شعرونه
د توپان غېږه/ مشفق حريت مل
معصومې اوښکې مې پۀ زغل ځي د ګرېوان غېږې ته لکــــــــــــه جنګي اس چې تېز درومي د ميدان غېږې ته هر مازيګر د ځوانيمرګـــــــــــــــــــــــــــو پۀ غم وير کوومه غمی زلمی پۀ عشـــــــق کې ځي د بل جــهـــــان غېږې ته د
غزل / شريف الله دولت زی
دا هم منو چې مونږ رڼا نۀ کوو ستوري نۀ يو خو ستا د مخ د رڼا تاب لرو کمزوري نۀ يو مونږ هم تر تا در رسېدل غواړو در منډې وهو مونږ هم پۀ ژوند کې يو هدف لرو بې لوري نۀ يو اوس چې څوک ښه خبره کړي نو ورته غوږ نيسو مونږ
غزل / عبدالله دولت زی
چې محبت چېرته ښکاره نۀ کيږي هلته زمونږه ګذاره نۀ کيږي پۀ مازيګر مې کډې وتړلې نور مې پۀ دې کلي کې شپه نۀ کيږي د رقيب سر به کړم لۀ تنه جدا زما نه نوره څۀ چاره نۀ کيږي
غزل / ميوند ځوان ، شينواری
ســــــــــتا د تلو د ورځې نه بې رنګــــه دی برباد دی اوس جــــلال اباد هــــــسې پۀ نـــوم جـــلال اباد دی خدايه ســــــتا جنت ته د تلو لاره څـــومره لرې شوه هر ســـــــــړی لـــــيدلـــــــو ته لــــېواله د جايداد دی مور
د عبدالمجيد جواد ښکلی شعر
راوريږي د ستا ياد باران بارانخپل زرړګۍ پرې کړمه ښاد باران بارانستا د ياد په باران بيا تازه تازه شيد زړه دشته شي اباد باران بارانچې هر دوست ته واې رحمت دښمن ته تندريو ساعت ته وای جواد باران باران
فولاديزې مټې / عبدالمجيد جواد
تښتي دُښمنان مو پښې ې سپکې ديبيا د فولاديزو مټو ټکې ديورسيد انجام د تباهۍ ته اوسلارې د خلاصون ترينه اوس ورکې دينه شو ماتيدای مونږ په مادي قوتکلکې ارادې مو آسمان څکې ديلاړ به سالم نه شي له ځوانانو نهبيا د ميوندونو په ولکه کې ديهر يو ته مو ورکړو تندريز ګذارښخ ې په سينو باندې مردَ کې ديمخ ې له شکست سره لښکرې ديپورته په هوا دي که په ځمکې ديهر څو که د عصر اسلحې لريزمونږ د ايمان زور ته تل ن
نيمګړی خوب / عبدالولي خزان
تۀ خوږه لکه ګناه شې زه بې ايمانه ګناهګار شم ستا د شونډو شراب وڅښمشرابي شمه ميخوار شم *** لۀ دې کاره مې زړۀ موړ شي پۀ زارۍ شم پۀ توبه شم ستا پۀ پښو کې سجده وکړم تۀ مې رب زۀ دې بنده شم *** تۀ خوره وره پرته وې پۀ ورو، ورو راته کيسې کړې ماته دومره مينه راکړې رانه هېرې
غزل / صفت الله کړاؤ
خوره وره پۀ لاره تله لېونۍ لکه د بنګو ځکېده لېونۍ چې اننګي دې پرې لمبه لمبه شي را دې که را يوه بوسه لېونۍ چې د عمرو ارمان دې وباسمه خدای دې که مونږه کره شپه لېونۍ
غزل / صفت الله کړاؤ
شمعه چې شمعه ده ماښام سوځي شمعه مې زړۀ نه دی مدام سوځي ښکاري به کوم سيوري ته خوب وړی وي ځنګل کې اور بل شوی دام سوځي دوی خو دا اور بل کړی دوی نۀ سوځي پۀ کې غريب ملنګ د قام سوځي کړاؤ جذ
