شعرونه
غزل _ احمد بختيار ساحل
بيا زما په مخ په جنګ ولاړه دهخدايه د رقيب ترڅنګ ولاړه دهزوى د خوشال خان يم احساسات لرملور راته د کوم اورنګ ولاړه دهدې حالاتو دومره مجبور کړى يمغواړي اوس له ما قلنګ ولاړه دهزه هم د چنار په شانې دنګ يمهدا چې د ګلاب په رنګ ولاړه دهلاهم په ساحل اعتبار نه لريلا هم د ساحل په ننګ ولاړه ده
غزل _ حميده پکتيانۍ
غزلته مې ويشتې پرې اوس باڼه نه لرمد سترګو جنګ ته اوس هېڅه نه لرمزه له خپل فن سره خوشاله يمهپه دې خو نه ده چې واده نه لرمشکر په زړه کې درته سپينه يمهشکر په سر کې سپين وېښته نه لرمراته بې زړه وايه بې زړه ښه يمهزړه خو مې تاسره دى زړه نه لرمکوچنى رېباره نن همداسې ورشهخير دى په جېب کې نن خواږه نه لرمله ايمان وروسته خداى نه تا غواړمهبله دعا اوس په لمانځه نه لرمسپين سترګې نه يم د ژړا اثر دىګوډى مې جېب کې دى رانجه ن
غزل \ احمد بختيار ساحل
زما ملګرو په هر ځاى کې زما خيال ساتلىهغوى ايره ورڅخه وړې ماته ى لال ساتلىخدايه پخپله ښه پوهېږې زه به څه ووايميوې جينۍ راته پينځه کاله دسمال ساتلىرقيب زمونږ زړونو کې کرکې ټوکولي نه ديزموږ ترمنځه يې ايله دا يو ديوال ساتلىته دې د سترګو اړولو خير دى هڅه وکهمامې دا خپل لېونى زړه څه په جنجال ساتلىغير له يارانو ساحل بله شتمني نه لريدې غريبۍ کې چې تر اوسه ذوالجلال ساتلى
غزل \ احمد بختيار ساحل
څوک چې په مينه پوى شي څوک چې په سرور پوى شيهغه به څه بيا د حالاتو په دستور پوى شيچې چاته زړه ورکوۍ ټول به ورته نه ورکوئنوى مين خو دې په دې ټکي ضرور پوى شيهغه به څه د زندګۍ له فلسفې خبر شيچا چې د جنګ لمن نيولې او په چور پوى شيزړه به يې درد وکړي ، ته څه وايې په ما ملګريه ؟که يار زما د زړه په درد او په ناسور پوى شيچې يار يې نه پرېږدي له کوره بل څوک نه پېژنيساحل به څه د دوى په دود او په کلتور پوى شي
غزل \ احمد بختيار ساحل
ما بېګاه خوب کې ليدلى دى دلبر مړځکه اړومه هرچاته نظر مړرازده کړي ، دي د ژوند کولو لارېزه چې يمه له کوم ښکلي نه اکثر مړکه په يار يې سر غوڅيږي نومړ نه دىداسې نه چې شپې ويده وي ، وي سحر مړچې دښمن ته يې په کور کې پناه ورکړهنو آخر شو له پاچا نه خپل لښکر مړچې يې مور بيا په ليدلو پسې مري ، نونه ، نه هېڅکه دي نه شي څوک بهر مړچې څپه يې تر ساحله را رسيږينو په لاره شي څو ځله سمندر مړ
غزل \ احمد بختيار ساحل
څوک چې په مينه کې اسمان ته رسي ګټې کويهغوى ياري د زورورې او د چټې کويما د هر ښکلي په غمونو پسې زړه خوړلىځکه هر ښکلى راته سپکې کوي رټې کويپه ما ورېږي خو په زړه مې باران نه وريږيکه زه لمبه کوم خو زړه مې بيا سکروټې کويهغوى ته وايئ چې مونږ اوس د جنګ له زوره نه يوڅوک چې په مونږ پسې دنيا ګوري او لټې کويدوخت همزولي يې اسمان ته ځي کورونه کويساحل تر اوسه لا په کور کلي کې خټې کوي
غزل \ احمد بختيار ساحل
