پښتو غزل په سرو تال کې

ليکوال  طايرځلاند

دمحفل ښايست په څه دى ؟  په نغمه يا په شراب ،       له شرابو مۍ توبه ده ،  زه مهي يم نغمه اب ،

موسيقي دانساني سرشت او انسان روح دتسکين يوه فطري ذريعه ده په قدرتي توګه په ابشارونوکې د اوبو په شور کې خپله موسيقي ده . ددنسيم په نرمه او پسته هوا چې له پاڼو سره کله غاړه کيږي نو په هغې کې هم يو قسم خوشالۍ بښونکي اهنګ محسوسيږي په طوفاني سيليو کې يورنګ ويرونکي موسيقي دهوا په ګوتو غږيږي دمختلفو مرغانو په اوازونو کې هم فطري موسيقيت پروت وي چې په اوريدلو يې انسان خو ند او خوشالي لاس ته راوړي . اوريدونکي په روحاني توګه اغېزمن کوي

دکايناتو ستر څښتن تعلي په خپله په انسانانو کې  داسۍ کسان پيداکړي دي چې هغوي په اواز کې دومره خوږوالى وي چې څوک يې په اوريدلو نه مړيږي دهغه صورت که هرڅنګه وي خو خلک دهغه داواز ليواله وي . حتي ځينې وخت دغه ليوالتيا دعشق ترحده ورسيږي

دحضرت داود [ع] داواز انګازه خو به چې په هوا کې خوره شوه نو مرغان ، ونو بوټو ،  غرونو رغونو او کاڼو به هم ورسره لاهوتي سندرې شوروع کړې او هرڅه به ورسره په وجد کې راغله چې داټول دهغه داواز خواږه او موسيقيت هم و او دهغه پيغمبرانه معجزه هم

په همدې اساس وئيلى شو چې دموسيقۍ له اغيزې نه انکار ناشونى دى هغه که په فطري مناظرو کې وي او که دموسيقۍ په الاتو کې

دشاعرۍ او موسيقۍ ترمنيځ په خپلو کې زيات نزديکت دي موسيقي هم خپل بحرونه او اوزان لري او شاعري هم موسيقي هم داهنګي موزينيت نه هنري جوړښت مومي او شاعري هم دلفظونو دموزون تړون او اهنګ نه فني جوړښت مومي. غناييت او لفظي ترنم دشاعرۍ دپاره لازم او اړين ګڼلى شي او موسيقي هم له همدې څخه خپله ابتداکوي ، له همدې کبله شاعري او موسيقي ديوبل دپاره ښايست اوسينګار ګڼل کيږي که څه هم ځينې پوهان شاعرى ته په موسيقى هنر اوليت ورکوي لکه اميرخسرو چې وايې

نظم را همچول عروس دانو نغمه زيورش

نيست غيبې ګرعروس خوب بۍ زور بود

دموسيقۍ او شاعرۍ په اړه ددغه مقداماتي جملو نه که مخکې لاړ شو نو په ډاډه زړه سره ويلى شو چې موسيقۍ په شاعرۍ ژوندۍ ده او دشاعرۍ ډيره برخه له همدې لارې دخلکو تر غوږونو رسيدلى او هغوي ورته دزړه په کورکې ځاى ورکړى دى

په پښتني ټولنه کې چې نورې رسنيزې لارې چارې ډيرې کمې وې نو دهمدې موسيقۍ له لارې خلکو ته دخپلو شاعرانو افکار رسيدلي دي او دکاغذ پر ځاي دخلکو دزړونو په کتابونو کې ليکل شوي دي ټپې. سندرې . او چاربيتې لره هم اولسي درجه هم دهمدې موسيقي له امله حاصله شوې ده او چې دټپې او سندرې نه خبره راتيره شي نو بل نوم دغزل زمونږ مخ ته راځي چې زمونږ خلک ورسره زياته بلدتيا لري او داوريدلو سره يې مينه لري

