اولمپیک اتمه ورځ: چین ۲۷، امریکا ۱۶،جرمني ۸، او ج کوریا او اسټرالیا اووه اووه د سرو مډالونه ګټلي
16.08.2008 18:30نن د جمعې په ورځ د اولمپیک د لوبو اوومه ورځ پای ته ورسېده. دا مهال د سرو زرو ۲۷ مډالونو په ګټلو چین تر ټولو مخکې دی. تر اوسه د مډالونو د ګټنې په اساس د هېوادونو ترتیب په لاندې ډول دی:
هېواد سره زر سپین زر برونز ټول
۱. چين ۲۷ ۱۲ ۷ ۴۶
۲. امریکا ۱۶ ۱۶ ۲۲ ۵۴
۳. جرمني ۸ ۵ ۵ ۱۸
۴. جنوبي کوریا ۷ ۹ ۴ ۲۰
۵. اسټرالیا ۷ ۸ ۱۰ ۲۵
جاپان او بریتانیا د سرو زرو اووه اووه، ايټالیا د سرو زرو شپږ، روسیې او یوکراین د سرو زرو پنځه پنځه، فرانسې اوسلواکیا د سرو زرو درې درې، جورجیا، چک، رومانیا،نیوزیلینډ، هسپانیې د سرو زرو دوه دوه مډالونه ګټلي دی.
افغانستان او اولمپیک
د افغانستان څلور لوبغاړي هم په دې لوبو کې برخه اخلي. نثار احمد بهاوي او روح الله نېکپال په تیکواندو کې، او مسعود عزیزي او روبینه د منډې په لوبو کې برخه اخلي.
ډېره هیله شته چې د افغانستان د تیکواندو لوبغاړی نثار احمد بهاوي - چې د ۶۸ کیلو وزن په لوبو کې برخه اخلي - یو مډال وګټي. نوموړي د تیکواندو په نړیوالو سیالیو کې د سپینو زرو مډال ګټلی دی. که نثار احمد مډال وګټي نو دا به اول ځل وي چې افغانستان د اولمپیک په لوبو کې مډال ګټي.
نثار احمد د اګست په ۲۱ نېټه لوبه کوي.