لا ماشومه يې د زړه ساتل دې نه زدهپه پړوني کې وېښته ساتل دې نه زدهد جذباتو له دايرې وتلې نه يېد يوچا د ګرېوانه ساتل دې نه زدهد ښاريانو عادتونه در کې نه شتهبده نه يې لېکن ښه ساتل دې نه زدهدنداسه په خوله ، نکريزې په لاسونوتورې سترګې او رانجه ساتل دې نه زدهدمشرانو لاسنيوى کوه ساحله !لا د کلي او کاله ساتل دې نه زده٢ _ ٢ _ ٢٠١١سراج العمارت بڼ
غزل \ استا شېرحسن کمالزى
ديدن په مونږ دلبره مه کموهخداى دې زمونږ له سره مه کموههغه کيسه راته اوس ټوله وکړهکوه پوره خبره مه کموهخپل په درنو کاڼو درانه وتلهحمزه ، خاطر خيبره مه کموهپرېږده چې زه او جانان خوله په خوله يوتياره دشپې سحره مه کموهنېغ يې د سترګو باڼه بيا پورته کړهڅړيکې د زړه پرهره مه کموهاره دې ماته شه نښتر مه رېبهښايست له خپل سپين غره مه کموهښکاري راځه د کمالزي ومنهله سېل نه دا کوتره مه کموه
غزل \ احمد بختيار ساحل
څوک راته سترګې څوک زړګى ګوريپه کې ښکلا ګوري سپرلى ګوريوايي د ظلم نښې ښکاري په کېحالات مې مخ ګوري تندى ګوريدا زړه مې اور کوي سکروټې شينديد چا په کور کې چې لوګى ګورياوس يې د يار کلي ته کور راوړىرقيب موقع ګوري او ځاى ګوريساحل په هغه سړي ملا هم تړيڅوک چې په سترګو کې ازغى ګوري٢ _ ١ _ ٢٠١١کليد راډيو
غزل \ احمد بختيار ساحل
له خپلې مور نه چې په لپو کې اوبه وغواړيله هغې ښکلې نه به څنګه سړى زړه وغواړيپه دې نړۍ کې به د کرکې لمن نه خورېږيکه د زرې هومره سړى هم د چا ښه وغواړيکه خپله خاروه غواړي ژوند غواړي او مينه غواړينو نړيوال دې بيا پښتو او پښتانه وغواړيچې يوه تشه خوله موسکا درته څوک نه شي کواىپه دې حالاتو کې به څنګه سړى خوله وغواړيچې يو زړګى دې ورته ور نه کړ ناځوانه اشنا!له دې نه پس به خوار ساحل له تانه څه وغواړي٣١ _ ١ _ ٢٠١١
غزل \ احمد بختيار ساحل
چې نه سجده وکړي نه درد وکړي نه مينه وکړيهغه زړګى به څنګه سوى او څنګه وينه وکړيهغې خبرې ته به څنګه لېونى نه شمهڅوک چې خبره د زړګي له تاترينه وکړيهغه انسان چې د ژوندون په کوڅه نه پرېږدي څوکد ژوند خبره به بيا څه درته رنګينه وکړيله دغې ښکلې سره څه وکړمه نه پوهېږم !يوه خبره لکه اور بله واورينه وکړيساحل به هېڅکه د ژوند لاره غلطه نه کړيخو چې ياران ورته يوه خبره سپينه وکړي
غزل \ احمد بختيار ساحل
څه پښتنه ده چې په نه خبره وشرمېده چې ورته ومې کړه د زړه خبره وشرمېده له دې جلۍ نه به بيا څنګه لوپټه بېرته کړې هغه جلۍ چې ستا په ښه خبره وشرمېده ما ورته ټوله شپه بلا بلا خبرې وکړې چې و رته پاتې شوه يوه خبره وشرمېدهد خپلې مينې اظهار هم راته کولى نه شي چې ورته ومې وېل کوه خبره وشرمېده ساحله ! ته به دا بلا خبرې چاته وکړې ! هغه چې دومره په وړه خبره وشرمېده ٨ _
غزل \ احمد بختيار ساحل
چې ملګري څومر کم وي هومره غم وياو چې هر يو په زړه سم وي هومره غم ويداسې مه وايه چې څو کلي به وران کړي څومره وزن چې د بم وي هومره غم وي دا يواځې اوښکې نه دي چې بهيږي ستا په سترګو کې چې نم وي هومره غم وي چې وطن درنه پردي وهي ملګريه ! چې ښايست دې زړه کې هم وي هومره غم وي چې دلبر درسره ناست نه وي ساحله ! که ګلونه د شړشم وي هومره غم وي٢٠١١ _ ١ _ ٢٦ کليد راډيو
