غزل

ته ازغي څه کوې خوشبو دې ورکوه ګلابه
داخو ژوندون دی په خندا یې تیروه  ګلابه
چې په کتاب کې ستا دلاس وچ شوی ګل وګورم
ګل مې هیرشي اوته مې زړه کې شې تازه ګلابه
هغه موسم سره بدلیږي نه هم هغسې ده
تشبیه اوس څنګه کړمه تاسره هغه ګلابه
دیاد رڼادې له لمرونو نه بیزاره کړمه
را دې کړه لاس کې راته دارنګه ډیوه ګلابه
تاخو په څوکو دازغیو تیرې کړي شېبې
ولې شې مړاوی، راته وایه، په غرمه ګلابه

طایرځلاند