شعرونه
آزاد شعر
ګمان مې هم نه کاوه چې به زما له زړه او زما له زهنه ستا دا سرکشه زورور یادونه دومره آسانه دومره زر خپلې شیندلې ریښې ټولې کړي او کډه وکړي خو اوس پوهیږمه باور لرمه چې د حالاتو حادثو پر وړاندې بغیر له خدایه نور نو هرڅه کې بدلون راتلی شي شیرین اغا جهانګیر ۳ میزان ۱۳۸۹ ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۰ 12:10am د صفا راډیو اداره، جلال آباد
فی البدیهه مشاعره
یادونه : دصفایاران دخپرونې تربشپړیدووروسته خپلې کاري خونې ته له راګرځیدوسره سم مو د کمپیوټرپه ښیښه په یوه ښکلي انځور چې د یوې کلیوالې انجلۍ وې، سترګې ورښخې شوې ما (ځیرک فهیم) د ((لوستل یې ګران دي څه خوره وره کیسه پرته ده )) نیم بیتي په ویلوله دوستانوهیله وکړه چې راځئ په همدې نیم بیتي في البدیه مشاعره وکړو. دانودشپې کابودوولس بجې دي زه (ځیرک فهیم ، شیرین اغا جهانګیر،ګل رحمن رحماني ) سره په یوه خونه کې یو چې له همدې موراپیل کړه
څېړنیز راپور
د ننګرهار ولایت چارواکي د دوو قومونو ترمنځ د شخړې په مخنیوي کې پاتې راغلي. شیرین اغا جهانګیر ۰۸-۰۸-۲۰۱۰ په ننګرهار کې د دوو قومونو ترمنځ په شخړه کې چې د ۱۳۸۹لمریز کال د غبرګولي/جوزا په ۲۲ مه نېټه رامنځ ته شوه، دواړو قومونو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واوښتل . په دغه شخړه کې چې دننګرهارولایت دروداتو د مزینې اودبهسودو دعرب قوم ترمینځ د دو
ما سره اوس هغه لفظونه نشته
ګرانې! ما ګرم مه ګڼه چې اوس دې نه ستایمه زه بې قصوره یمه ځکه چې ماسره اوس هغه لفظونه نشته چې تا پرې وستایمه
څلوریځه: شیرین اغا جهانګیر
یاد کـې مې هیــڅ نه پاتې کیږي چې دا څه چل شوی د زړه له سترګو مې غورځیږي چې دا څه چل شوی اوس پــه رنـګـونــو کـوم لـوبــې خــو تــا نـه ویـنمـه اوس دې تصـویر رانه شرمیـږي چې داڅه چل شوی
زو یو شاعر یم: شیرین اغا جهانګیر
زه یو شاعر یم زما د خیال په ژبه د خاموشۍ قلفونه مه اچوه د قلم څوکه راته مه ماتوه زما له سوچه زیږیدلی تصویر
درې بیتونه: شیرین اغا جهانګیر
تانه خپه شم تانه لرې لاړ شم قسم په خدای له ځانه لرې لاړ شم زما د نظر له کوڅې مه وځه ته پرېږده چې زه جانانه لرې لاړ شم په څه کړاو زړه کې دې ځای کړمه ځان څومره ترې زه آسانه لرې لاړ شم شیرین اغا جهانګیر د صفا
خوبوړی غافل: شیرین اغا جهانګیر
سپین غر په وینو سور دی شمشاد لمبه لمبه شو کابل ایره ایره وو پیښور سره سکروټه قندهار یتیم شو راته ننګرهار میرات ښکاري کنړ تالا والا شو هلمند پرهر پرهر دی خو خو زه هیڅ پوه نشومه ځکه چې زه د غفلت په خوب ویده یو خوبوړی غافل د زمانې د کشمش دور کې ویده پاتې شوم
خوب: شیرین اغا جهانګیر
بیګا مې خوب ولیده چې د یو لوي او بې پایانه سمندر په غېږ کې زه یم او ته یې د لرګو یوه وړه بېړۍ کې درومو او درومو پسې مخ ته درومو هیڅ پرې پوه نشم چې ترکومه پروې ورسیږو او بیا چې ویده شم بیا مې بوځې یوې بلې خواته د لوړو غرونو سرته چې پرې د سپینو واورو لمن خوره وره وي خو د ایوریسټ څوکه بیا
د دیدن غلا: شیرین اغا جهانګیر
ډېر ځله داسې شوي چې ستا به فکر نه وو ما به دې مخ ته په ځیر ځیر کتلو خو چې ستا به پام شو راته ما به نظر اوتر اوتر په بله واړولو شیرین اغا جهانګیر د صفا راډیو اداره جلال اباد ۱۶-۰۷-۲۰۱۰
محمد رسول الله
نعت شريف په کور کې د الهاد جوړ شوی غم وو هغه ورځ تا ايښی پردې ځمکه خپل قدم وو هغه ورځ سندرو باندې ستړي ول مرغان د باغ او بڼ جوړ کړي هواګانو ترنم وو هغه ورځ مړه شوې وه د فارس ها زر کلنه آتشکده پېدا د هر ابليس سترګو کې
د کرکټ د ملي لوبډلې په ویاړ: شیرین اغا جهانګیر
پرون يې چې شمله د ټول افغان ګټلی دی نن هغه بیا زما د زړه میدان ګټلی دی ښودلې يې د خپلو مټو زور ټولې دنیا ته مغرورې امرېکې ته آیرلینډ او کاناډا ته قسم په پټو سترګو يې بوتان ګټلی دی نن هغه بیا زما د زړه میدان ګټلی دی سکاټلینډ به زړه کې تل وساتي درد ددې حالاتو پټۍ به په زخمونو کښیږدي څوک د اماراتو
