محمد تنها

Profile Photo

محمد رحمت الله تنها اندړ د قضاوت پوه مولوي ميرزاخان عاطفي زوي دی. نوموړی د كابل پوهنتون د ساينس په پوهنڅي کې د فزيك په څانګه كي استاد دی او علمي رتبه يې پوهنیار ده.
نوموړی د غزني ولايت د اندړو د ولسوالي اصلي اوسیدونکی دی. خو د ۱۳۶۲ لمريز كال د سلواغې په دويمه نيټه د كابل په ښار كي دې نړۍ ته سترګی غړولي دی.

زده کړې

لمړنی او ديني زده كړي یې له خپل ګران پلار څخه زده كړي او په يوولس كلني کې دسويي د آزمویني په تيرولو سره اووم ټولكي ته تللی ، مانا داچې زده كړي یې په ښونځي كې له اووم ټولګي څخه پيل كړي دي، په ۲۰۰۰ زیږیدیز كال كې د خيرخاني ميني د غلام حيدرخان له عالي ليسې څخه وتلی او په ۲۰۰۱ كال كي یې د كابل پوهنتون د ساينس په پوهنڅئ كې د فزيك په ځآنګه كې زده کړي پیل کړي. استاد په ۲۰۰۴ زیږدیز كال كې د همدي پوهنځئ د فزيك له څآنګي څخه په لوړه درجه وتلی او په ۲۰۰۵ زیږدیز كال كي یې په همدغه څآنګه كي داستاد په بڼه په خپله دنده پيل كړي او تر اوسه هم په همدې دنده پاتي شوی. نوموړي دخپلي دندي په موده كي د نړيوالي اتومي انرژي ادارې په بیلابیلو نړیوالو فيلوشيپونو کې ګډون کړی. استاد د اټومي او اهستوي فزیک پوه دی او له افغان هستوي فزیک پوه پوهاند ډاكتر عبدالحي نظيفي سره یې په ګده د كابل پوهنتون لپاره دهستوي فزيك په اړه په پښتو ژبه دوه كتابونه ليكلي او چاپ شوي دي.د استاد تنها اندړ ګڼ شمیر مقالې په ځينو ملی او نړیوالو مجلو او ویبپاڼو کې خپرې شوي.استاد په ډیرو نړیوالو کانفرانسونو او سیمینارونو کې ګډون کړی او په ځیینو هغو کي یې بشپړه ونډه اخیستي ده.ټولي لیکني یې د ده په مورنی ژبه پښتو باندي دي. په پښتو دري او انګريزي باندې رواني خبري او لكني كولاي شی او په عربي، آلمانی او ارودو ژبو پوهيږی خو لیکني نشی پرې کولای. استاد دامحال په کابل پوهنتون کې د هستوی فزیک استاد دیږ



د منهاټن پروژه - د آمریکا اټومي بم پټ رازونه

 د بن پوهنتون انګړ واورې پوښلی وؤ، محصلین هم نور د کرسټمس په رخصتیو روان ول،‌هوا سړه او خړه وه، پوهنتون د رخصتیو له امله نږدې تړلی وؤ خو هستوي فزیک ته تږي دوه آلماني ساینسپوهان فريډ شتراسمن او آتو هان د انګریز ساینسپوهانو ارنست راډرفورډ او جیزم چادویک په نظریو باندې ژور فکرونه کوئ، کله ګوتې وشماري‌،‌کله یوبل ته په پټه خوله اشارې سره کوئ او سرونه سره ښوروي او کله هم بیا د کافي یا چای لپاره په دمه کې د خپلو موندنو په اړه خبرې کوئ. نن نو د ۱۹۳۸ عسیوي کال د ډیسامبر ۱۷ مه نیټه