دغزل دمقبولتياراز په دې کې هم دى چې هر شعر يې ځان ته خپل مفهوم او مانا لري چې دهرچا دذوق سامان په کې شته دى نو ځکه دموسيقۍ په بنډارونوکې غزل ته ډيره پاملرنه کيږي پخوا به هم دغزل بنډارونو ته له لرې لرې خلک راټوليدل او غز ل به يې له محلي هنرمندانو نه اوريده او دخپل ذوق تسکين به يې دغزل په اوريدلو سره کو

خو په دې پوښتنه يوزغلنده نظر پکار دى چې محلي موسيقۍ غزل ته زيان اړولى او که ګټه .مونږ چې دپښتو غزل په بېلابيلو پړاونو نظر اچو نو په پښتو غزل کله د پرمختګ دور راغلى او کله هم دزوال .خو زما دتجزيۍ ترمخه دغزل په زوال کې دنورو ډيرو لاملونو ترڅنګ يو هم همدا دمحلي موسيقۍ زيات شهرت و . او ددې وجه داوه چې داسۍ محفلونو او بنډارونو ته به زياتره داسې خلک راتلل چې هغوي به دشعر په فکري ارزښت نه پوهيدل . هغه هنرمندان به يې خوښول چې کومو به سطحي کلامونه ويل مجلسي هنرمندانو هم دعوامو غوښتنه په نظرکې ونيوله . چې دوخت په تېريدو سره دغزل شاعرانو هم دې لورې ته مخه کړله او خپل غزلونه يې د شونډو.روخسارونو. د سترګو او دزلفو د دايرې اسير کړه او دغزل شاعران دعوامو سطحې ته راکوز شول . همداو چې پښتو غزل دخپله اوجه وغورځيده . په دغه وخت کې ولسي صنفونو ډير پرمختګ وکړه لکه چاربيته . نيمکۍ ، ټپه . او داسې نور . عوامو هم همداخوښول او هنرمندانو هم همدې ته پاملرنه وکړه ځکه چې په دې به خلک پوهيدل . په دې وخت کې په اکثره سيموکې دشاعرانو ترمنځ مقابلې هم پيل شوې . دغو شاعرانو به په خپله شعرونه جوړول او هم به يې دموسيقى سره ويل دغه کار به عوامو ته ډيرخوند ورکوه او داسۍ شاعرانو ته به يې ډيردرناوى درلوده دغو شاعرانو داکار دخپل رزق دپيداکولو يوه لاره وګرځوله.په دې وخت کې دهغو شاعرانو مخې ونيول شوې چې کومو غوښتل فکري شاعري وکړي چې يومثال يې ما مخکې هم د نعمت الله اوځينو نورملګروورکړه، دهغو ښو شاعرانو دډلې نه ځينو خو همدا لاره خپله کړله. او ځيني نور درواني اغيزې له امله دشعر سره مخه وکړه . خو چې کله دپښتو موسيقۍ ډګر ته پوي اولوستي هنرمندان راغله نو نو هغوي پرځاى ددې چې خپل هنردمعيار له بامه راګوذار کړي او دعوامو هره غوښتنه اومني هغوي دخپلو اوريدونکو هنري ذوق وپاله او هغوي ته يې دمعيار په اړه يوسوچ ورکړه . دغو هنرمندانو په خپلو مجلسونو کې معياري شعرونه وائيل پيل کړ.هغو درحمان بابا . دخوشال باًبا ، حميد بابا او دخپل وخت دښو شاعرانو شعرونه يې خلکوته دموسيقۍ سره وړاندې کول . دارنګه داوريدونکيو دهنري ذوق دمعيار پالنه هم وشوله او دشاعرانو وقار هم وساتل شو. او پښتو موسيقي نوى سفر پيل کړه. په دغه سفر کې ډيراوازونه دثبت دامکاناتو دنشتوالي له امله زياتره د تاريخ په پاڼوکې ورک شول، خو چې کله د پبت ذرايع او امکانات منځ ته راغله نو پاتې ډيرهنرمندان له ورکيدو نه بچ پاتې شول، چې نن يې هم مونږاوازونه اوريدلى شو.

په پښتني هنرمندانو،او موسيق کارانو کې رفيق شينوارى هغه هنرمند و چې هغه وکولى شول چې پښتو موسيقي يې له ولسي طرزونو نه راوويستله اوله نوي رنګ سره يې دخپل وخت دغوښتنو سره سم يې خلکو ته وړاندې کړله. او که اوايم چې رفيق شينواري په لومړي ځل پښتو کې غزل دقوالۍ په طرزکې اويله نو خطا به نه يم .

