په دې زه هم نه پوهيږم ؟

څه د سرو سلګيو وخت دی چې ترکېږمه وريتېږم
د لوګي سکنی ورور شوم د لمبو په سر ګډېږم

ته مې هم په صبرلمانځې زه هم صبر صبرغواړم
دا چې نه درنه صبرېږم په دې زه هم نه پوهېږم ؟

په شيبه شيبه قاتل يې پېژنم دې پېژنې ځان
ته مې وژنې زه ځان وژنم خو دا ولې نه مړکېږم؟

دا مې لويه سرمايه ده د دردونو د ژوندون
د خپل مات ارمان په پښوکې اوده کېږم بيدارېږم

دا بايللی بخت جلانه د مالګين صابونه لار شوه
پرې غورځېږمه پاڅېږم او چې پاڅېږم غورځېږم


سيدجيلاني جلان
يادونه :- دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى