د ځلاند شاعري د يوې ځغلندې کتنې په درشل کې

ارشاد رغاند

ډ ېرې خبرې داسې وې چې پرې تر پايه ټينګار ناشونى او ناسم کاروى،شعر هم زما په اند يو له هغو توکو دى چې د پولو ټاکل او پوره تعريف وړاندې کول يې نېمګړې  اود نه کېدو چاره ده
دا خبره مې د طاير ځلاند د شعري ټولګې(خوشبو نه وينه د رنګونو څاڅي)په لوستو را په زړه شوه،ما هم يو وخت دا کارکاوه او شعر مې يوازې د ځاني ځان پېښو لېږد لاره ګڼله خو له هغې را دېخواچې هره ورځ د وژنو،چاودنو،ورانونو او  نورو ناسمو چارو د خبريدو په غم ښکېل شوم  دې فکر مې له ذهنه کډه وکړه او دا مې ومنله چې شعر له پولو يو ازاد  او هر خوا الوتونکې مرغۍ ده .

که خبره لنډه کړم د ځلاند شاعرۍ کې مې له منځپانګيزه پلوه ډېرې داسې....  

ډ ېرې خبرې داسې وې چې پرې تر پايه ټينګار ناشونى او ناسم کاروى،شعر هم زما په اند يو له هغو توکو دى چې د پولو ټاکل او پوره تعريف وړاندې کول يې نېمګړې  اود نه کېدو چاره ده
دا خبره مې د طاير ځلاند د شعري ټولګې(خوشبو نه وينه د رنګونو څاڅي)په لوستو را په زړه شوه،ما هم يو وخت دا کارکاوه او شعر مې يوازې د ځاني ځان پېښو لېږد لاره ګڼله خو له هغې را دېخواچې هره ورځ د وژنو،چاودنو،ورانونو او  نورو ناسمو چارو د خبريدو په غم ښکېل شوم  دې فکر مې له ذهنه کډه وکړه او دا مې ومنله چې شعر له پولو يو ازاد  او هر خوا الوتونکې مرغۍ ده .

که خبره لنډه کړم د ځلاند شاعرۍ کې مې له منځپانګيزه پلوه ډېرې داسې....

 

 

خواوې وليدې چې  په هنري او شاعرانه ډول د ډېرو زړونه او احساسات يې غواړي.
د ځلاند د دې ښېګڼې ستر لامل راته د شعر او ادب په اړه د ده پراخه او ښه لوستنه او هغه هم په ځانګړي ډول د ډېر خوښي او تقريبا ټول خوښي شاعر دروېش دراني د شاعرۍ ژوره لوستنه او ترې په روا ډول اغېزمنيدل دي،داسې نه لکه د ځينو نورو شاعرانو چې د يو چا د سبک پيرو په توګه د يو ښه شاعر  فکري او تخيلي پانګه يې را پټه کړې او خپله کړې وې بلکې د دروېش پل يې داسې پاللى چې له څو استثنايي ځايونو پرته يې د هماغه سبک کې خپله يوه بېله لاره،د خپلويو شمېر نوو ترکېبونو،لږو ذهني او ډېرو عيني انځورونو،د کوزې او برې پښتونخوا دواړو له ګړدودونو(لهجو)د يوې جوړې ګډې ژبې،خپلو الفاظو او يو شمېر نورو توکو په مټ جوړه کړې او رامنځته کړې ده.
له سبکي خوا پرته له فکري پلوه يې هم ډېره برخه شاعري او په ځانګړې ډول د ټولنې،خلکو،نړۍ،ولس رغونې او ورته نورو خواوو په اړه دريځ  او د لېږد ډول د دروېش هغې ته ورته برېښي.
د بېلګې په شان دروېش هم د پښتون قام پر وروسته والي ژاړي،پياوړى يې ګڼي،د سمې رهبرۍ نشتوالى يې آره ستونزه بولي او په ټوله کې يې د ودې او پرمختګ هيله ښيى او وايي:
                                          دښمن په زوره ننوت په کور د پښتانه
                                 خو دغه کار يې هم وکړ په زور د پښتانه
يا:
                       نن ورځ مې مه ګوره چې نه لرم ډيوه په کور کې
                        کړي دي ما هم د سپوږمۍ پر ځنګانه خوبونه
                                              -----------------------------
                                 يا:د لمر غرور منلى نه شي د لمر نور نه مني
                                جانان مې خوې د پښتنو لري تربور نه لري
                                  -------                       ------------------
ځلاند وايي:
                           هسې دې نه وايي دا خلک چې هنر نه لري
                        پښتانه هر څه شي کولى خو رهبر نه لري
يا:
                            زه لکه مات ټوټې،ټوټې له غېږ پرېوتى منګى
                           زه ټول سالم لکه ژوندى د پښتنو روايت
                          چې لاس دې راکړو اوس په نېمه لار تنها مې پرېږدې
                            دا خو نه مينه شوه اشنانه د پښتو روايت
همداشان د ناسازو حالاتو انځورونه په يو بيت کې په داسې ښه شاعرانه ډول کوي:

                        هر سړى پوى دى چې په هره لار کې جوړ دى مقتل
                         دې ښار کې نه اغوندي څوک د ارمانونو
بل ځاى وايي:
                                   نه زه مېن شوم،نه زما په حال چا وير وکړلو
                                  زه په کابل کې که قتليږم يا کوفه کې د وخت
خو ځلاند يوازې له حالاتو په ګيله او خپلې بۍ وسۍ ښودلو بسنه نه ده کړې او خلک ژړا او پر ځاى ناستې ته پرېښودل نه غواړي،د ستونزو د حل لار ورښيى او د هر ډول ستونزې د حل ډاډ ورکوي او وايي:
                                        د تيارو د لښکر خونه به تالا کړي
                              يو سړى به د عيسى  لباس کې راشي
                               که ځلانده لمر پناه شو خپګان مه کړئ
                               بيا سپوږمۍ به د رڼا لباس کې راشي
 ځلاند ځينې داسې شعرونه هم لري چې تر يوې کچې   له جوليزه پلوه د ارواښاد صاحب شاه صابر له شاعرۍ اغېزمنې برېښي لکه د څو غزلو دا مطلعې:
                                               ځاى په ځاى نظر ولاړ
                                       دا په کوم ډګر ولاړ
                                      زه د سراب شپه  کې ورک
                                         لمر په سمندر کې ولاړ
                                               -----------
                                               حالات له ما د څه سزا اخلي؟
                                    چې مې د شونډو نه موسکا اخلي
                                     ----------------------------
                                          د رواياتو د غزل اشتهار
                                         زما تخليق د چاپېر چل اشتهار
                                           او يو شمېر نور.....
د يادو شوو ښېګڼو ترڅنګ د ځلاند دوه غزلې راته تر نورو شعرونو يې د کمزوري والي له امله يې د دې وړ ښکاره نه شوې چې د ځلاند د دې معياري شاعرۍ سره يو ځاى چاپ شوې واى د دې غزلو مطلعې دي:
                           بيا وربل،وربل دې په قدم،قدم
                       فکر مې شل ،شل دى په قدم،قدم
ترپايه….
                   چې ازاد نه يو له ګومانه اطمينان راشي د کومې خوانه
               وجود لري خو بې امکانه اطمينان راشي د کومې خوانه
ترپايه……….
د وروستيو خبرو په توګه د يو عمومي نظر په توګه د ځلاند دا ټولګه  د رېښتيني او ژمن هنر د يوې ښې بېلګې په توګه د پښتني ولس د دردونو،غمونو د انځورونې،د ژوبل بدن د درملنې او هنرمېنو ته د يوې ښې هنرپالې شعري ټولګې په توګه مبارک وايم او ځلاند ته د شاعرۍ په شان يې د ځلاندوالي،شاعرۍ ته يې د لا  ښه والي او ځلېدا او د دواړو په مټ د پښتو ادب د لا رنګينۍ هيله کوم او خبرې مې د ځلاند په دې بيت ختموم چې:
                     د سپين غر په غزلزار کې د جديت چې انګازې دي
                     دا اواز دى ستا طايره!دلته ستا د غزل راج دى