02.12.2013 محمد رحمت الله تنها

د هستوي انرژي مخینه او راتلونکې

نن سبا د نړۍ په اقتصاد او سیاست کې انرژي او د هغه منابع رغنده رول لري، غربیان له هغو عربو سره ښه ملګرتیا کوئ چې د انرژي منابع یې وسره شریکې کړېدئ، نړیوال یوبل سره مخالف هیوادونه ځکه په یوه میز خبروته سره کیني چې اقتصادي ګټي یې یو په بل پسې تړلې وي لنډه دا چې په یویشتمه پیړۍ کې د اوږدمهاله ملګرتیا فلسفه نوره د تطبیق وړ نده،‌په دې پیړۍ کې اوږدمهاله ګټې مهمې دي.‌ د ګڼ شمیر ګټو په لړ کې یو هم یو له بله د انرژي د ضرورتونو پوره کولو ګټه ده.‌دې چارې ته د حل موندلو لپاره مهمه ده چې په

22.11.2013 محمد رحمت الله تنها

په افغانستان کې ساینس کومې خوا ته روان دی ؟

په یاد مې دي چې مور او پلار به مې په افغانستان کې د راډیوګانود لومړني نسل کیسه راته کوله، هو د غږ هغه ډبلي به یې یادول چې په یوه کلي کې به یوه ايښي و او سپین ږیرو به له استغفار سره مل ویل چې زمانه اخره شوې او ډبلی خبرې کوي. د ساینس او ټکنالوژي دا پرمختګ یوازې کلیوال نه بلکې ښاریان هم اندېښمن هیښ کړي ول له ملا تر عامي، له مزدوره تر باداره، له کارګره تر سرداره پورې ټول د ټکنالوژي په دې پرمختګ باندې ساعتونه سره غږیدل. دولت هم په دې لټه کې و چې څنګه وکولای شي دا ټکنالوژي هیواد ته ر

20.11.2013 محمد رحمت الله تنها

ولې د ایران اتومي پروګرام ناندریز دی؟

د نړۍ وګړي د پیدایښت له پیله له بېلابېلو ننګونو سره مخامخ وو، د دغو ننګونو په مقابل کې مقاومت تر هغه پورې اسانه برېښېده چې انسانان لا په دې نه و توانېدلي چې خپل ځان ته په خپل لاس د غمونو کروندې جوړې کړي. په ساینس کې د وروستیو دوو پېړیو پرمختګونو د انسانانو په ژوند کې د هوساینې راوستلو ترڅنګ ننګونې هم زیاتې کړې. دغه ننګونې هله له کنټروله ووتلې چې د انسان ماغزو د اټوم او هستې څېرې کولو تابیا وکړه. ايټالوي ساینسپوه انریکو فرمې په ۱۹۳۴ زیږدیز کال کې د یورانیمو

17.10.2013 محمد رحمت الله تنها

نړیوال اټومي انرژي‌آژانس لنډه پېژندنه

کله چې د ۱۹۴۵  زیږدیز کال اګسټ میاشت د دوهمې نړیوالې جګړې په ورستیو کې د آمریکا د پوځ لخوا د جاپان په هیروشیما او ناګاساکي ښارونو باندې اټومي بمونه واچول شول نو په  پایله کي یې شا او خوا ۲۲۰۰۰۰ بې ګناه جاپاني وګړي ووژل شول چې په دې سره دوهمه نړیواله جګړه هم پای ته ورسیده. دې پیښې د نړۍ نور ځواکمن هیوادونه لکه روسیه، انګلستان او فرانسه هم د اټومي وسلو جوړولووته وهڅول. په دې لړ کې د روسیې هیواد په ۱۹۴۷ زیږدیز کال کې د هایډروجني بمب په جوړولو بریالی شو. کله چې آمریکايي چارواکي په دې ډا

04.10.2013 محمد رحمت الله تنها

دآنلاین بورس لټونې لنډکی لارښود

د آنلاین بورس یا سکالرشیپ د موندنې لند لارښود    سکالرشیپ یا بورس هغې نقدي پانګې ته وايي چې یوه وړ زدکوونکي ته د لوړو زدکړو په موخه د یوه هیواد، ادارې، شخصي شرکت او یا هم یو شخص لخوا د هغه لاسته راوړونو د هڅونې لپاره ورکول کیږئ . د بورسونو موندنه کله کله سخته ښکاريږي خو که څوک یې د لټون په ډول او لارو چارو پوه شي نو ډیره آسانه ده. د بورسونو په لټون کې چې لاندې دری اصله په پام کې ونیول شي بیا نو د بورسونو لټون ګران کارندی.  