غزل / نورخان مفتون
تۀ چې ځې بيرته راګورې پۀ غوسه کې ياره ولې مې رټې خپله کوڅه کې زه مېلمه يم د يوې شېبې راغلی لۀ خپل دره مې شړې پۀ سره غرمه کې وعده وکړې خو درک دې معلوم نۀ وي
غزل / نورخان مفتون
نۀ پوهېږم چې دې څۀ رقم پخلا کړمشپه او ورځ دا ستا لۀ غمه دا سودا کړمنۀ پوهېږم چې پۀ څۀ تۀ پخلا کېږېراتۀ وايه چې دې هغه رنګ رضا کړمپۀ پيسو کۀ پخلا کېږې، خو غريب يم !کۀ مې سر غواړې چې زۀ يې در ادا کړمای جانانه! کبر مۀ کړه پۀ بدرنګوستا لۀ پاره لباسي به نور ښکلا کړمزۀ مفتون دې پۀ غمونو کې را ګېر يمکۀ ضا شې زۀ الله ته دا دعا کړم٠
غزل / نورخان مفتون
د لرې اشاره کوه لنډ مۀ راځهلږه حوصله کوه لنډ مۀ راځهزۀ به درنه ځان لوګی لوګی کړمهرقيب لره غوسه کوه لنډ مۀ راځهلرې نه مسکی شه وايه ستا يمهپۀ سپينه خولۀ وعده کوه لنډ مۀ راځهکوڅې لره زمونږ راشه ديدن وکړهاواز د بنجاره کوه لنډ مۀ راځهګودر ته چې راووتم مفتونه زۀپټه ننداره کوه لنډ مۀ راځه
غزل / صفت الله کړاؤ
لرې ګلاب لرې غونچې شونډېلکه د اور لمبې لمبې شونډېډېر زړور پۀ حجرو مۀ ګرځېږهڅوک به دې وخوري ياره سرې شونډېخلک لۀ سترګو نه ټڼډارې وهيما ته دې جوړې کړې نخرې شونډېنن پۀ نشه کې درته وايمه چې :کۀ راته را دې کړې وړې شونډېچې دوه پۀ دوه وو لۀ خندا ډکه
غزل / سيدجمال الدين فاطمي
نور به ګرځووم لۀ خلکو نه يار پټ پټپيدا کيږي د لستوڼي ښامار پټ پټڅوک به ستورو څوک سپوږمۍ کې جانان ګوريزۀ د لمر وړانګو کې وينم دلدار پټ پټد بڼو لښکر يې ما سره ولاړدیرقيب سوځي د کينې پۀ انګار پټ پټښکاري غشي لېنده واخلي ښکار ته دروميدارانغاړي خپلو سترګو کې ښکار پټ پټپښتون هر وخت پۀ ټټر ګذار خوړلیرذيلان کوي پۀ خلکو ګذار پټ پټد جنون او لېونتوب خاموشه مرګه !يوه ورځ خوفاطمي کړه پۀ دار پټ پټ
د ګل محمد ياري يو ښکلی شعر
ټوټې ټوتې پاس پۀ ځــــــــــــــيګر يمه زۀ ظالمې ويشــــــــــــــــــــــتی پۀ ټټر يمه زۀ د مينې لږ ديدن خو راکــــــــــــــړه ګرانې پۀ زړۀ زخـــــــــــــــــــمي پرهر پرهر يمه زۀ ښکلی ښايست مې پۀ او
د صفت الله کړاؤ يو ښکلی شعر
ددې چم جينکۍ چې د ځوانۍ تر پولو ورسي کم عقلې پۀ بدرنګ هلک زړۀ وبايلي چې ځوان شي ، پۀ مخ برېت شيشه کې وګوري چکرې شي ، پۀ ډنګ هلک زړۀ وبايلي حيران يمه چې کوم بابا ښېرې دې ورته کړي
غزل / صفت الله کړاو
چې کله شړک شي بنګړي شور واخلي زما د زړۀ زخم ټکور واخلي تۀ چې رقيب سره شې غاړه غټۍ زړۀ مې لمبه لمبه شي اور واخلي هر څه نه تېر يم خو رقيب دې واوري! خدای که جانا
