روانې چارې او بېلابېل
جګړه باید مهارشي
دغه ګوډه اوماته ليکنه د هغو افغانانو د ارمانونو د پوره کېدو په لارکې د لومړي زېري په ډول د سولې راوستو لپاره وړاندې کوم چې د خپل محبوب هېواد افغانستان او د ګران ملت د لوړو اهدافو رسېدو په لارکې چې لومړی د کورنيو دښمنانو اوبيا د بهرنيو يرغلګرو په وړاندې چې د تاريخ په اوږدوکې په ګوليو ترنن پورې سوري سوري شوي اوخپل پاک ارمانونه يې له ځان سره تورو خاورو ته وړي په ډېره مينه وړاندې کوم. هغوځوانانواو قوم پرورو افغانانوته يې د لومړي زيري په توګه ډالۍ کوم چې تش د سولې غوښتلو په جرم په
سیلۍ غفار: دنظار شورا (داړونکی لېوه) دې اعدام شي
فرستنده: راحله غفوری "دافغانستان دهمبستګۍ ګوند له حکومت او نړیوالي ټولني غوښتنه کړي چې دفوټبال فدراسیون رئیس کرام الدین کریم باید په عام محضر کې غرغره شي. ددغه ګوند مشرې سیلۍ غفار، کریم یوه تیره کونکي وږي لیوه ته ورته بللی چې پر وینا یي پر وړاندي یي دنرم دریځ خپلول دافغانستان له ولس او تاریخ سره لوی او نه هیریدونکی خیانت دی. کرام الدین کریم باندي داسي بګنونکي تورونه لګیدلي چې کیدای شي دعمر قید له سزا سره مخامخ شي. دګارډین ورځپاڼي سره په مرکو کې دفوټبال فدراسیون ښځینه غړو ویلي
ولسمشر غني په اقتصادي وده کې تحرک ایجاد کړ
ولسمشر غني ان د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال ولس ته ویلي وو چې بهرنۍ مرستې او بسپنې د اوږدمهال لپاره زموږ ستونزې نشي حلولی، نو د همدې لپاره یې له ولس سره یوه مهمه ژمنه دا وه چې واک ته له رسېدو وروسته به د افغانستان د کاواکه او جنګ ځپلي اقتصاد د ودې لپاره پام وړ او اساسي کارونه کوي.
نه به نقد هار
گاه از اين كه مشاهده مي كنم پشتوني جهت نقد تاريخ و حضورش، تفسير ستمي مي خواند و با آهنگ احزاب بحران مي رود، فكر مي كنم جامعه ي ما با سرعتي كه ناشي از فشار بيروني نيز است، در سراشيب زوال، حتي توان ندارد با چنگ زدن بر موانع شيب، مقداري از سرعت سقوط بكاهد یا حداقل اجازه ندهد آسيب هاي جسماني، بخشي از اجتماع انساني اين كشور را كمتر عذاب دهند. فوران نقد و دست گذاشتن بر روشنايي هاي تاريخ پشتون ها، به گونه اي ست كه وقتي همتباری بخواهد
آیا کرام الدین کریم یک لکه ای ننگ برای جمعیت، شورای نظار و دو لت افغانستان نیست؟
فرستنده: جمیل احمد پژمان "کرام الدین کریم، رییس فدراسیون فوتبال افغانستان طی حکم رئیس جمهور سابق حامد کرزی، به عنوان رییس کمیته ملی المپیک کشور تعیین شد. در حکم ریاست جمهوری افغانستان آمده است که حامد کرزی، بر اساس فعالیت های مثبت و مستمر به عنوان رییس پیشن فدراسیون فوتبال افغانستان اکنون او را به عنوان رییس کمیته ملی المپیک کشور انتخاب کرده است. بر اساس این حکم، کرام الدین کریم رییس جدید کمیته ملی المپیک افغانستان انتخاب شده بود. گفته شده که کرام الدین کریم بیش
د جدی شپږمه!