24.09.2013 محمد رحمت الله تنها

زمونږ په ژوندانه باندې د وړانګو اغیزې

  زمونږ په ژوندانه باندې د وړانګو اغیزې   یادوونه: له دې لیکنې څخه مخکې د (وړانګې وپیژنئ)‌لیکنې لوستل اړین دي!   له فزیکي اړخه د انسان بدن یو تولیدکوونکی خو مصرفي ماشین دی. ټول ماشینونه کار کوي او کار هله تر سره کیدای شي چې انرژي موجوده وي ځکه خو انرژي ته د

10.09.2013 محمد رحمت الله تنها

نړۍ په فزیکي ماهیت کې بې رنګه ده

نور یا رڼا یو ډول انرژي ده چې د بېلا بېلو فریکونسۍ لرونکو الکترو مقناطیسي څپو په بڼه څرګندېږي. اوږدې څپې ټیټې فریکونسۍ او لنډې څپې لوړې فریکونسوۍ لري.‌فریکونسي د څپې د تکرار کچې ته وايي. هر څومره چې فریکونسي زیاته شي په هماغه اندازه څپه قوي کېږي. د الکترومقن

01.09.2013 محمد رحمت الله تنها

تیاره توکي او تیاره انرژي

مونږ په داسې یوه نړۍ کې اوسېږو چې که هرڅومره  یې د څپړلو او مطالعه کولو هڅه کوو، نور مو هم حیرانوي. د کهکشان څېړنه اوس د ساینسپوهانو لپاره هم د پندانې کیسه غوندې هره ورځ له سره کېږي، خو خلاصېږي نه. د ساینس د پېړو کتابونو او پرمختللو لابراتوارونو په لیدلو سره کېدای شي ځینې په دې باور وي چې ساینسپوهان د کهکشان په ډېرو کیسو پوه دي. خو ساینسپوهان یوازې په هرڅه د پوهېدو خوب لېدلی شي. د نړۍ، تشیا او پنځون په اړه ډېرې داسې بنسټیزې پوښتنې

27.08.2013 محمد رحمت الله تنها

د پوهاند ډاکټر سید محمد حسیني لنډ ژوند لیک

پوهاند دوکتور سیدمحمد حسینی ولد مرحوم میر محمد هاشم حسینی به تاریخ دوم حمل 1308 شمسی مطابق 22 مارچ 1929  در گذ ر بابای خودی در کابل تولد شده و در برج قوس 1328 (1949) از لیسه عالی امانی (سابق لیسه نجات) فارغ  شده شامل پوهنحی علوم پوهنتون کابل گردید و دربرج حوت 1332 مطابق ماه مارچ 1953  از شعبه ریاضی و فزی

25.08.2013 محمد رحمت الله تنها

هستوي ریکټور څنګه کار کوي ؟

په یوه هستوي بټۍ کې د یورانیم ۲۳۵ هستو د انشقاق په پایله کې ستره تودوښه تولیدیږﺉ.د ریکټور په مرکزي برخه کې یو ځنځیري هستوي تعامل رامینځ ته کیږي چې بیا دا ځنځیري تعامل د کنټرول میلو په واسطه کنټرولیږي. په نړۍ کې ډول ډول هستوي بټۍ شته چې پیژندل شوی او ډیر د کار وړ ډول یې تر فشار لاندې اوبو هستوي بټۍ ده چې د دوو کړیو بټۍ هم ورته ویل کیږي او هغه ځکه چې دا ډول بټۍ د اوبو دوه کړیی کاروي. لمړی کړی یې هغه تودې اوبه کاروي چې د هستوي تعامل په پایله کې رامینځ ته شوې دي. دا اوبه د سانتی

