شعرونه
څو ښايسته ټپې
څو ښايسته ټپې كه نصيبونه كنډولي وى ما به دا خپل په دېواله ويشتلى ونه ګورګورې تورې شوې رانه غلې ما دې د تورو شونډو وكړل ارمانونه پلار يې په درې سټې نوكر دى
غزل \ بختيار ځدراڼ
غزل له دې ستونزمن ژوند نه مې دومره ډېره کرکه راشي لکــــه د دوه وؤ شریــــــــکانو تر منــــځ ورکه راشي دسرخطرامـــــــــــکان په سلـو کې وي سل مــلګرو!
غزل/ نجيب الله اکرامي
غزل دا د يار د مينې زور راته ښکاريږيد رقيب مخ ځکه تور راته ښکاريږي اوس منمه، چې خپلواکه شوې جانانهدا، چې ستا د بنگړو شور راته ښکاريږي څنگه ور شمه لا ما کې خو سا گرځيخپل ټاټوبى لکه گور راته ښکاريږي
د نبيلې غزل تازه غزل
غزل چې يې رسيږي د اسمان تر ګرېوانه لاسونه د زورورو خلکو دومره دي اوږده لاسونه شپږ کليمې مې په ځان وې چای مې چې وړه مېلمه ته خدايږو چې بيا مې هم بې واره رپېده لاسونه که دې نظر نه وای ، نو نه به پرېوتم له ټاله د مرګ په درد به مې اوس ولې ماتېده لاسونه زه يې منمه بې سوګنده صدقه دې شمه په وظيفات به راته نه ږدې پښتانه لاسونه* (( شوخ پېښور ، ژيړ
د قدرت الله درمان يو ډېر ښايسته غزل
غزل خفه په دې نه يم چې ما پسې خبرې كـــويدا خلك تل زما په شا پسې خبرې كــــويخپله ګناه د ورميږ څټ دى چاته نه ښكاريــږيمدام لګيا وي ما او تا پسې خبرې كـــــوي خپل به جانانه د مړۍ په خوراك نه پوهيـــږيخو په وزير او په پاچا پسې خبرې كـــــوي
د نبيله غزل يو ډېر خوږ غزل\نوى
غزل ګناه منمه بې قصوره دومره هم نه يمه بس دی پخلا به شم خونپوره دومره هم نه يمه خلک دې وايي ، په زېړي درپسې نه يم اخته بې غوره ! نه مرمه رنځوره دومره هم نه يمه دا خو مې هسې پرون تا ته لږ ازار درکوه له کورنۍ نه خو مجبوره دومره هم نه يمه کوچنی ريبار دې چې رټمه په دې مه تېروځه که مخ ته راغلې نو باتوره دومره هم نه يمه
غزل \ عندليب
غزل ته دې قاتل نظر ته ووايه چې نه مې وژنييا خو يې وپوښته چې ولې او په څه مې وژني د تورو جنګ ته خو په شوق ځمه په مينه ځمهد شوق او مينې جنګ کې ستا کاږه کاته مې وژني چې به دې غيږې ته در ورسم که نه جانانهله رقيبانو لاره ډکه په هر پله مې وژني
نوى غزل \ همراز
غزل د عمل نوم دى د زندان نوم دى دغه دنيا د امتحان نوم دى ده يو چا نوم مې په زړګي كې اوسي ماته له خپله ځانه ګران نوم دى مينه د زړه د لېونتوب نوم دى د دښتې نوم د بيابان نوم دى چې د هرچا زړه ته تسل وركوي هغه يواځې د قران نوم دى بس چې د دوه و جنګول يې لګي بيا نو هغه د پاكستان نوم دى دا چې په ټول جهان كې لمر ځليږي دا مې د ګران افغانستان
د سوات غږ \ محمد عالم يوسفزى
د سوات غږ ډاكټر محمدعالم يوسفزى راشئ زما د وينو خوب له يو تعبير وګورئ چې زه د وينو په درياب كې اوس ډوبېږم ولې؟ راشئ او ماله څوك زما د لاسو فال وګورئ چې زه په توره، توره شپه كې حلالېږم
د اغلې بلينده بدرۍ نوی غزل
غزل دا نن څه په زړه وړونکي مناجات په کلي راشيد چم لیونی ځان کړي منصور ثبات په کلي راشيتمغه ېې په پټکي کې د یوې دنګې دور د زروروان وي چې سر راوړي له منات په کلي راشيټیکری به د عایشې (رض) مو د ملالو له سر اخليچا وې چې به نو دارنګه حالات په کلي راشي
د جلال امرخېل غزل
غزل ستړې ده او ښه ، بې خوبه شوې دهغواړي لږ دمه ، بې خوبه شوې ده خدای ورکړه بانه ، بې خوبه شوې دهلاړه، شوه ويده ، بې خوبه شوې ده ما ورته کلونه شوګير کړی دیدا په يوه شپه ، بې خوبه شوې ده سترګې دواړه پټې پټې کيږي پرې مړه نه
د نبيله غزل تازه غزل
راليږونکی : نبيله غزل ټليفونشميره: برېښناليکپته: nabila.ghazal@yahoo.com سرليک: غزل نېټه: 01.08.2009 19:28 غزل دومره ظلم ، دومره ظلم جار درباندې نه کومنه ؛ زه د لمدو زلفو ګوزار درباندې نه کومبل تصوير درلېږمه الله ښېرې به نه کوې نه جانه تر مرګه انتظار درباندې نه کوم بيا مې که ستا فون کې د جينۍ خبرې واورېدې خورم دې
د بلينده بدرۍ نوی او ښايسته غزل