خو ددې سربيره په خپله رفيق شينواري ډيرغزلونه په ډيرښکلي طرز کې وائيلي دي او ددې ترڅنګ يې نورو ډيرو هنرمندانو ته دموسيقۍ تړون يې کړى دى او ډيروهنرمندانو روزنه يې کړې ده ، چې په خپلو دې ټولو هڅوکې هغه بريالى شوى هم دى .

په سندرغاړو کې خيال محمد ديو غزل ويونکي په توګه غټه پيژندګولو او نامه لري . تردې چې دغزل دشاهنشاه لقب يې هم ګټلى دى . په دې خبرې کې هيڅ شک نه شته چې خيال محمد په پښتو سندرغاړو کې په موسيقۍ کې غزل ته ډيرخدمت کړى دى . دغه ښاغلي که فلمي غزلې ويلي دي او که د راډيو تلويزيون دپاره يې ويلي دي خو ځان يې ترې نه دى خلاص کړې بلکې پوره پوره کوښښ يې ورسره کړۍ دى داميرغلام محمد صادق غزلونه چې اوس هم څوک د خيال محمد په غږ کې اوري نو له ځانه يې بې حاله کوي . تاسې ته يې دنمونې په توګه داڅو دغزلونو مطلع دريادوم

جامونه مات شو شراب توي شو ميخانې ورانې شوې

مينه رسوا شوه زړونه وسو استانې ورانې شوې

 جانانه په زړګي مې ستا يادونه راوريږي

دللمې په ګلونو بارانونه راوريږي

همدارراز خيال محمد چې د دلاور سيلاب د حمزه بابا  دخاطر اپريدي  د ډاکتر اعظم اعظم  درحمت شاه سايل  د شمس القمر انديش  داکرام الله ګران د خوشال با با د رحمان بابا د ملنګ جان او دداسې نورو دغزل شاعرانو غزلونه يې په خپل خوږ او له درده ډک غږ کې ويلي دي نو ددې ځي لري چې دغزل شاهنشاه ورته اويلي شي ؛

ښاعلي استاد شاولي د پښتو موسيقۍ د ډګر يو دروند نوم دۍ چې ديو ښه غزل ويونکي په توګه په لروبرکې پيژندل شوى دۍ داخبره دې مبالغه نه وي چې دخيال محمد نه روسته په نارينه سندرغاړوکې دويم نوم داستاد شاولي دى چې دغزل په نغميز ټالونو يې زانګلي دي داستاد شاولي دغزل په وايلوکې دلفظونو اداکولو ته ډيره پاملرنه کوي او ددې ترڅنګ يې دغزل د ځانګړې موسيقۍ يې ډيرخدمت کړى دى . چې دپښتو موسيقى ته نويو راتلونکوته به په دغه لاره سفرډيراسانه وي

په ښځينه سندرغاړوکې کشور سلطان هم دلوړ معيار غزل وائيلوپه هغه وخت کې چې په پښتنوکې ښځينه سندرغاړې ډيرې کمې وې  کشورسلطان دپښتو موسيقۍ ډيرخدمت کړۍ دى ډيرې زياتې سندرې او غزلونه يې پښتو فلمونو ته هم وائيلې دي چې اوس هم دخلکو په زړونو کې ځاى لري داغزل خو يې اوس هم ډيرخلک وخت ناوخت وايې
دچاپه زړه کې ارامانونه په سلګو پراته دي

دچاقسمت کې راحتونه په دلو پراته دي

دچاخوښيږي نه چې کومه جوړه واعوندمه

څوک په کفن پورې حيرانه په تختو پراته دي

همدراز. په ښځينه سندرغاړو کې هغه نوم دى چې دپښتو موسيقي يې وځلوله دخپلو هنرمندانه وړتياو په سوب يې دهندوستان دمشهورې سندرغاړې لتامنګيشکرنه يې هم داد اخيستۍ دۍ، قمرګله هم هغه سندارغاړې ده چې دغزل په موسيقى پوهيږي ، ددې ترځنګ دشعرپه ويلوکې له ډيردقت نه کار اخلي دلفظونو تلفظ په ډيرې ښه شان سره کوي ،

