لنډه کيسه
پيژندګلو     خاورچودھری

ژباړن ـــــ طاير ځلاند

دهغې په دماغو کې څړيکې وې ،لکه دهغې دسر هډوکي او رګونه دريل ګاډي پاټلۍ وي او ريل ګاډى پرې خپله لاره وهي ،دهغه خيالات خواره واره و،دوه درې ځله هغه غوښتل چې خپله توجو بدله کړي خودهغه په بې قرارۍ کې هيڅ کمى رانغى،ددفتر دتورو شيشو بل خوا هغه کتل په سوچ کې ډوب شو، اودکلونو دمودې وهلوسره هغه ته دراتلونکي وخت يو سپين ګيرى په نظر راغى ،دپيپل په خورو ورو ښاخونو دځان پټولو هڅه کوي،يو ماشوم له ډيره وخته دپيپل دښاخونو دنيولو هڅه کوي خو هغه هرځل په خپله هڅه کې پاتې راځي،په ظاهره خو دهغه په سترګو کې دماشوم دټوپونو تصوير و،خو دهغه په ذهن کې يوه عجيبه شان جنګ شروع و،بيلابيلو فکرونو دهغه په انديښنو کې نوره هم اضافه کوله ،زرګونه انځورونه دهغې په تصور کې جوړيدل،دهغې په ذهن کې ناڅاپي يو تصيوير پيدا شو ،کافکاــــ؟ نه نه کانټ يا بيا ډيکارټ ـــ هوـــ نه نه ـ ژان پال ساترـ نه نه کيدى شي سګمنډ فرايډـ او ياهم رولان بارته ـ  خوشال خان ـ ټيګورـ اقبال ـ جالب . محمود درويش،فراز.نه پوهيږم دا به دچا انځور وي؟ هغه يوځل بيا خپل ټول خيالات راټول کړل، او دهغه انځور په اړه يې فکر شروع کړه چې دده دذهن ور يې ټکولى و،داځل هم ددې انځور سمه څيره روښانه نه شوه ،هغې غوښتل چې دسر په سترګو داانځور وګوري ،هغه غوښتل چې تصوير ژوندى شي او دهغې مخ ته ودريږي، او دخپلې تيرې زمانې په اړه هغه سره خبرې وکړي،[ زه انتقام اخيستونکى يم او که مزاحمت کونکى ]

هغې په سوچ کې و او دنه غوښتلو سره سره يې  دکمپيوټر کيوبورډ دخپلې مخې نه لرې کړه او په نورو دفتري کارونو کې بوخت شو،په دفتري کارونو کې يې زړه هم نه لږيده ځکه چې هغه وظيفه له زړه نه کوله بلکې ديوې مړۍ روزي پيدا کولو دپاره يې کوله ،

دماښام پينځه بجې دمعمول سره سم چې کله هغه دخپل دفتر ته بهر شو نو دګرديزي صيب ددفتر وطاق خلاص و،دوه تنه ځوانان چې ښه منډلي وجودونه يې درلودل دميز مخې ته په چوکيو داسې ناست و چې ته به وايې کله يې پاڅيدو ته زړه نه دى ،دجټ صيب سخصي سيکرتر په کار بوخت وـ بګهيو صيب له خپل دفتره وتلى و،او دهغې ډريور لاسي بيګ په بغل کې نيولى و په تيزو تيزو قدمونو له دفتره وته ،په يو قطار کې ددفتر جوړ شوي وطاقونو ددروازو پرسر دنومونو تختې رازوړندې وې،

چودهري مرتضى احسن، راجانوروز سلطان ،سيد احتشام الدين ،سردار سميع الله خان ، ملک رياض الحسن ، سلطان جهانزيب قاضي.، راحيل جونيجو، نسيم . اختر چانډيو ،فيصل بګټي قدرت الله مګسي ، عظمت خان جمالي او په خپله دده دفتر ددروازې په سر هم ددې نوم ــ حبيب احمد حبيب ليکلى و،

دانومونه ده هره ورځ ليدل او هره ورځ به دد خلق له نفرته تريخ شو،دقابايلو په نوم دراتلونکو خلکو سره ددنفرت دومره زيات و چې دهغې له خولې به خپل په خپله کنځلې وتلې ،

