د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جمهورى حکومت اوعوامو ته ورپيښ مشکلات

مياهدايت الله محمدى 08.10.2008 21:02


د څومياشتو راهيسي په پاکستان کښې اولس په قسماقسم کړاونو او تکليفونو اخته دي دغه تکليفونه نه يوازي دا چي حکومت پري ظلم کوي بلکي د دي سره سره يي داسي بحرانونه پري شروع کړي چي اولسوال يي په دوو کښې حيران پاتي کړي او ډير بي وزله او بي چاره عوام يي وښو خوړلو ته اړ کړي نن سبا دا کوم بحرانونه چي شروع دي دا نه يوازي دا چي په خلکو بوج راوړي بلکي د دي سره سره په ټولنه کښې بې انصافي ،چور،غلا،بي امنيتي او هغه نامشروع او ناروا کارونه چي اسلام ورته په کرکه ګوري شروع کيږئ په پاکستان کښې د هر شي قيمت د اسمان سره خبري کوي د اوړو ،غوړيو اونورو بنسټيزو توکو بيي په تيزي سره مخ په زياتيدو دي همدا اوس د طبيعي ګازو په بيه کښې 30 سلني زياتوالي راغلي دغنمو بيه چي د ژوندانه مهمو توکو څخه ګڼل کيږي د 2007 کال له نومبر څخه اوسه پوري په شل کيلو بوجي کښې 450 روپي فرق راغلي دي چي اوس يي قيمت 850 روپو ته رسيدلي له يوخوا څخه بي روزګاري ده او له بله خوا د خوراکي شيانو قيمتونه خلک بيخي سرګردان او غمجن کړي دي عوام په خپله حلاله مزدوري خپل ځان او خپل فاميل نه شي ساتلي ځکه چي يو مزدور چي مزدوري کوي د هغه ورځي مزدوري چي زياتي وي 200 روپي وي او يا که کوم سرکارى ملازم چي په دفتر کښې کار کوي دهغه تنخوا به 5000 يا 6000 روپي وي نو دغه مزدور يا سرکارى ملازم پدغو 5000 يا 6000 روپو خپل ځان وساتي او که په هغه باندي د کور کرايه د کور مصرف د برق بيل د ګيس بيل او همداسي نور شيان پوره کړي د بي روزګاري له امله اکثره خلک په قسماقسم بدبختيو اخته دي چي د هغه څخه غلا ،چور، حرام خوري او همداسي نور کارونه دي تر سره کوي حکومت بايد د دي چاره وکړي ځکه چه يو خو اسلامي هيواد دي بل دا چه جمهوري حکومت دي پدي معنى چي همدغو بي چاره او بي وزلو اوغريبو خلکو په رايو دغه د حکومت خلک خپل اقتدار ته ورسيدل حکومت ولي خپلي هغه وعدي نه پوره کوي چي عوامو سره يي کړي وي په هيواد کښې نه يو داچه د وړو بحرانونه راغلي دي بلکي د بجلى لوډشيډنګ ، د تيلو د قيمتونو اوچتوالي د برق په قيمت کښې اوچتوالي او همداسي نور ډير شيان چي زمونږ ژوند ورته اړتيا لري داور په بيه شول غريب خلک د دي شيانو پوره کولو ته ګوته په غاښ دي د پاکستان دولت د شميرنو په بنسټ همدا اوس د دى هيواد 16 ميلونه وګړي د فقر او بيوزلۍ له ډير بد حالت سره لاس په ګريوان دي له دي امله په اقتصادي ډګر کښې نه يوازي په ډير کم وخت کښې به د يومثبت بدلون رامنځ ته کول د پاکستان دنوي ولسمشر او دولت لپاره يو ناشوني کاروي بلکي په يوه اوږده موده کښې يي هم اغښت او غوړيدا باوري نه بريښي د بريښنا او انرژي په برخه کښې پري ستونزي اګر چي بجلي د صوبه سرحد څخه د پاکستان نورو صوبو ته تلي ده خو... ) او همدا راز دخوراکي توکو کمښت هغه دي چي د زردارى ډير سخت ننګوي نړيوال خوراکي سازمان تيره جمعه اعلان وکړ چي د پاکستان له 16 ميليوني وګړو څخه ترنيمايي زيات د څيزونو د بيو د لوړيدو له امله د بيوزلۍ او خوراکو توکو د کمښت له ګواښ سره مخامخ دي حکومت بايد دي بحرانونو له پاره کوټلي ګامونه واخلي ځکه چي زياتره پانګه اچوونکي له پاکستان څخه دتيښتي په حال کښې دي همدا راز د ډالرو او نورو اسعارو په وړاندي د پاکستاني روپيو ارزښت خپل تر ټولو ټيټي کچي ته رسيدلي دي نو بايد حکومت دعوامو ملاتړ او د بحرانونو د مخنوى لپاره کوټلي او جدي ګامونه واخلي تر څو خپل هيواد او هيوادوال دمشکلاتو څخه خلاص کړي.