غزل ـ احمد بختیار ساحل
ارواښاد احمد ظمير عملدوست ته ! چې له مانه مرور و لېونى و چې په ما باندې مين و نو سړى و ظمير ښه و ظمير ښکلى و زلمى د هېچا له خياله نه وته غمى و غمپرسته يارانه يې نه کوله آيينې غوندې سپېڅلى و سپرلى و له ژوندون سره يې کلکه يارانه وه خو له مرګ سره هم غاړې و مسکى و مرګ ساحله ! د ژوندون آخري ټس دى دا هم بس دى چې
غزل \ احمد بختيا ساحل
کوم چا لکه چې ويلې وه سندره په دې لاره چې ښکلې شوه رنګينه شوه خبره په دې لاره دا هرڅه چې زېږه زېږه پښتون غوندې ښکاريږي ويشتلې وه يو چا کومه نادره په دې لاره اسمان ته يې خوله پورته وه خېرې به يې کولې روانه وه بېګاه يوه ببره په دې لاره پوهېږمه چې دلته به دې خاورې شي هډوکي زړه چاودي درنه ډېر پاتي کافره ! په دې لاره ساحله ! ته له زړه نه په کې تې
غزل \ احمد بختيار ساحل
کوم چا لکه چې ويلې وه سندره په دې لاره چې ښکلې شوه رنګينه شوه خبره په دې لاره دا هرڅه چې زېږه زېږه پښتون غوندې ښکاريږي ويشتلې وه يو چا کومه نادره په دې لاره اسمان ته يې خوله پورته وه خېرې به يې کولې روانه وه بېګاه يوه ببره په دې لاره پوهېږمه چې دلته به دې خاورې شي هډوکي زړه چاودي درنه ډېر پاتي کافره ! په دې لاره ساحله ! ته له زړه نه په کې تېر شه زه تېرېږم که ، نه ، له ما پرېوتې ملغلره په دې لاره ١٧ _ ١ _ ٢٠١٠ کليد راډيو ننګرهار
غزل \ احمد بختيار ساحل
کوم چا لکه چې ويلې وه سندره په دې لاره چې ښکلې شوه رنګينه شوه خبره په دې لاره دا هرڅه چې زېږه زېږه پښتون غوندې ښکاريږي ويشتلې وه يو چا کومه نادره په دې لاره اسمان ته يې خوله پورته وه خېرې به يې کولې روانه وه بېګاه يوه ببره په دې لاره پوهېږمه چې دلته به دې خاورې شي هډوکي زړه چاودي درنه ډېر پاتي کافره ! په دې لاره ساحله ! ته له زړه نه په کې تېر شه زه تېرېږم که ، نه ، له ما پرېوتې ملغلره په دې لاره ١٧ _ ١ _ ٢٠١٠ کليد راډيو ننګرهار
غزل \ احمد بختيار ساحل
کوم چا لکه چې ويلې وه سندره په دې لاره چې ښکلې شوه رنګينه شوه خبره په دې لاره دا هرڅه چې زېږه زېږه پښتون غوندې ښکاريږي ويشتلې وه يو چا کومه نادره په دې لاره اسمان ته يې خوله پورته وه خېرې به يې کولې روانه وه بېګاه يوه ببره په دې لاره پوهېږمه چې دلته به دې خاورې شي هډوکي زړه چاودي درنه ډېر پاتي کافره ! په دې لاره ساحله ! ته له زړه نه په کې تېر شه زه تېرېږم که ، نه ، له ما پرېوتې ملغلره په دې لاره ١٧ _ ١ _ ٢٠١٠ کليد راډيو ننګرهار
غزل \ احمدبختيار ساحل
پوهېږمه چې ماته دي غوصه زما ملګري خاونده ! چې له ما ، نه کړې خپه زما ملګري منم چې بې وسي مې انتها ته رسېدلې چې نه خلاصوي ماته دروازه زما ملګري يو وخت به يې د پيغلې په څېر مينه راکوله اوس نه ساتي په هېڅ ځاى کې پرده زما ملګري دخپلې معشوقې مې دومره خيال ساتلى نه دى چې څومره و په زړه کې راسره زما ملګري ساحله ! زه ددې خبرې غم کومه ژاړ