د جدی شپږمه! عبدالله وردک. انګلستان - دسمبر - ۲۰۱۸ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! د جدی شپږمه، د افغانستان په تاریخ کې، د تورو ورځو څخه، یوه توره ورځ شمېرل کیږي. پدغه ورځ د پخواني شوروی اتحاد، سرو لښکرو، په ډېره بې شرمۍ او بې رحمۍ سره، په ګران افغانستان یرغل وکړ. د یادولو وړ ده، چې د سرطان ۲۶، او د ثور ۷، هم د دغې تورې ورځې شروع وه. پدغه توره ور
د امريکا وتون او زموږ راتلونکی ستراتيژيک مورچل
امريکا له افغانستان څخه په دومره اساني پښې نه وباسي لکه څومره چې افغانان يې د وتون پايلو ته اندېښمن دي او يا طالبان، پنجاب او ايران تبليغ کوي. خو بيا که چېرې امريکا خپل ټول سرتېرې چې څوارلس زره کېږي، وباسي، نو هېڅ منفي پايلې به و نه لري. په دوه زره او څوارلسم کال کې چې ناټو او امريکا تر سلو زرو ډېر سرتېري واېستل، هېڅ ټکه هم را و نه لوېده. نه طالبانو دولت ړنګ کړ، نه ټلواليانو ارګ ونيوای شوی او نه هم پنجاب او ايران کوم د پام وړ ورانی رامنځته کړ. دولت ورځ تر بلې خپلې پښې ټينګوي، لاسونه غځوي، لمن
له ولـسـمشـره د خلکو هیله !
له ولـسـمشـره د خلکو هیله ! وایي، چې هغه پخوانی کفن کښ دې خدای وبښي دا اوسنی خو د مړیو په ... د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال به په ژمي کې جنګ- جګړې پیکه او یا په نشت حساب وې؛ خو د نوي ولسمشر له راتلو سره د ژمي او اوړي توپیر ورک شوی؛ جګړه، تاوتریخوالی، تربګنۍ او انسان وژنه ورځ تر بلې ګرمه او له دولت سره د خلکو واټن پراخ شوی چې ښه بېلګه یې د دولت د مخالفانو د نفوذ او پر نویو سیمو د واک ټینګیدل دي. دغه راز په ډېر شمېر ځوانان مو د کار موندنې او ژوندي پاتې کیدو په هیله د خپ
نور بايد د I.S.I ډول ته ګډ نه شو
درنولوستونکو! غواړم په يوې لنډې موضوع رڼا واچوم کله چې په افغانستان سور پوځ يرغل وکړ، په وړاندې پاکستان او امريکا نهه ګوندونه په ګرم او تور پنجاب کې د رهبرانو ترنامه لاندې د اسلام په جامه کې د دې خاورې د ورانولو او سور ښامار د نابود کولو لپاره پيدا کړل چې څوک په يوه نوم او بل نوم خو په حقيقت کې بايد و وايو چې په اسلام کې يوې ډلې د اتحاد او اتفاق له پلوه د دين او وطن د خپلواکۍ لپاره کارکړی وای، دوی په ټګه کې وه، تر نن يې ارمانونه پوره نه شول او په لکونو هېوادوال د دې مسلمانو مشرانو ل
د امریکايي پوځیانو وتل او د افغان سولې نوي فرصتونه
له افغانستان څخه د امریکا نیمایې پوځیانو وتلو، او پایله کې د امریکا د ټولو پوځیانو وتلو تمه، یوازي د طالب لپاره نه، بلکې د ټول افغان ولس لپاره ویاړ دی، حتی هغوی ته چې تیر ۱۷ کلونه له امریکایانو سره ملګري وو. تر ویاړ پورته، دا هغه غوټه وه چې په تېرو اتلسو کلونو کې يې د پرانیستو رښتینې هڅې نه وې شوې؛ ځکه د سولې بهیر کې هم د پام وړ پرمختګ نه دی لیدل شوی. ښه ده چې طالب د افغان ولس له ادرسه له امریکا او نړیوالو سره خبرې وکړي، نه&nbsp
د سولې پر لور يو بل ګام؛ امريکا د طالبانو يو بل شرط هم مني