22.08.2013 محمد رحمت الله تنها

هستوي بټۍ څنګه ویلي کیږئ ؟

د هسټوي بټۍ په مرکزي برخه کې یورانیم د سون توکو په بڼه کاریږﺉ. په دغه برخه کې د اوبو یو تړلی سیسټم شته چې د بټۍ په سړولو کې مرسته کوﺉ. کله چې د سړیدونکو اوبو د پمپولو سیسټم له کاره ولویږﺉ نو د بټۍ تودوښه په بې ساري ډول د سانتي ګراد تر ۵۰۰۰ درجو پورې لوړیږي چې په دې حالت کې اوبه په اوکسیجن او هایډورجن اوړي.هایډروجن له بټۍ څخه باندې وځي او د هوا له اوکسیجن سره یو چټک تعامل کوي چې دا تعامل د چاودنې لامل ګرځي. په دغه ډول چاودنه کې چاپیریال ته په زیاته کچه راډیو اکتیف وړانګې خپریږئ.

21.08.2013 محمد رحمت الله تنها

لمر: پنځون، پیل او پای

ساینسپوهان په دې باور دي چې له نن نه شاوخوا ۵ ملیارده کاله  وروسته به لمر په خپل زړي کې ټول هایدروجن سوځولی وي، او د خپل پوټکې په سوځولو به یې هم پیل کړی وي.  د لمر د پوټکي سوځېدا به لمر له نننۍ کچې نه نږدې ۳۰۰ ځلې ډېر بړسولی وي، او لمر به د ځمکې په ګډون د لمریز نظام ډېره برخه د خپلې ګېډې نغري ته غورځولې وي. خو د لمر د ژوند کیسه به لا روانه وي. په ورپسې څو ملیونو کلونو کې به ټول هایدروجن د بڅریزې بډاینې Nuclear Fusion په مټ په هیلی

20.08.2013 محمد رحمت الله تنها

لمر: پنځون، پیل او پای

له نن څخه د شاوخوا ۴.۶  ملیارده کلونو پخوا کیسه ده. ځمکه لکه سره سکروټه د سرو ایرو او دوړو په هغه پټۍ کې راوټوکېدله چې له نوي زېږېدلي لمر نه راچاپېره وه. سپوږمۍ لا د ځمکې ګېډه کې وه، او لا نه وه زېږېدلې. د ځمکې په سر اور غورځونکو غرونو او توپانونو داسې یو سوځونکی او ویجاړونکی چاپېریال جوړ کړی و چې د ژوند تصور هم پکې نه کېده. خو ۴.۶ ملیارده کاله د مخه هم ځمکه له هغې سرې بټۍ نه تاوېدله چې نن ترې تاوېږي،

20.08.2013 محمد رحمت الله تنها

لمر: پنځون، پیل او پای

انسان له خپل پیدایښت نه تر ننه پورې د لمر سره یوه ځانګړې خپلوي پاللې ده. هر ګهیځ د هسک له ختیز ګوټ نه راځلېدونکې سرې تبۍ انساني ژوند ته لوری وربخښلی دی. د شته ساینسسي پوهې له مخې د لمر وړانګې، او یا په بله وینا له ځمکې نه دلمر اوسنی مناسب واټن، له هغو درې یا څلورو اړینو شرایطو څخه یو دی چې ژوند یې د ځمکې پرمخ شونی کړی دی. داسې ښکاري چې لرغوني انسانان هم د ژوند لپاره د لمر په ارزښت ښه خبر ول. د منځنۍ امریکا له لرغوني مایا مدنیت   Maya Civilization نه نیو

