زړه مې خوشحالي کوي او ترنګ غواړي
نن د یار د سرو شونډو قلنګ غواړي
ورک دې بې وفا جانان شي مړ دې شي
کله چې خفه یمه نو څنګ غواړي
زړه مې نور له سپینو نه تور شوی دی
اوس مې دا زړګی تورغنم رنګ غواړي
شونډې دې سپیرې دي ښه پوهیږمه
دا زما د زړه دوینو رنګ غواړي
تیره شپه مې یار په خوب لیدلی دی
زړه مې په ټوپونو دی غورځنګ غواړی
زړه دې چې ورکړی دی خوشحاله دی 
نور به درنه څه ساګر ملنګ غواړی


محمد داود ساګر :
نوی ځوان شاعر یم که څه ګډوډي لري بخښنه غواړم 
لمړنی ځل مې دی چې خپل شعرونه مینوالو سره شریکووم هغه هم د څپې له لارې هیله لرم چې خوښ یې کړئ  تر څو نور شعرونه ولیکم.
په درناوی 

ستاسو زلمی ورور محمد داود ساګر