په داسې حال کې چې د افغان سولې په تړاو په روستيو کې هڅې تر پخوا ګړندۍ شوې او وسله وال طالبانو هم له امريکا سره تر دا مهاله د ترسره شويو ليدنو خوښ دي؛ اوس ټاکل شوې چې د وسله والو طالبانو بل لوی شرط چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل دي؛ ومنل شي. د لويديځو رسنيو د راپورونو له مخې ولسمشر ټرمپ پرېکړه کړې چې له افغانستانه خپل نيمايې سربازان وباسي. وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې ویلي ټرمپ پرېکړه کړې چې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي. که څه هم امریکايي رسنۍ وايي چې ولسمشر
ستیز بازاری
در بازار آزاد افغانستان، فروشگاه های متنوعی وجود دارند که از به اصطلاح شیر مرغ تا هرچه دلخواه شود، می فروشند. در هنگامه ی انتخابات ریاست جمهوری سال 1393 که با سر و صدا های زیادی توام شد، نوع دیگری از فروشات را عرضه کردند که رسانه یی نیز شده است. در این که زیر سایه ی نیرو های بیگانه، بیگانه پرستان بسیار سود جستند، شکی نیست، اما سودجویی تا م
پاکستانی کرکټي د سولې امتياز غواړي
څه له پاسه څلوېښت کاله کېږي په افغانستان کې د کورنيو او بهرنيو ښامارانو په ځانګړې توګه د پاکستان له لاسه اور بل دی او هېوادوال بې ځایه په کې سوزي، چاه د جهاد اوجنت ترنامه لاندې په دې خاوره کې خپلې ګټې او حورې خوندي کړې او چاه د پکول او قهرمان اوځينو خو لا د طالب او پګړۍ په بهانه د پاکستان د تور پوځ په مشوره لونګۍ په سرکړې توره او دوره يې ترملا، په موټرسايکل سپاره اوجګړې ته يې غېږ ورته کړې چې په نتيجه کې افغان ځوانان د اور د لمبو ښکار شول، اقتصاد خراب، فرهنګ د بل په غېږ کې ولوېده، ښو
استرالیا: د راتلونکي کال ټاکنې او د پولو د امنیت په سر سیاسي شخړې
استرالیا کې ځینو رسنیو خبرونه خپاره کړي چې ګواکې د دغه هیواد د سرحدي ځواک ځینې څارونکی کښتۍ د سونګ د موادو د کموالي له امله ممکن په بندرونو کې متوقف پاتې شي او ښايي خپلې سمندري ګزمې او څارنې ترسره نه کړي. خو د چهارشنبې په ورځ د استرالیا د کورنیو چارو وزیر پيټر ډوټن یاد خبرونه رد کړل او د استرالیا سرحدي ځواک ته یې سپارښتنه وکړه چې خپلې سمندري ګزمې او څارنې دې له اوسنۍ کچې سره سمې وساتي. ډوټن وویل، « د استرالیا سرحدي ځواک د نورو ادارو په شان باید د خپلې بودیجې دننه کار وکړي او ک
ځوریدلو پناه غوښتونکو لپاره نوی سرخوږی
د ګارډین ورځپاڼې یو ریپوټ وايي، د پاپوا نیوګینیا په مانوس ټاپو کې د استرالیا د حکومت په مالي ملاتړه جوړ شوي ساتنځای کې د پناه غوښتونکو نویو زیږیدلو ماشومانو ته د پاپوا نیوګینیا حکومت د زیږون سندونه نه ورکوي، باوجود د دې چې د یادو ماشومانو میندې ځايي میرمنې دي او د دغه هیواد تابعیت هم لري. دغه ورځپاڼه لیکي، د ۲۰۱۵ کال راپدیخوا د مانوس ساتنځي لسګونو پناه غوښتونکو له ځايي میرمنو سره ودونه کړي، خو اوس دغه هیواد یې د ماشومانو له قبلولو انکار کوي او له امله یې یاد ځوریدلي پناه غوښتونکي او د
نظر د افغانستان له پاره چین او پاکستان خپل پلان برسیره کړ