20.08.2013 محمد رحمت الله تنها

د یورانیمو په اړه لنډ مالومات

د یوارنیمو نوم د اورانوس سیارې له نامه څخه اخیستل شوی چې د یورانیمو له کشف څخه اته کاله مخکې کشف شوې وه. یورانیم د لمړي ځل لپاره د یوه آلماني کیمیاپوه لخوا په ۱۷۸۹ زیږدیز کال کې کشف شول، دا یورانیم دپخواني بوهیما یا اوسني چک هیواد د سپینوزرو له کان څخه لاس ته راغلي وؤ. یوارانیم د لمړي ځل لپاره په ۱۸۴۱ زیږدیز کال کې د فرانسوي عال

20.08.2013 محمد رحمت الله تنها

پوهاندډیپلوم انجنیر زلمی احمدزی

پوهاند ډیپلوم انجنیر زلمی احمدزی د جمعه ګل ځوی په کال ۱۳۳۸ لمریز کې د پکتیا ولایت د احمد آبا ولسوالۍ د رود سلام خیلو د سید فضل په کلي کې  زیږدلی. خپلې لمړنی زدکړي یې په کال ۱۳۴۵ کې د رود احمدزیو په لیسه کې پیل او په ۱۳۵۷ کال کې له دغې لېسې څخه په عالی درجه وتلی دی. ښاغلی استاد په ۱۳۵۸ کال کې د لوړو ز

18.08.2013 محمد رحمت الله تنها

د پوستکي سرطان او له هغه سره د وړانګو تړاو

د پوستکی سرطان ډیری وخت په پوستکي کې د یوه بدلون په بڼه رامینځ ته کیږئ،‌ دا ډول سرطانونه په لمړی سر کې داسې ښکاري لکه په اور سوی. که چیرې مو د خپل پوستکی په رنګ او ماهیت کې په تدریجی ډول بدلون ترسترګو شو نو بې له ځنډه ډاکټر ته مراجعه وکړئ.‌ دوه ډوله د پوستکی سرطانونه شته چې د غیر توموری پوستکی سرطان اوتوموری پوستکی سرطان په نامه یادیږئ.‌لمړی ډول یې ډیر مشهور خو د لږ زیان لرونکی او دوهم ډول یې لږ مشهور خو د ډیر زیان لرونکی سرطان دی. د پوستکی سرطان څنګه اصلی لامل

18.08.2013 محمد رحمت الله تنها

ولې د نور چټکتیا په طبعیت کې د چټکتیا وروستی حد دی ؟

اینشټاین د نور چټکتیا ته "په طبعیت کې د چټکتیا وروستی حد وویل" ، نوموړی وویل چې که چیرې په طبعیت کې تر دې چټکتیا پورته چټکتیا را مینځ ته شئ نو د نسبیت تیوری به تر پوښتنې لاندې راشئ. ده وویل دا به په دې مانا وي چې  ګولی د ماشې له کشکولو څخه مخکې هدف ته رسیدلې ده. دا پدیده به حتی دا امکان رامینځ ته کړي چې وخت هم په حرکت کې شئ. اوس دا پوښتنه رامینځ ته کیږئ چې ولې د نور چټکتیا په طبعیت کې د چټکتیا روستی حد دی ؟ مخکې له دې نه چې د پوښتنې ځواب ته راشو، لمړی باید پوه شو چې د نور

18.08.2013 محمد رحمت الله تنها

هستوي برېښنا

     د لمړی ځل لپاره په کال ۱۹۵۶ کې د انګلستان د کالډر هال په ښار کې دبرښنا د تولید لپاره ستر ریکټور جوړ شو چې د ۴۷ کلونو لپاره یې انګلستان ته برښنا ورکړه.د دغه ریکټور هستوی توکی یورانیم ول چې د نړۍ تر نیمایی زیات یورانیمد کاناډا، آسټرالیااو قزاقستان لخوا تولیدیږئ. هستوي ریکټورونه د نورو ټولو برښنایی بټیو په بڼه کار کوئ او یواځینی فرق یې دادی چې دغه ریکټورونه د تیلو او سکرو پرځای یورانیم د سون توکو په بڼه کاروئ او هغه داسې چې د یورانیمو د هستې له چاودنې څخ

18.08.2013 محمد رحمت الله تنها

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more