ليکوال: شاهد محمود وقار

 

اقتصادي نړېوالتوب (Economic Globalization) او اغېزې يې

دا يو څرګند حقيقت دی چې نړۍ په تېرو درېو لسيزو کې د چټکو بدلونونو شاهده وه، او دا بدلونونه ورځ تر بلې نور هم چټک کيږي، مختلف قومونه او ولسونه په مختلفو ځايونو کې سره راجمع کيږي، نړېوالې کمپنۍ خپلې څانګې په مختلفو هېوادونو کې پرانيزي، په نړېوال بازار کې راکړه ورکړه ورځ په ورځ زياتی مومي، دا هر څه د ولسونو، کلتورونو، اقتصادونو او سياست دنړېوالتوب څخه منځ ته راغلي.

نړېوالتوب څه ته وايي؟

د نړۍ په سطحه د ولسونو تر منځ د کلتور، اقتصاد، سياست، معلوماتو او نظريو يو ځای والي ته نړېوالتوب وايي.

نړېوالتوب مختلف اړخونه لري،  چې مهم يې اقتصادي (Economic Globalization)، سیاسي (Political Globalization) او کلتوري (Cultural Globalization) اړخونه دي؛ دا چې ددې ليکنې عنوان اقتصادي نړېوالتوب دی، نو موږ به همدا ړخ تر څېړنې لاندې نيسو.

(کله چې د يوه هېواد ملي اقتصاد د نړېوال اقتصاد سره په هر اړخيز ډول يو ځاي (وتړل) شي، او د دوي تر منځ د توليداتو، مزدورانو، پيسو او ټکنالوجۍ راکړه ورکړه پيل شي د اقتصادي نړېوالتوب په نوم ياديږي.)

د ميلاد څخه تقريبا (۴۰۰۰) کاله پخوا حيوانات، سامان آلات او نور توکي د راکړې ورکړې د آلې په توګه کارول کېدل. د وخت په تېرېدو سره طلايي او نقريي سکې د خلکو په منځ کې دود شوې. د معلوماتو د ځنډ، ترانسپورتي او دې ته ورته نورو ستونزو له کبله نړېوال تجارت په ډېره کمه کچه صورت نيوه. د شلمې پېړۍ په لومړيو کې هيڅ داخلي بازار د نړېوال بازار له اغېزو خالي نه وه.

د کشتيو، رېل ګاډو پټليو، تيلفونونو، انټرنېټ او نورو اسانتياو په رامنځته کېدو او تر څنګ یې د ترانسپورتي ستونزو  او مصارفو په راکمېدو اقتصادي نړېوالتوب زيات پر مخ ولاړ، او دا پرمختګ په تېرو دريو لسيزو کې هغه وخت ګړندی شو کله چې پرمختللو هېوادونو خپل اقتصاد د پرمختګ کوونکو (درېيمې نړۍ) د هېوادونو له اقتصاد سره يو ځای کړ، او له دوي سره يې هر اړخيزه راکړه ورکړه پيل کړه.

د اقتصادي نړېوالتوب اغېزې:

اقتصادي نړېوالتوب مثبتې او منفي اغيزې لري، چې په لنډه توګه یې يادونه کوو:

۱- د اقتصادي ودې زياتېدل: د اقتصادي نړېوالتوب په مرسته د کلنیو توليداتو (GDP) اندازه زياتيږي. حکومت د خارجي قرضونو په مرسته د هېواد په داخل کې ډول ډول ګټورې پروژې په کار اچوي، تر څو د خلکو د ژوند سطحه لوړه شي.

۲- نړېوال بازار ته لاس رسی: په اقتصادي نړېوالتوب سره ولس او د هېواد داخلي کمپنۍ (د بازار د پراخولو په موخه) نړېوال بازار ته لاس رسی مومي، چې په نتيجه کې نوې تکنالجي هېواد ته راوارديږي.

