ستا د تصوير په ليدو  **   

ګران افغانستا ته

زما په خيال خپسه کينا ستله
زما  د ذهن دروازې بندې شوې
زما احساس د خپله برمه پرېوت
زما دفکر انګازې بندې شوې
چې مې دستا دژوند منظر وليدو
لکه ماښام مې په سحر وليدو


 

نه شوم د ځان په کيفيت باندې پوئ
چې دکوم مرګ کوم اضطراب نه تېر شوم
قسم په خداىۚ  منافقت نه کوم
د ژوندون دومره لوۍ عذاب نه تير شوم
وينې را غونډې شوې زما سترګو کې
أوښکې مې وليدې چې ستا سترګو کې

دستا دسوي سوي مخ نه لوګۍ
داسې بارودو کې لمبه کړلې چا
ستا د ژوندون خوشحالۍ چا لوټ کړلې
دا په غمونو غرغره کړلې چا

ستا د زخمي زخمي وجوده قربان
 ستا د ستي ستي وجوده قربان

ستا په سينه چې کربلا وي جوړه
تانه پردو چې وي اختيار تروړلى
څه به خندا کړم داسې حال کې وايه
زۀ يو شاعر يم ستا په وير لړلى
په تا سپرلي سپرلي موسم غواړمه
لرې له تانه هر يو غم غواړمه

نن که بې  روحه اشنا ستا تصوير دى
سبا له زۀ به په کې سا اچوم
ستا په تياره تياره وجود کې به بيا
د امن ښکلې شان رڼا اچوم

بيا تۀ د وخت ژرنده کې دل به نه يې
څنګه چې نن يې داسې تل به نه يې