نظر ؛ د امریکا د متحده ایالاتو ویبپاڼې ډيلې کالر کې ( د افغانستان له پاره چین او پاکستان خپل پلان برسیره کړ ) تر عنوان لاندې لاورینس سلین چې يو پې اچ ډې لرونکی د پوځ د احتیاط ځواکونو متقاعد ډګروال دی ، د ډيسامبر میاشتې په ۱۲ مه لیکنه کړي چې د هغې غټ ټکې ستاسو د معلوماتو له پاره خپروم . هغه لیکې : په چاینا ډيلې کې چې یوه دولتي رسنۍ ده د چ
په زهرو کی ګیرولس
په مرکزي اسيا کې يو غرنى او په وچه کې راګير هېواد دى . سره له دی چی را تاو شویو غرونو افغانستان ته ښکلا ورکړی خو همدغو غرونو بیا په خپله خیټه کی ولس ته یی شتمنی ساتلی .له همدغو غرونو څخه پاکی او د څښاک اوبه یی یوه داسی الهی تحفه بللی شو چی ټول هیواد ته کرنیز پیداوار ورکولی شی او تر څنګ یی د بریښنا بندونه جوړیدلی شی. که چیرته واکداران د یاد هیواد زړه سوای او ریښتینی مینه له خپل هیواد سره ولری دوی کولای شی خپل هیواد او ولس له روان ناورین څخه وژغوری.د افغانستان غرونو کی داسی شتمنی پرته ده چی دا
د جنګ ټغر ټوليږي، سوله په دوه قدمۍ کې ده
وروسته له هغې چې زلمي خليلزاد د سيمي هيوادونو ته د افغان سولې په تړاو درېيم سفر پيل کړ؛ د افغان سولې په تړاو په کور دننه او بهر هيلې زياتې شوي دي. دا هيله مندي هغه مهال لا زياته شوه چې کله زلمی خليلزاد روسيې ته ولاړ او هلته يې له روسي چارواکو سره د افغان سولې په تړاو خبرې وکړې. که څه هم مسکو ته د خليلزاد له سفره وړاندې مسکو په ملګرو ملتونو کې د افغان سولې په تړاو وړاندې شوي پرېکړه ليک ته ممتنع رايه ورکړې وه؛ خو د سيمي هيوادونو په ځانګړې توګه مسکو او د منځنۍ آسیا هيوادونو ته د زلمي خليلزاد له
فارسی زبان؛ تابوی شکسته
شکست بوزینه (لطیف پدرام) در انتخابات پارلمانی بدخشان، معانی و اثرات زیادی دارد. این نماینده ی بیگانه که بر اثر فتور حاکمیت های ملی، چهره ی نحس (عوالم) درونی اش را نیز آشکار کرد، نماینده ی حقیرترین ادعای قومی (اقلیت به معنی اکثریت)، داغ خورده از حال، داغان تر می شود. خر-آسانی بازی و فارسی بازی های آنان، نه تنها به معنی تحمیل اقلیت بر اکثریت اند،
د سولې مشورتي بورد؛ که د منتقدينو خوله بندول او د حکومت د اوړو پوزه؟
وروسته له هغې چې زلمي خليلزاد له افغان حکومت او وسله والو طالبانو وغوښتل چې د سولې خبرو لپاره خپل مرکچي پلاوي مشخص کړي؛ بلاخره له مشورو وروسته افغان حکومت د سولې د عالي مشورتي بورډ د غړو نومونه هم اعلان کړل. په دې اړه د ملي امنیت شورا لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د بورډ په غونډو کې به د حکومت پر مشرتابه او ځینو لوړپوړو چارواکو سربېره د ملي شورا د دواړو جرګو مشران، د دیني عالمانو د شورا مشر، د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر او یو شمېر جهادي او سیاسي مشران ګډون کوي. دغه
استرالیا د پولو د عملیاتي پروګرام لپاره نوی قومندان معرفي کړ
