دي چې لمړی ډول يې د ډبرو سکاره Anthracite Coal دوهم ډول یې پاسته سکاره چې بیټومین ورسره ګډ وي Bituminous Coalاو دریم ډول یې هم پاسته سکاره دي چې یو څه اندازه لرګی هم ورسـره ګډ وي Lignite Coalنومیږي . په پورتنیو یادو شویو سکرو کـــــې لمړی ډول یې ډیر کلک دي چې په ترکیب کي یې تر ټولو ډیر کاربن شته او د دواړو نورو ډولونو په پرتله ډیره انرژي لري . دریم ډول يې ډیر پاسته دي چې په ترکیب کي یې د کاربن کچه تر ټولو لږه او د اوکسیجن او هایدروجن کچه یې ډیره ده او دوهم ډول ټولي ځانګړتیاوي ( خواص) یې د لمړي او دریم ډول ترمینځ دي . سکاره په لمړی ځل د چین په هیواد کې وکاورل شول چې په هغه وخت کې چینایانو سکاره یواځي د یوې سوځیدونکي تیګي په بڼه پیژندل . سکاره په بیلابیلو ډولونو له کانونو څخه را ایستل کیږي . سکاره په ټولیزه توګه زمونږ د طبیعیت د اوسنۍ اړتیا څه ناڅه اته ویشت په سلو کې ۲۸٪ انرژي جوړوي . لاندینی شکل د سکرو یوه بیلګه ښيي

ب ـ تیل Oil : تیل هم دفوسیلونو له ډلي څخه ده چې نږدې درې سوه ۳۰۰ ملیونه کاله مخکي مینځ ته راغلي . ځیني ساینس پوهان په دې نظر دي چې تیل له یو ډول وړو یا دوه اتومه Diatoms ژوندیو موجوداتو ( دغه ډول موجودات د لمر انرژي په نیغه توګه په زیرمه شوي انرژي اړوي ) څخه چې په ملیونونو کلونو مخکې په سمندر کې موجود وو په لاندي ډول مینځ ته راغلي .لمړی دغه موجودات تر تیګولاندي تر فشار لاندي راځي چې دغه فشار د دې لامل ګرځي چې په دغه دوه اتومه موجوداتو کې شته انرژي زیرمه شي .ورسته په دغو موجوداتو کې شته کاربن تر یوه لوړ فشار او تودوښي لاندي په تیلو باندي اوړي .چې دغه اوښتنه د ځمکي د خوځښت او ځرخیدني له امله مینځ ته راځي .
لاندینی شکل د پورتنیو ویناوو پړاونه ښيي

تیـــــــل نږدې شپږ زره ۶۰۰۰ کاله مخکي د سمریانو ، اسوریانو او بابلیانولخوا چې دفراط دسین شا اوخوا اوسیدل کارول شوي دي . پخوانیو مصریانو تیل د ټپونو د درملني او روښنايي د رامینځ ته کولو لپاره کارول . اوس د تیلو او غازو د را ایستني لپاره لمړی یوه څاه کیندل کیږي او وروسته بیا دیوه ځانګړي دستګاه په واسطه سره تجزیه او یو له بله بیلیږي .
تیل په ټولیزه توګه زمونږ د طبیعیت د اوسنۍ اړتیا څه ناڅه څلویښت په سلو کې ۴۰٪ انرژي جوړوي .کله چې تیل یا خام نفت له زیرمو څخه راوځي په ترکیب کي يې بیلا بیل مواد شته . د نفتو یو بیرل چې نږدې څلور څلویښت ۴۴ ګیلنه نفت ځایوي په ترکیب کي يې په لاندي ډول مواد شته :
لاندینی شکل په یوه بیرل کې د بیلابیلو مواد کچه ښیي 
د دې لپاره چې پورتني خام مواد یو له بل څخه بیل شي نو د تیلو په فابریکه کې دا ټول مواد په یوه ټانکر کې ځای په ځای کیږي چې وروسته بیا دغه ټانکر ته تودوښه ورکول کیږي ، له هغه ځایه چې د پورتني هریوه ډول موادو د ذوب درجه معلومه ده نو کله چې د ټانکر د تودوښي درجه د هري یوې مادې د ذوب درجې ته ورسیږي هغه ماده په خپله له ټانکر څخه بهر ته راوځي .
ج ـ طبیعي ګاز Natural Gas : نږدې ۶۰۰۰ کاله مخکي له میلاد نه د لمړي ځل لپاره په ایران کې له طبیعي ګاز څخه ګټه واخیستل شوه. همدارنګه ځینیو لیکونکو لیکلي دي چې د لمړي ځل لپاره په باکوکې چې د ننني اذربایجان پلازمینه ده له طبیعي ګاز څخه د رڼا د رامینځ ته کولو په موخه کار واخیستل شو . همدارنګه پارسي د اور عبادت کونکو هم له طبیعي ګاز څخه ګټه اخیستله .
طبیعي ګازد کاربن له یوه اود هایدروجن له څلورو اتومونو څخه ترکیب شوی دی کیمیاوي فارمول یې CH4 دی او دمیتان په نامه یادیږی ، له هوا څخه یې وزن لږ یا سپک دی او ډیر په لوړه کچه اور اخیستونکی یا Inflammable دی . طبیعي ګاز معمولاً د ځمکي لاندي تیلو د زیرمو ترڅنګ پیداکیږي چې بیا د پمپونو په واسطه له ځمکي څخه اصلي زیرمو ته لیږدول کیږي. په پای کې یوځل بیا باید و وایو چې طبیعي ګاز هم د تیلو په ډول له فوسیلونو څخه لاس ته راځي .
لاندینی شکل د تیلو د اتوم بڼه ښيي
دفوسیلونو د انرژي ګټي او زیانونه : دفوسیلونو له انرژي څخه کار اخیستنه لاندینۍ ګټي او زیانونه لري :
ګټي :
۱ – د سکرو په کارونه چې ډیره لږه بیه لري ډیره د برښنا انرژي لاس ته راتلای شي .
۲ – دتیلو او ګازو لیږد را لیږد ډیر آسانه دی .
۳ – د تیلو ، ګازو او ذغالو تولید او استخراج آسانه دی .
زیانونه :
۱ – په بنسټیزه توګه د فوسیلو د انرژي له استخراج نه وروسته فاضله توکي یې چاپیریال ککړوي .
۲ – د تیلو ، ګازو او ذغالو کارونه او سیځنه چاپیریال ته کاربن دای اکساید او سلفردای اکسایدخپروي چې دا کاربن دای اکساید په چاپیریال باندي دیره منفي اغیزه کوي .
۳ – همدارنګه د ذغالو سیځنه دځمکي مخ هم ککړوي .
۴ – هغه فابریکې چې له ذغالو څخه د سون توکو په بڼه کار اخلي یوې ډیري پراخي سیمي ته چې باید د زیرمتون په ځای وکارول شي اړتیا لري .
په پای کې باید و وایو چې د فوسیلونو څخه لاس ته راغلی انرژي ( تیل ، ګاز او سکاره ) د نوي کولو وړ یا Renewable نده ، دا په دې مانا ده چې که د فوسیلو نو د انرژي څخه یو ځل کار واخیستل شي بیا د دوهم ځل لپاره هغه د کاروني وړنده اود تل لپاره له مینځه ځي .
نور بيا