ځناورې قافلې : شیرین اغا جهانګیر
ځناورې قافلې لوټ شوي په دې لاره دي اکثرې قافلې خپل سري قافلې او زورورې قافلې سرکشو ته دې چم کې د قدم اجازت نشته سر ښکته ستانه شوي مروروې قافلې زمونږ د توري غږ ورته تر غوږه رسیدلی
غزل: بسم الله پښتونمل - کلات
غز لبسم الله (پښتونمل) – كلات راليږونکی : سراج الدین کلیوال هسي نه خيال دي رانـــــه مات سـي ائينه غوندي دىنيمګړى زمــــا دزړه كسات ســــــي ائينه غوندي دى ګرانــــــي تندي ته دي لږ پيڅكـــه د ټكـــــــري ونيسهنــــــه چــــي ثبوت د ملاقات ســــــي ائينه غوندي دى يابــــه سي ستوري هغه ځاي چي يار قدم پ
څلوریځه: شیرین اغا جهانګیر
د ظلم جبر هر زنځیر ته مې خپل لاس نیولی د وخت څپيړو ته مې سر او تندی پاس نیولی د اور پر کرښه مې دی ایښی هر قدم ځکه چې د تاریخونو فیصلو ته یم حراص نیولی
د زنځیرونو شور: شیرین اغا جهانګیر
د زنځیرونو شور هغه مرید یمه چې پیر مې زړه کې پټ ساتلی د خپل جانان د مخ تصویر مې زړه کې پټ ساتلی د پښو تل مې د ازغنو لارو تږ ته جوړ دی پړی د دار شور د زنځیر مې زړه کې پټ ساتلی وخته دا ژبه به ګونګۍ نکړئ ځان مه ستړوه
په ټیلیفون کې : شیرین اغا جهانګیر
نن چې له کاره ستړی ستون شومه کوټې ته راغلم مخکې لدینه چې د کار جامې بدلې کړمه لکه د تل په شانتې خپل ټېلېفون مې را اوچت کړلو او ومې کتو پوره پنځه میسکاله شمیره مې وکتله کور نه وو زنګ راغلی زړه مې طاقت ونکړو زنګ مې ور ووهلو بس سمدلاسه چې زنګ ورغللو د مور له هلو سره
ړندې آینې: شیرین اغا جهانګیر
ړندې آینې زمانه ټوله ړنده ده، د دنیا سترګې ړندې شوې آینې دي ړندې سوي، که زما سترګې ړندې شوې له رقیب سره ملګری، لاس په لاس اوړي را اوړي زه هم نشت یمه منم خو، د آشنا سترګې ړندې شوې بیا چینار ځوانیمرګ شوی، بیا ګودر په وینو سور دی
آزاد نظم: شیرین اغا جهانګیر
ما د ګلونو د رنګو عبادت شروع کړه د آینو سجدې ته پرېوتمه د ډیوو پل مې ونیو شومه ملګری د نغمو د کاروان لاړم د وريځو سره لکه د څاڅکو د باران پرېوتم د یوې وچې دښتې پر لمبه شوي لمن زه د یو نور په تلاش د سرو لمبو غېږې ته پرېوتمه زه هم لمبه لمبه شوم ولې خپل هر درد ته مسکی مسکی وم
پسرلی : شیرین اغا جهانګیر
پسرلی پسرلي خو ما لیدلي پسرلی خو داسې نه وي دا نو څنګه پسرلی دی چې لمبې لري په غيږ کې پسرلی چې کله راشي بلبلان په نغمو سر شي خو دا چم څه عجیبه دی دلته ډار زړونو کې خپور شي ګونګوسي د جنګ شروع شي هوا ورځ تر بلې تود شي د مارانو سره یو ځای انسانان له سوړو وځ
څلوریځه: شیرین اغا جهانګیر
څلوریځه وعده وکړه چې ته به مې هم ساتې په زړګي کې لــــــــرمــــه درته ډېـــرې نـنـواتې په زړګي کې لمبه مې کړه ایرې مې کړه قســمته خو لږ تم شه د چــا د دیــدن هـیــلې دي راپــاتې په زړګي کې
غزل: شیرین اغا جهانګیر
اخر به لېونی شمه جانانه که را نه شې پردی به شم له ژونده او له ځانه که را نه شې وعده دې د خزان وه د سپرلې بهانه دې وکړه یقین مې شي چې شولې بې ایمانه که رانه شې سبیله مجبوري ده ګني چېرته مې هېرېږې زه هم درتللی نشم په آسانه که ران
څلوریځه
څلوریځه لاړې د وختونو قافلې زه ترېنه پاتې شوم جوړې شولې ډېرې سلسلې زه ترېنه پاتې شوم ما د ژوند پر لاره د خپل سیوري پل نیولی وو وکړې دنیاوالو فیصلې زه ترېنه پاتې شوم
غزل
وخته لږ تم شه دادی زه هم بارومه ځمه له دغه دور سره هرڅه ختمومه ځمه سپوږمې له ځانه سره اخلمه چې لار ووینم د تیارو غېږ کې ډیوې ډېرې بلومه ځمه سپرلیه ته که مې ملګری شئ احسا
غزل : ستوری
ځکه له تیارو نه مو ډار تللی دی ستوری مو د لمر پر مدار تللی دی وخته اوس مې وار دی تماشه کوه توره مې له تیکې په وار تللی دی خود به طوفانونه ځان سره راوړي