غزل تلو ، ما رومال کې ورته غوټه کړې چابکې اوښکېورسره وي به که به وخته وي ترې ورکې اوښکېپه ده د کاڼو باران بیا هم مسکي ماته کاتهځکه مې سترګو کې شوې پاتې هکې پکې اوښکېزه چې شهیده ستا تصویر له شیشې ګرد پاکومشي راروانې په باړخو ستا د ادکې اوښکېپه څ
د نصرت الهام نوی غزل
غزل دا اغاز پكې اوسيږي دا انجام پكې اوسيږي توره شپه دلته خوره ده تور ماښام پكې اوسيږي ته زما د زړه محل كې ته زما د زړه پاچا يېاو ستا زړه لكه جونګړه ستا غلام پكې اوسيږي د پيالې تږى دې نه يم، ساقي ستا له سترګو ځار شميو سورور پكې اوسيږي يو سلام پكې اوسيږي
غزل\ رحمت شاه سائل
غزل د پښتنو کوڅې خو داسې بـــې ايــــمانــه نـــه وې داسې بې ژونـــده نــه وې داسې بې جانانه نه وې کلونه پس شو سره مــــخ ســــره مـــو ونه ژړل
نوى غزل \ مدثر همراز
غزل ولس به يې ساته د ولس لاره يې ساتلهيو څوك و چې د چا د ژوند لپاره يې ساتله هرچا و دوه او درې ياران له ځان سره ساتلييو دا و چې يواځې يوه ياره يې ساتله كه زه توره په لاس يم خو له شوقه يې ساتمهكه دۀ سره وسله وه نو له ډاره يې ساتله
دوه نوي غزلونه / الهام
غزل نصرت الهام په دې سلګۍ، سلګۍ ورځو اوشپو ژړل پكار دي چې اور بل شي په سترګو په لېمو ژړل پكار دي ددې تراخه، تراخه وخت تېرول د زهرو ګوټ دى
غزل/ محمد اسماعیل (عندلیب )
غزل نور مې نو د ښکلو له ازاره خدایه اوباسه
د نبيله غزل يو خوږ غزل
غزل کاڼي به هندارې کړي ګلاب ګلاب نظر زما شپې به ناکرارې کړي ګلاب ګلاب نظر زما دا زمونږ د کلي دا کاپرې بې حيا پېغلې ټولې به ديندارې کړي ګلاب ګلاب نظر زما نور به هر سحر دا ستا ايميل په اوښکو نه وينځم هسې نه بې لارې کړي ګلاب ګلاب نظر زما ته چې کله نه
د جلال امرخېل نوی غزل
غزل جوړې خبر دی ، په زړه لاس ونيسه اوتر اوتر دی ، په زړه لاس ونيسه زيړ مازيګر دی ، په زړه لاس ونيسه د غلا خطر دی ، په زړه لاس ونيسه دا د کابل مړژواندي ښکلي نه دي شوخ پېښور دی ، په زړه لاس ونيسه د سترګو موج يې په ځوانۍ راغلی مست سمندر دی ، په
د نبيلې غزل تازه غزل
غزل سور ګلاب ، ښايسته ګلاب په لاس درته ولاړه يم نه دې خورم راځه ګلاب په لاس درته ولاړه يم ته دې له خپل زړه سره سلا کوه چې څه وايي زه به ټوله شپه ګلاب په لاس درته ولاړه يم مړاوې مړاوې كېږمه او ستا د تازه زړه غوندې داسې يو تازه ګلاب په لاس درته ولاړه يم مړ شې ، مړشې ، مړ شې چې لا اوس هم ميکدې ته ځې څه نشه نشه ګلاب په لاس درته ولاړه يمزړه مې د راتلو د انتظار له غمه وسولوسور لكه لمبه ګلاب په لاس درته ول
د جلال امرخېل دوه غزلونه
غزل د پرهر څړيکې په شور شي ، پټ دردونه پرې درانده شي هديرې شي غوڅې ، غوڅې چې روحونه پرې درانده شي محبت چې سړی مات کړي ، اندامونه پرې درانده شي خپل وجود ورباندې بار شي ، خپل لاسونه پرې درانده شي د قاتل تخت به ډوبيږي ، که مقتل ډک شي له وينو او رسۍ به د دار ش
د نبيله غزل يو غزل او يو نظم
غزل داسې نه چې ګنې مړه دي پښتانه راويښيږي به ويده دي پښتانه دنګ غرور يې د اسمان تڼۍ شلوی شي خو په خاورو کې پراته دي پښتانه بې قصوره د چا خون پر غاړه ناخلي ستا د سترګو په څېر نه دي پښتانه اوس شيندلي د حالاتو زلزلو دي که نه کاڼي د يو غره دي پښتانه دا چې هر څوک يې هوس کړي د خوړلو
غزل /جلال امرخېل
غزل تا په نکريزو پر ورغوي زما ، نوم ليکلی ما د خپل جسم په رګ رګ کې دا ستا ، نوم ليکلی مونږه مجبوره ، مونږ ته بله لاره نه وه پاتې مونږ سر ښندنې ته په خپله رضا ، نوم ليکلی په ښاريه کې يوه نوې اندېښنه خوره ده چا د قاتل پر دروازه د پاچا ، نوم ليکلی پر هره لاره چې پل واخلمه ، واپس راشمه پر هره لاره د بېلتون د بلا ، ن
غزل استاد عبدالله صداقت
ولې به هر وخت ستا تصویر ته ژړیده جانانه نړۍ ددې اوښکو په راز نه پوهیده جانانه اوتر اوتر به یې کتل د وخت له ویرې ځینې غلې د کلي په کوڅو کې تیریده جانانه بیا یې د سترګو کټوري له اوښکو ډک ښکاریدل ستا د راتلو په انتظار وه ویریده جانانه ستورو یو بل نه تپوسونه د سپوږمۍ چې کو