لکه څنګه چې شاعري په بيلا بيلوسبکونو ويشل شوې ده همدا شان موسيقي هم په سبکونو ويشل کيږي ، دموسيقۍ استادان دغزل او نظم موسيقي هم بيله بيله ګڼي ، سردارعلي ټکر که هرڅو نظم دسبک سره تړاو لري خو هغه چې کوم غزلونه وائيلي دي هغه هم خپل خوند لري چې ډيرمنيوال لري چې ، زما په خيال دکاميابۍ راز يې په دې کې دى چې سردارعلي ټکر دکلم په غوراوي کې ډير دقت کړى دى ، يو وخت دخيال محمد سره په څنګ کې دغزل په ويونکوکې هدايت الله هم پوه پوه پيژندګلو لره ، هدالله دغزل په وائيلو کې ځانګړى انداز درلوده ،چې دهيچا دانداز اغيزه پرې نه ښکارېدله ، خو له بده مرغه چې هدايت الله په بشپړه ما نا دفلمي نړۍ نه ځان ازاد نه شو کړى او چې کله په فلمي موسيقۍ کې بدلون راغى نو هدايت الله هم په ځان دګمنامۍ څادرراخور کړه

مرحوم احمد خان هم هغه دخوږ غږ څښتن سند غاړى و چې په خپل غږ  يې ډيره موده دخلکو زړونه دره ځولي دي

دايرو څلي مې وران نه کړې رو تير شه         باده زه هم داشنا دلاس يادګار يم

ددې غزل په څير به يې تاسې نور هم ښکلې ښکلې غزلې اوريدلي وي

ګلزارعالم دپښتو سندرغاړو په هغه صف کې ولاړ دى  چې دنوم سره يو درسته پښتونخوا اشنا ده . ګلزار عالم يونظرياتي فنکار دى هغه دپښتونخوا دقام پرست تحريکونو سره نزدې پاتې شوى دى او دهم هغې فکر شعرونه يې موسيقۍ دپاره غوره کړي دي . چې زياتره يې انقلابي رنګ لري . ګلزار غالم په خپل هنري سفرکې تل د بيدارۍ سندرې زمزمه کړي دي او پښتنو ته يې دازادۍ جذبه ورکړې ده او ترننه دغه جذبه دهغې په سينه کې غزوني کوي او همدغه احساس يې دموسيقۍ په سروتال کې رانغاړلى دى دموسيقۍ په هر راګ کې يې دزړه درزا محسوسيږي د ډيروښو ښو شاعرانو غزلونه يې ويلي ديې خوشال بابا رحمان بابا حميد بابا  علي خان  دحمزه بابا  داجمل خټک  قلندر مومند شمس القمر انديش اکرام الله ګران دډاکتر اعظم دخاطر د ملنګ جان  درخمت شا سايل دايوب صابر او دداسې نورو ښو نوم وتو شاعرانو غزلونه يې په خپل خوږ غږ کې دخلکو تر غوږونو روسولي دي

دغه دور په نور هنرمندانو کې  معين علي بهار علي انور خيال  منګل  دبنو سردارعلي عبدالله مقرى  معرج ظاهر ماشوخيل ماسټرعلي حيدر استاد ناشناس اول مير استاد په مجلسي هنرمندانوکې نواب استاد  منور استاد سيد محمد استاد ايوب استاد هم دغزل ډير خدمت کړى دى دوي هم غزل په مشهورولوکې پوره پوره ونډه لري چې دبيلګې په ډول زه فقط د نواب استاد نوم راخلم اوس هم په زياتره سيموکې نواب استاد خلک مجلسونو ته دملنګ جاني غزل دپاره غواړي . چې خلک ورته په مينه مينه راټوليږي ، په ښځينه هندرمندانو کې معشوق سلطان  شکيلا ناز  بخت زمينه  عقل مينه  ماه جبين قزلباش  فرزانه او دسندرې روح ګلنار بيګم په عواموکې زيات مقبوليت لري او دغو ټولو ترخپله وسه پورې دپښتو غزل خدمت په موسقۍ کې کړى دى . او خپلو اوريدونکيو ته يې دموسيقۍ دزيرو بم سره پښتو غزلې اورولي دي او دخلکو په زړونوکې يې دغزل سره سره ځان ته هم ځاى پيداکړى دى .