غزل \ احمد بختيار ساحل
د چا د زړه د وينو رنګ سترګو کې مه ګرځوه ښکليه ! مينه وکه جنګ سترګو کې مه ګرځوه حالات خمار دي او د کلي ځوانان تږي تږي دلبره ! مه کوه دا بنګ سترګو کې مه ګرځوه دلته يواځې ورور وژل د ننګ خبره ښکاري د ازادۍ لپاره ننګ سترګو کې مه ګرځوه د پښتنو په علاقه کې دا خبرې شته دى چې خوشال نه منې اورنګ سترګو کې مه ګرځوه ساحله ! کلى دى په کلي کې دودونه سخت دي
زما نوى غزل\ احمد بختيار ساحل
سکروټې درنه ، نه غواړم ايره دې ماته را که جانانه ! د وجود يوه زره دې ماته راکه د سرو زرو د بيې اندامونه دې دا ستا وي چې ستا له خياله وتې وي هغه دې ماته راکه د ټولې زندګۍ سړې خبرې توده ومه غرور دې ماته وبخښه غوصه دې ماته راکه چې ټوله دنيا ستا يوې خبرې ته لوګى کړم ته هېڅ مه کوه ياره !اجازه دې ماته راکه که مخ دې راته نه
نوى غزل \ احمد بختيار ساحل
دا ښکلى داسې دى لکه سپرلى لکه ګلاب خو ، ماته فقط دومره شي مسکى لکه ګلاب قامت کې دې دلبره د قيامت علامې ښکاري اخر به درته مړاوى شي سړى لکه ګلاب چې مور مې دي د څه لپاره دا راته ويلي را وغوړوه هرچاته تندى لکه ګلاب چې نه يمه پاڼجنې وي چې راشمه غوړيږي د مخ په دايره کې دې يوځاى لکه ګلاب ساحله ! ته څه وايې چې دا ښکلي به څوک ښايي ؟ چې تل وايي په کلي کې يو دى لکه ګلاب
غزل \ احمد بختيارساحل
دا ولې ته بې نوره بې نمکه راته ښکارې ؟ باور وکه تربوره ! بې نمکه راته ښکارې جانانه ! چې له کومې ورځې نه راته راګورې بې مينې ، بې شعوره بې نمکه راته ښکارې که ټوله دنيا فتحه کړې بې ځايه اراده ده چې مور شوه په تابوره بې نمکه راته ښکارې که غم دى که خپګان دى خو رقيب خانداني دى په ما مه کوه توره بې نمکه راته ښکارې اشنا ويل ساحله ! خرابات کې لکه ګل يې خو اوس چې شوې مجبوره بې نمکه راته ښکارې
نوى غزل : احمد بختيار ساحل
مونږ که سندره کړې مونږه که ټپه کړې ده مونږ په کې خامخا د خپل ژوندون کيسه کړې ده مونږ چې ښکلا ليدلې مونږه خاموشي کړې ده مونږه د هر سړي په هر ځاى کې پرده کړې ده مونږه چې کوم ځاى کې د سرو ګلونو کر کړى دى په هغه ځاى کې بيا پردو ښکلو دمه کړې ده زما د غټو غټو اوښکو دې پروا ونه کړه ما ژوند بايللى تا چې کله اشاره کړې ده ساحل د هر ښکلي مزاج ته رياضت کړى دى ساحل ته هر ښکلي قسم کړى بانه کړې ده
غزل \ احمد بختيار ساحل
مونږ پسې زړه نه کېده مونږ پسې به زړونه کېدل په عنبرينو تورو زلفو مو خوبونه کېدل په ښار کې هېڅ نه کېږي ښارکې ارمانونه نه شته کلي کې مينه کېده کلي کې جنګونه کېدل اوس يې د ښکلو په ليدلو هېڅ پروا نه راځي پخوا به زړونو کې لمبې کېدې اورونه کېدل ملګرو! زه خو يې په سور باندې هېڅ پوى نه شومه په پېښور کې هم بمونه هم ګلونه کېدل ساحله ! نه و دهغې په زړه