۳- د عايداتو تر منځ د واټن کمېدل: د غريبو (درېيمې نړۍ) هېوادونو او سرمايه داره (پر مختللو) هېوادونو د عايداتو تر منځ واټن راکميږي؛ د بېلګې په ډول تقريبا دېرش کاله پخوا هندوستان، چين او بنګله دېش د غريبو هېوادونو په کتار کې راتلل خو نن يې اقتصاد د پر مختللو هېوادونو سره سيالي کوي.

۴- کله چې نړېوالې کمپنۍ (MNC’s) په داخل د هېواد کې پانګه اچوي، او په توليداتو پيل کوي؛ نو په کار پوه او باسواده کارګران يې پکار وي، چې پدې سره د بې سواده او باسواده طبقو د عايداتو تر منځ توپير زياتيږي. ددې تر څنګ ډېری توليدي او زراعتي کارونه د ماشين آلاتو په ذريعه سرته رسيږي، نو هغه کارګران  او مزدوران چې مخکې په دندو بوخت ول؛ بې روزګاره پاتې کيږي، اقتصادي حالت يې کمزوری او د غربت په طرف يې مخه کيږي.

 

د اقتصادي نړېوالتوب مثال:

د يوه پايه کمپيوټر او يو سيټ موبايل د توليد مصارف په پاکستان او افغانستان کې.

لومړی شکل

که چېرې نړېواله سوداګري شتون ونه لري، نو د دوه کمپيوټرونو او دوه موبايلونو د توليد مصارف په مجموعي ډول (۱۶۰) افغانۍ کيږي.

دا چې افغانستان د کمپيوټر په توليد کې مطلق ګټه لري، نو پکار ده چې د موبايل لپاره ځانګړی شوي کارګر د کمپيوټر په توليد وګوماري؛ تر څو توليد دوه برابره شي. او همدا رنګه پاکستان چې د موبايل په توليد کې مطلق ګټه لري، هم بايد د کمپيوټر لپاره ځانګړی شوي کارګر د موبايل پر توليد وګوماري. دغه دواړه هېوادونه په داخل کې توليد شوي توکي مقابل هېواد ته استوي او په خپل منځ کې سوداګري پيلوي.

اول شکل

 که موږ وګورو نو همغه دوه پايه کمپيوټرونه او دوه سيټه موبايلونه چې مخکې يې دتوليد مصرف (۱۶۰) افغانۍ وه، د صادراتو او وارداتو په نتيجه کې اوس صرف (۶۰) افغانۍ دی.

نو د نړېوال تجارت اهميت له دومره غټ توپير څخه ښه معلومېدای شي.

 

پايله او لنډيز:

داسلامي نړۍ ډېری هېوادونه د پرمختګ کوونکو (Developing) هېوادونو په کتار کې راځي، د توليداتو کچه او اقتصادي وده یې نسبت غربي هېوادونو ته (چې نړېوالتوب يې نړۍ ته ورپېژندلی) ډېره کمه ده.

کله چې کوم اقتصادي سيستم د نړېوالتوب پر لور مخه کوي،د داخلي بازار ډېری برخه يې د خارجي کمپنيو د توليداتو په واسطه نيول کيږي، ځکه چې هغوي په ټيت نرخ سره خپل توليدات بازار ته وړاندې کوي.  داخلي کمپنيانې د هغوي سره د سيالۍ کولو توان نلري، نو بالاخره دې ته اړ کيږي تر څو خپل توليدات او پانګه اچونه ودروي، او ډېری کارګران بې روزګاره پاتې شي.

لنډه دا چې اقتصادي نړېوالتوب غريب نور هم غريب او سرمايه دار نور هم سرمايه داره کوي، يا په بل عبارت، اقتصادي نړېوالتوب د درېيمې نړۍ هېوادونو لپاره ګټور نه تماميږي، بلکې پر ځای يې انترناسيونالېزم “Internationalism” (چې په نږدې راتلونکي کې به ورباندې ليکنه وشي)، ګټور تماميږي.