د شمس الدين کاکړ يو ښکلی غزل
يــــــــو وار ما واخيستې پښــــې د خپل نګار چې مې رنګ کـــــــــړای پۀ نکــــريزو ګل انار تۀ ويده وای ما پۀ درســـــــته شـــــــــپه کولې باري ســـــــــــــتا پۀ باب دعــــــــــا هــزار هــزارکۀ يې يو ځله پر ســـــــــــــــر ورباندې کښېنې
غزل / سيدجمال الدين فاطمي
تاو شمه راتاو شمه شعر وليکمبس چې لږ وزګار شمه شعر وليکمستا دښايسته حسن ننداره وکړمزلفو کې ايسار شمه شعر وليکمستا لۀ خوا چې راشي جنتي هواټول بهار بهار شمه شعر وليکمګرځمه يارانوسره لاس پۀ لاسيو دم لاس پۀ کار شمه شعر وليکمزۀ فاطمي يار سره پۀ خوب کې يمخوب نه چې بيدار شمه شعر وليکم
غزل / عبدالمالک ستانيکزی
نن خو به زړۀ کې زما کور واړوېما به سبا پۀ لوی پېغور واړوېمخ پۀ زوال مازيګري وويل :په ما به هم د ماښام تور واړوېګوره د دې بوسو پۀ ما باندې بيانۀ احسان واړوې نۀ پور واړوېد زړۀ خبره دې ان خولې ته راشيخو سمدستي يې پۀ بل لور واړوېد ستانيکزي دا عادت نۀ خوښيږيپټه خبره چې پۀ شور واړوې
نښــــــــتر / ګل محمد ياري
ټولو ونو کې نښــــــــتر مې ډېر خوښيږي پۀ ښايسـت کې خپل دلبر مې ډېر خوښيږي د ســــــــــــــــــهار زرينو وړانګو ته سلام دی پۀ زړۀ وايم مازديګر مې ډېر خـــــــــوښيږي
غزل / صفت الله کړاؤ
زړۀ مې ناقرار شولو چې مخې ته مې ودرېدې تېر لۀ هر يو کار شولو چې مخې ته مې ودرېدې ده د جدي مياشت خو ساقي دې ته دې حيران کړمه! څۀ رنګه بهار شولو چې مخې ته مې ودرېدې نه ، نه کافر نۀ شومه زۀ خدای ته پۀ سجده ومه
غزل / عبدالمالک ستانيکزی
خدايږو چې ما او تا به شو رسوا د کلي منځ دهنو مۀ راکوه غاړه وه ليلا د کلي منځ دهد دوه شېبو وصال شي هسې نۀ پېغور د عمرغماز به لۀ کوم خوا شي راپيدا د کلي منځ دهنور بس کړه ناقدجانه! لۀ تنقيد نه دې مننه!خپل عيب د ولو منځ ده د بل چا د کلي منځ دهپۀ ګوتوکۀ مې دلته دښمن هم راشي ملګرومېلمه مې دی پښتون يمه زما د کلي منځ دهد تګ اجازه ورکړه ستانيکزي ته خوږه يارهراغلی ستا ديدن ته دی پۀ غلا د کلي منځ
غزل / سيدجمال الدين فاطمي
يو زۀ نۀ يم چې زما سترګې ور اوړيلېونۍ ته د هر چا سترګې ور اوړيخپلې سترګې پۀ سختۍ ترې بل خوا واړومنۀ صبريږي او بيا ، بيا سترګې ور اوړيجادوګر نظر يې دومره اغېزمن دیچې دشېخ او د ملا سترګې ور اوړيمور ته وايه سپېلني درته لوګی کړيدا ستاسترګو ته بلا سترګې ور اوړيفاطمي چې وي اخته د سترګو جنګ کېدغۀ وخت کې د دنياسترګې ور اوړي
ځواني / ګل محمد ياري
د ســــــــــــــړي قدر څومره کم شي چې ځواني تېره شي لۀ خــــــــــــوشاليو نه جوړ غم شي چې ځواني تېره شي