کله به چې په دفتر کې کوم کس هغه ته دخپلې پيژندګلو په لړ کې دقابيايلي نوم ياد کړه نو هغه په له خوشه بهر شو ـــ دوه ورځې مخکې هم يو کس ورته  دکوم جاګيرداروزير دخپلولۍ حواله ورکړه ،سمدستي يې کاغذونه ورګوزار کړل او ورته يې ويل چې زه په هم هغه يې وکړه ــ

احمد حبيب دسحري ورزش دپاره له کوره لرې يوه سيمه غوره کړې وه ،سحر وختي چې به وچت شو نو موټر به يې راويسته او هم هغه ځاى ته به روان شو،هلته په تنګو تنګو جوړو شوو سرکونو په مزه مزه منډې وهلې، دسرک په غاړه دانسان دقد هومره ونې په خلاصيدو سره به  په يوه څنډه کې جوړ شوي هديرې پورې هم ته،

دا ددې سميې ډيره لويه او پوخوانۍ هديره وه مالومه نه وه چې څومره کلونه مخکې به دلته جوړه شوي وي،دسحر له ورزش روسته به هغه ځان ارام احساسوه او هم داسې به يې دوظيفې پيل وشو،ددفتر يې هم هغه زاړه حالات وو، کوم چې ددې ډير بد راتله ،يوه ورځ خو يې مرستيال تر دې پورې ورته هم وويل [صيبه تقاوت ولې نه اخلې؟]

هغه پوهيده چې مرستيال يې ولې دا خبره کوي ـــ بيا هم هغه ځان غلى کړاو په کاغذونو کې يې ځان په کار بوخت کړه، کله چې هغه کور ته ورسيده بيا هم دهغه په ذهن کې جوړه شوې خاکه بشپړه نه وه ،يو نامالوم انځور به دهغه په ذهن کې جوړ شو او بيا به سمدستي وران شو،له دې انديښنو هغه له سحره ستړى شوى وو،

اخر ولې دداسې لويو لويوخلکو نومونه زما په ذهن کې راځي ؟ ايا هغوي مزاحمت کونکي و او که نه بدل اخيستونکي؟دهغوپه لاسونو کې خو وسله هم نه وه ــــــــــ بيا نو هغوي په څه دظالمانو پروړاندې مزاحمت کو؟ داڅنګه مزاحمت وچې دتورې او ټوپک پر ځاى پر لفظونو او احساس جنګيږي؟ نو ايا زه هم دهغوي له ډلې څخه يم؟ هغه چې دجنګ ميدان يې دلفظونو پروسيله ګټل غوښتل؟ايا په دې جنګ کې به زه هم له ماتې سره مخ کيږم،په هوا او سمندرونو دباچايۍ کولو پروړاندې زه څه هم نه شم کولى؟ ايا هغوي ټولې ماتې خوړلې وه ؟نو بيا زه هغوي ولې يادوم، دداسې خلکو خو هيرول غوره دي؟خو دهغې له سينې نه يو دروند اواز د هغه دفکر دالړۍ پرېکړه ، نه نه  هغه هر يو دخپل خپل وخت لوۍ لوۍ خلک وو ــ خلکو ته سمه لاره ښودونکي او دخلکو له پاره غمونه او دردونه ګاللو والا کله هم ماتې نه شي خوړلى ، ته هسې دوکه کيږې،دهغې په دماغو کې اوس هم څړيکې کيدلې  هغه اوس له مخکې نه نور هم بې قراره شوى و،

سبا سحر چې کله خپل دفتر ته ورسيد نو ورځپاڼه يې په مخ کې خوره کړله په ورځپاڼه کې يو خبريې هم ځان ته پاملرنه وانه ړوله [چينايې خلا ته تلونکو، په خلا کې قدم کيښود ] دويم عټ سرليک و دامريکي طايرو پوليزه سرغړونه ،په جمات حمله ، ډير بې ګناه خلک مړه او ژوبل،

ددې سره په خوا کې يو بل خبر هم و ، په عالماني کلي کې دمقيم په نوم يوپلار خپل نوى پيدا شوى ځوۍ په سلو روپيو خرڅ  کړ،