د تیرې چهارشنبې په ورځ په یو کنفرانس کې د استرالیا د کورنیو چارو وزیر، پیټر ډوټن د خوندي سرحدونو د عملیاتي پروګرام لپاره د پوځ تورن جنرال (کریګ فیورني) د نوي قومندان په توګه معرفي کړ. ډوټن وویل، ښاغلی فیورني به د جمعې په ورځ له مرستیال مارشال (سټیفن آسبورن) څخه د خوندي سرحدونو د عملیاتي پروګرام مسولیت په غاړه واخلي او په خپله نوې دنده کې به کار پيل کړي. سټیفن آسبورن چې له دغه پوسته تازه لېرې شوې، په یاد کنفرانس کې وویل، «د خوندي سرحدونو عملیات د استرالیا لپاره خورا مهم دي او پ
سلګونو پناه غوښتونکو د استرالیا حکومت په شکنجې تورن کړی
د استرالیا د کډوالو په سمندري ساتنځایونو کې له زرو زیاتو پناه غوښتونکو د استرالیا د حکومت په وړاندې په محکمه کې قضیه پیل کړې او ادعا کوي چې د استرالیا د حکومت د توقیف له امله هغوی زورزیاتې او شکنجي ګاللي او د بشر حقونه یې تلف شويدي. دا هغه شمیر پناه غوښتونکي دي چې دا مهال د استرالیا په دوو توقیف مرکزونو، مانوس او نایرو کې ساتل کیږي. دغه کسان وايي ، دوی غواړي له دې لارې ازادي ترلاسه کړي او خپل اوږده توقیف ته خاتمه ورکړي. یاد پناه غوښتونکي ادعا کوي چې د استرالیا حکومت ځو
که مرکزي حکومت نه وي، سوله نشته!
که مرکزي حکومت نه وي، سوله نشته! مرکزي حکومت هغه هم غښتلی او پیاوړی، د هېواد د ملي او سراسري ګټو په سر کې ځای لري. که مرکزي پیاوړي حکومت نه وي، هېواد کې د سولې او امنیت په ګډون د هیڅ پرمختګ او ولسې ښېګڼې پوښتنه نه پيداکیږي. همدغه لامل دی چې مخالفین او دښمن تر ټولو مخکې هېواد کې مرکزي حکومت په نښه کوي او د ټولو وسایلو په کارولو د هغه د پیاوړتیا مخه نیسي. په کور دننه هغه ډلې او تنظیمونه چې د واک د بېلا بېلو ټاپوګانو د لرلو او ساتلو هڅه کوي او یا هغه بهرني حکومتونه چې افغان هېواد کې د مرکز
تایلینډ کې سلګونه پاکستاني پناه غوښتونکي له توقیف کیدو سره مخ دي
تایلینډ کې سلګونه پاکستاني عیسویان چې دغه هیواد ته د یو خوندي ځای په لټه تللي، اوس د تایلینډ د حکومت لخوا ښايي بیرته پاکستان ته ستانه کړل شي او یا ممکن هغوی په تایلینډ کې د کډوالو موجودو توقیف خونو ته ولیږدول شي. یادو پاکستاني عیسویانو د سخت دریځو اسلامپالو له ویرې خپل هیواد پریښې او تایلینډ د یو خوندي ځای په لټه تللي، خو تایلینډ د ملګرو ملتونو د ۱۹۵۱ میلادي کال د پناه غوښتونکو کانوانسیون تراوسه نه دی لاسلیک کړی او له همدې امله دغه حکومت په خپل هیواد کې پناه غوښتونکي په رسمیت نه پیژني
د کډوالو قاچاق او د ماشومانو په وړاندې بې عدالتي
د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۳ میلادي کلونو ترمنځ، کله چې هغه مهال له اندونیزیا څخه استرالیا ته ډیری پناه غوښتونکي تلل، قاچاقبرو ډلو په دغو ناقانونه سفرونو کې کوچني او کم عمره ماشومان چې عمرونه یې آن تر ۱۳ کلونو وه، له ځانه سره په کار ګمارل. د راپورونو په اساس، نه یوازې دا چې یادو ماشومانو د دغه کار په بدل کې کمې پیسې ترلاسه کولې، بلکه هغوی په دې هم نه پوهیده چې کوم کار چې ترسره کوي ناقانونه دی او په مخ کې یې ډیر خطرونه موجود دي. د (انسایډ اندونیشیا) ورځپاڼې د یو راپور په اساس، د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۳