ددفهرست نه راروسته دنوې موسيقۍ دور پيل  کيږي چې د ماډرن يا پاپ موسيقۍ په نوم شهرت لري  دوي کې تر اوسه په لومړي صف کې هارون باچا دې هارون باچا په پښتو موسيقۍ کې د ما ډرنيزم دتحريک سره جوښت دپښتو موسيقۍ کلاسيکي روايات هم په نظرکې ونيول او د ډيرو ښو ښو هنرمندانو په موجوديت کې يې ځان په خلکو ومانه هارون باچا په موسيقۍ کې د خيال محمد دغزل سبک او دناشناس دنظم سبک ته امتزاجي رنګ ورکړى دى او ديوې درېمې لارې په راويستلوکې لږيا دى چې تر ډيره حده په خپلې دې هڅه کې بريالى بريښي . هارون باچا هم په موسيقى کې دغزل ډيره پالنه کړې ده دنوې موسيقۍ سره په داسې ښکلې انداز کې غزل وائيل ډيرګران کار دى ولې هارون باچا داپړاونه په ډيرمهارت سره تر سره کړي دي ، چې ځان ته يې داوريدونکيو په منځ کې يو لوړ مقام پيداکړى دى .

همداراز، سرفراز هم په ځوانو هنرمندانو کې تکړه هنرمند دى خو دسرفراز انداز دغزل نه ډير سندرې ته موزون دى  خو بيا هم ډير ښه ښه غزلونه يې ويلي دي چې عوامو ډير خوښ کړي دي ،

بريالى صمدي هم دغزل وائيلو دپاره ښه او ښايسته لهجه لري دلفظونو د ادايږې انداز يې غزل ته پوره جوړ دۍ خو تراوسه يې داسې کوم ديادونې وړ دغزل کنسرت خلکو ته نه دۍ وړاندې کړې خو که لږ کوښښ وکړي نو کولۍ شي چې په دې خواله ځان ته ښه شهرت پيداکړي سرداريوسفزى هم دموسيقۍ په ډګرکې ځان ته خپل مينه وال پيداکړي دي ، او ډيرې ښې ښې غزلې يې وائيلي دي همداراز  ماسټررحيم ګل ، ګل نواز . بريالى ولي ګل جان صادق لطيف ننګرهارى هم ښه غزل خوانان دي او کولى شي چې په دې برخه کې غزل ته پوره پوره خدمت وکړي .

نوی سندرغاړی چې لومړۍ کنسرت کې یې له خپلو اوریدونکو نه ډیر داد واخیست زلمی هنرمند کرن خان هم هغه نوی ټوکیدلی ګل دی چې دغزل په برخه کې ترې ډیرې تمې کیدلی شي ، ښکلی غږ چې دموسیقۍ دسرو نو سره پوره مزل کوي دکرخان دکامیابۍ راز دی ښکلي غزلونه انتخابول ، دهغه دپرمختګ یوه وسیله ده ، او که دموسیقۍ په ډګر کې یې خپل مزل همداسې جاري وساته نو لرې نه ده چې دغزل ویونکي یو ښه هنرمند ترې جوړ شي،

همداراز. په ښځينه سندرغاړو کې نازيه اقبال نغمه مرحومه ايمن اوداس  وږمه هم ديادونې وړ هنرمندانې دي چې وخت په وخت يې ښه ښه غزلې ويلي دي خوزه چې په خپل دور نظر اوچو نو ماته دابريښي چې د ماډرن موسيقۍ مخ په ډيرېدو رجحان به بيا دغزل موسيقۍ ته په مخ کې خنډ ونه راولاړ کړي نو داسې به کوم ځوانان وي چې غزل او دغزل موسيقي له دې طوفان ځينې وساتي؟ دهغه سوال دې چې ځواب يې وس چاسره نه شته .

پاي