د اريوب اريوب لخوا خپرې شوې لیکنې
ستادسمال: رحيمه پښتونجار
ستادسمال ++++++++++++++++++++++ ډير کلونه ما تاته په زړه کې ځای ساتلی و ستا د يو ليدو په طمع زړه ډير ژړيدلی و هسې ښاپيرۍ مې د روح غوږ ته بګنيدلې وې چې ورشه يار ته ورشه ستا په طمع ستا په هيله دی ناست د زړه تيارو کې شمع يې مړه پتنګ يې ستړی دی ورشه ورته جوړه کړه د مينې دنياګۍ نوي ورکړه هومره مينه چې دې زړه کې نازولی دی څومره په هوس مې س
د شمعې شوګير نوى غزل
غزل : شمعه شوګير زمـــــــاغزل هــــم داشنــــاوجــــــــود دی له ګل نازک دی دښــــــــکلا وجود دی کلک يې ونـه ګڼئ مـــــــــاتيږي زړونه زړه دخنــــــدا اودژړا وجـــــــــــــــود دی هسې به يې، پرې تېروتلی ګـــــــــوره! دا ائينه رنګی خو زمـــا وجـــــــــود دی يو د يوبل سره مـــــــونږ دومـــــره نږدې فرق يې مشکل دی چې دچاوجود دی په شمعـــه مالګـــــــــــوئ تورهمځلــــــو داپـ
رحمت الله رحمت : ورېنداري ته وايه موږ وبخښه
ورېنداري ته وايه موږ وبخښه زحمتونه یې ګالل دهر چا خبري يې زغملې هرڅه به یې پرځان وړل خو چا یې هیڅ فریاد نه واورېدی . پرځوانۍ کونډه سوه دواده دوهم کال یې وچي خاوند " تورګل" یې دموټر دجنګېدو په پېښه کي مړ سو . دخاوند تربرو به هرکله چخني او کږې خبري ورته کولې او هر یوه به جلا – جلا په زړه کي ګوړي ورته ماتولې ، شاپېرۍ به یواځي داورته ویل : تاسي خو لږ صبر وکړئ چي زما "عیده " خو تېره سي .لنګه غوا ، داخترپسه او څو تلتکه چي ول
نسيم ستورى
د قسمت بڅری په حجرو باندې مئين يم پښتنو نه مې سر زار شه زه د داسې وجود ساه يم د پښتو نه مې سر زار شه عقله هـسې لېـونـی ئې ښايســتونو پسـې ګرځي تل ښايسته زما وطن دی د شملو نه مې سر زار شه وخته څله بغاوت کړي فکر اوس لا ښه سمسور شو بيا پيغام د محـبـت کـې د خـوږو نـه مې سـر زار شه چې د قام لپاره مړ شې مړ خو ندی تل ژوندی دی چې انا مو د پښتو ده د جرګو نه مې سر زار شه د جنون په ګونګه
د جلان جادوګر هنر: استاد اسدالله غضنف
استاد اسدالله غضنفر د جلان جادوګر هنر د جيلاني جلان (د ګلپاڼو اتڼ ) مې په اول ځل د تېر ژمي په يوه بې برقه شپه كې ولوست او دويم ځل مې تېره شپه ( د ۱۳۸۷ كال د اسد نهمه) وكوت. زما عادت دى چې د لوست په وخت په كتاب باندې خپلې تبصرې هم د پاڼو په څنډو كې ليكم. زما په دواړو تبصرو كې فرق دى. لكه دوو بېلو كسانو چې تبصرې كړې وي. د دې كتاب ځينو بيتونو مې تېرژمي توجه جلب نه كړه خو دا وار يې خوند راكړ او بلعكس. داسې ځكه كېږي چې د هنر اندازه كول د كيفيت اندازه كول دي او كيفي
غزل : سيد جيلاني جلان
غزل درد مې د فن جامې اغوستي غزل خوان دى اوس مې زړه ديوه حسن ترجمان دى ټول بدن يې دستم د كفر كور شو يو ليمو كې يې نظر ناست مسلمان دى په خوږو پستو كيسو كې زمونږ مرګ دى اخ د سرو غشو باران زمونږ درمان