ددې سره نور خبرونه هم وو، دلږې شيبې روسته وجداني صيب ددې وطاق ته ددراتلو سره سم وويل،نن خو په ورځپاڼه کې يو ډير نااشنا خبرخپور شوى و،يوه ډله دقبرونو شناختې ورانوي ،

ولې، په څه خبره ؟

خبر نه يم چې ولې؟

کفن خو ترې نه اوباسي ؟

نه ، فقط دشناختو ليکايې ورانوي ،

دشناختو په غلا ته ولې په تشويش کې يې ؟

ددې سره پيژندګلو او تاريخ نړيږي،

ولې په جماتونو او مدرسو او همداراز په قران کريم بمبار کولو سره تاريخ او پيژندګلو نه ورانوي
ته خو لاړې سياست لره ،

سياست ؟ نه ماخو دتاريخ او پيژندګلو خبره وکړله،

خو دترهګرو ختمونه هم ضروري ده ،

يو لورې ته دمړو دشناختو په رنګولو خو پريشانه يې ، او بل لورې ته ژوندي خلک وژل غوښتل غواړې”

ښه داخبرې پرېده يوه بله خبره ، نن دوزير صيب سره ماښامى دى زه اوس ځم ماښام به هلته سره روغبړ وکړو،
احمد حبيب په غاړه کې نېکټايې سسته کړله او بيا يې زر زر سا واخيستله ، حساسيت اوس دهغه دژوند يو لازمي جز ګرځيدلى و،

دهغه دسات تيرۍ دپاره په دې دنيا کې هيڅ شى موجود نه و، يوه خبره هم ددې دپاره په زړه پورې نه وه

چرته چې په جماتونو کې په ژونديو خلکو بمبارکيږي،چرته چې دکوچنيانو سره ټولنيزې زياتى کيږي ،غريبان په ځان وژنې اړ کيږي ، هلته په هديرې فکر مند کيدل ــــــــ؟

هغه سر ته ټکان ورکړاو بيا ځان په کار کې بوخت کړ، نن هم دهغه مرستيال هغه ته څه ويئل غوښتل ، خو دا چې هغه ترې پام اړولې و نو ځان ته يې اسانتيا برابره کړې وه ،

وخت دسمندر په څير په مخ روان و او هغه په خپل ژوند کې لکه دبندي ،

څو ورځې روسته احمد حبيب په هغې زړه هديره کې هم هغه څه وليدل دکوم چې ورته وجداني صيب يادونه کړې وه،

يو سړي سهار وختي په تياره کې دقبرونو دشناختو په ورانولو بوخت و،هغه ورته غلى شو ، ورانکاري اول له يو قبر نه شناخته ګوذاره کړله ،او هغه يې په مزکه يې وغورځوله او بيا يې ټوټې کړله ، همداسې ، دويم ، او بيا يې ددرېم قبر سره هم همداسې رويه وکړله ،

احمد حبيب داټول منظر په خپلو سترګو دونو دڅانګو په خالي ګاه کې وليد، خو اوس يې نوره حوصله نه وه پاتې ، په منډه هغې ځان تر ورانکاري ورسو،ورانکاري خپل مخ په نقاب سره پټ کړى وپه يو لاس کې يې پلک و او په بل لاس کې بيل و ، که څه هم احمد حبيب ته په زړه کې ويره وه چې هسې نه ورانکارى ورته څه نقصان ورسو، خو بياهم هغه خپله خوصله او همت له لاسه ورنه کړه او په درنو قدمونو دهغې قبر په لور روان شو کوم يې چې اوس ورانوه،

هغه په خپل کار کې ښه بوخت و او په تادۍ تادۍ سره يې دقبرشناخته رنګوله، احمد حبيب پرې يو ناڅاپه حمله وکړه او دهغې له مخه يې نقاب لرې کړ،ددې سره سم داحمد حبيب خوله وازه پاتې شوه او له که بت په خپل ځاى ودريده اوپه ډيرمشکل سره يې له خولې ووتل،

وجداني  صیب   تتت تاسې ؟