د شمعې شوګير په زړه پورې غزل
غزل زه هــــــم مئينه يمـــــــــــــــهپه زړه غمجنــه يمـــــــــــــهدکاينات ښـــــــــــــــکلا يمدګلـــــــــــــــــــو ونه يمـــــــهزه دې له اوښکوجـــارشمزه دې لمنـــــــــــه يمـــــــــــهستادڅنــــګل دپاســــــــــه
د ميرمن کلتوري او ټلنيز بهير راپور : نجيبه زمان
ليکواله : نجيبه زمان دميرمن کلتورې ـ ټولنېزبهير دڅوارلسمې اوونيزې غونډې رپوټ ځای : دپوهنې وزارت، کلوپ د مېرمن کلتوري ټولنيز بهير د ١٣٨٩ کال ۱۴ اونيزه غوڼډه تېره شنبه د چنګاښ د مياشتې په ( ۱۹ ) نېټه د د پوهنې د وزارت په تالار ک
خبرتيا
خبرتيا په کابل کې د صبا خپرندويه مرکز او په ځانګړي ډول نوا راډيو غواړي چې دعدل او انصاف په اړه د ليکل شويو شعرونه يوه مجموعه چاپ کړې نو له تاسو درنو شاعرانو څخه په درنښت هيله کيږي که څوک د عدل او انصاف په اړه شعرونه لري . مهرباني دې وکړي د (2010 دجولاى 25 )نيټې پورې دې په دې پته راوليږئ کابل .دريمه کارته .نوا راډيو. بريښناليک Jillani_jallan@yahoo.com
د شمعې شوګير په زړه پورې غزل
سرليک: غزل ډېره يې مـــــــــــــزه وکړه نن دې چې غصــه وکړه غېږه بــــــــه دروسپـارم راشــه کنه شپـــــــه وکړه بياپه زنګېــــدوراغـلې بيادې څـــــه نېشه وکړه نورله دې جـــــــامونو نه وګرانـــــه تـــــــــوبه وکړه کړوبه زه اوتـــــه شوګير شمعې سره وعـده وکړه شمعه شوګير
په دې زه هم نه پوهيږم ؟: سيد جيلاني جلان
په دې زه هم نه پوهيږم ؟ څه د سرو سلګيو وخت دی چې ترکېږمه وريتېږم د لوګي سکنی ورور شوم د لمبو په سر ګډېږم ته مې هم په صبرلمانځې زه هم صبر صبرغواړم دا چې نه درنه صبرېږم په دې زه هم نه پوهېږم ؟ په شيبه شيبه قاتل يې پېژنم دې پېژنې ځان ته مې وژنې زه ځان وژنم خو دا ولې نه مړکېږم؟ دا مې لويه سرمايه ده د دردونو د ژوندون د خپل مات ارمان په پښوکې اوده کېږم بيدارېږم دا با
د شمعې شوګير په زړه پورې غزل
: شمعه شوګیر غزل د يرغلګرغوندې په زړه کې ځای په زورجوړوي ضرور دې راشي چې په مينـه پکې کورجــوړوي دانن سبامئين ښې خـــــــــــــــــــــــــامې ارادې لري که مـــــــاشومان په نه خبره باندې شــورجـــوړوي په دې کوڅه کې ځې راځې خــوګـوره پام دې وي رقيب ظالم ترې دسنګسار لـه پاره تــورجـوړوي چې ته راوګــــــــــــــورې اوزه درنه مخ وړاومـ
محمد کريم امين متونوال
نيمه خوا می هر ارمان شی نيمه خوا می هر ارمان شی تنګ په ما واړه جهان شی دخيالونو کور می وران شی چی سحر کله ازان شی شپه چی کله شومه د م شی يا امير شم يا وزير شم رقيبان می غلامان شی غلامان می رقيبان شی کله زه ديار دزلفو په ځنګل کې تری تم شی په انګوله زمريان شي ګيدړان راته ليوان شي يا د قاف په تورو غروکی شم پاچا دښاپيريو راسره څوښا پيريان شی س
د ميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهيرد دولسمې اوونيزې غونډې رپوټ: هوسۍ وفا
« د الهي عشق تناقض دلته دی، چې هغه ستاسو معنوي بری او ورسره هم مهاله له نورو تاسو بېلوي!ځکه چې لږ شمېر وګړي، دغې سوځونکي عشق ته رسېدلي! » د ميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهيرد دولسمې اوونيزې غونډې رپوټ نېټه:۵/ ۴/ ۱۳۸۹ ليکونکې: هوسۍ وفا
غزل : رحيمه پښتونجار په زړه پورې غزل
غزل پر تا مئېن زړه مې ېاغــي شو له مــجـــالــه ووت لکه کـــبلی د غـــشو لانــدې د خــپل حـالــه ووت اوس به مې غوڅه کړم دشعر ژبه قلم په تـوره که د غزل دور مــې هــم چــــور له زوالـــه ووت د اندېښــنو مالــک نــه غــــشي د ولـــکې وتـــلي لګي د زړه په کور مې نېغ د وخت له ډالــه ووت څو به تنــدی وهم په کاڼـــو ورتـــه پاکــه ربـــــه نــن او ســـبا دا عـــــبادت هــم له کــم
زما جانان وطن : سيد کريم خوستى
زما جانان وطن زما ژوندون زما ايمان دی وطن قسم په خدای راباندې ګران دی وطن په دې غمجنه پرديسې کی مدام زما ارمان زما ارمان دی وطن منم چی وران دی کنډ کپر به وی خو ماته جنت دی ګلستان دی وطن
د سترګو لار : انديښمن ځاځى
د سترګو لار چې تر داره تلل مې زده دي تــر سنګساره تلـــــل مـــــې زده دي بيا نو يــــــاره پـــــورې رســــم او تر ياره تلــــــــــل مــــــې زده دي سندر مارې ښـــــــــــاپيرۍ چې تــــــــــرينه خپلې کــــــــړمه ډيرې د ســـــ
ها د کابل په شپوکې: رحيمه پشتونجار
ها د کابل په شپوکې په هغه تورو شپو کې پاس د بلۍ په لمن چې مو د مېنې ډېوې بلې کړلې ستا د غزل ښاپېرۍ راته د پېغلو ستورو د ارمانونو سرې جوړې ګنډلې زما په سر به ېې د سپېنې سپوږمۍ شال غوړوه د تورو شپو دېو به غلام و زمونږ پاس په اوږو به ېې وړه د وړانګو ډولۍ په هغه تورو شپو کې پاس د آسمان په ګلبڼ د سپېنو ستورو غونچو نه به شبنم ورېده زمونږ د مېنې پر تنکېو لمبو تا به کاتل ورته د شعر خداېه په
د سميرا کوچۍ تازه غزل
غزل نه و، دا چې اوس په کومه لار قدم جانان اخلي دا خو مې شېبه شېبه د مينې امتحان اخلي ظالم غوندې يو خوب مې دى ليدلى څه به کېږي تا به رانه اخلي که مې اوښکې او ګرېوان اخلي له اوره که يې بچ کړو لاس و پښې يې رانه غوڅ کړل دا خواخوږي ګوره بدله د خپل احسان اخلي
ګرانې اروښادې مورجانې ته! سيد جيلاني جلان
ګرانې اروښادې مورجانې ته!هغه هاغه پورې شين بخونه غونډۍ ګورې!چارچاپېره ترېنه شنې ونې ولاړېهلته پروت زما ارمان زما جنت دیبام د ميني ته د زړه ستنې ولاړېچې د سرو شنو مرغکيو سيل پرې ګرځيد خوږ لفظو اوازونو پرې اتڼ دیپستور پرې له شينکي اسمانه اوريد قدرت د رحمتونو پرې اتڼ دیهغه شنه جنډه چې رپي نري باد تهپرې ليکلې مې سپېڅلې کليمه دهها زما د خوږې مينې سر چينه ده