محمد تنها

Profile Photo

محمد رحمت الله تنها اندړ د قضاوت پوه مولوي ميرزاخان عاطفي زوي دی. نوموړی د كابل پوهنتون د ساينس په پوهنڅي کې د فزيك په څانګه كي استاد دی او علمي رتبه يې پوهنیار ده.
نوموړی د غزني ولايت د اندړو د ولسوالي اصلي اوسیدونکی دی. خو د ۱۳۶۲ لمريز كال د سلواغې په دويمه نيټه د كابل په ښار كي دې نړۍ ته سترګی غړولي دی.

زده کړې

لمړنی او ديني زده كړي یې له خپل ګران پلار څخه زده كړي او په يوولس كلني کې دسويي د آزمویني په تيرولو سره اووم ټولكي ته تللی ، مانا داچې زده كړي یې په ښونځي كې له اووم ټولګي څخه پيل كړي دي، په ۲۰۰۰ زیږیدیز كال كې د خيرخاني ميني د غلام حيدرخان له عالي ليسې څخه وتلی او په ۲۰۰۱ كال كي یې د كابل پوهنتون د ساينس په پوهنڅئ كې د فزيك په ځآنګه كې زده کړي پیل کړي. استاد په ۲۰۰۴ زیږدیز كال كې د همدي پوهنځئ د فزيك له څآنګي څخه په لوړه درجه وتلی او په ۲۰۰۵ زیږدیز كال كي یې په همدغه څآنګه كي داستاد په بڼه په خپله دنده پيل كړي او تر اوسه هم په همدې دنده پاتي شوی. نوموړي دخپلي دندي په موده كي د نړيوالي اتومي انرژي ادارې په بیلابیلو نړیوالو فيلوشيپونو کې ګډون کړی. استاد د اټومي او اهستوي فزیک پوه دی او له افغان هستوي فزیک پوه پوهاند ډاكتر عبدالحي نظيفي سره یې په ګده د كابل پوهنتون لپاره دهستوي فزيك په اړه په پښتو ژبه دوه كتابونه ليكلي او چاپ شوي دي.د استاد تنها اندړ ګڼ شمیر مقالې په ځينو ملی او نړیوالو مجلو او ویبپاڼو کې خپرې شوي.استاد په ډیرو نړیوالو کانفرانسونو او سیمینارونو کې ګډون کړی او په ځیینو هغو کي یې بشپړه ونډه اخیستي ده.ټولي لیکني یې د ده په مورنی ژبه پښتو باندي دي. په پښتو دري او انګريزي باندې رواني خبري او لكني كولاي شی او په عربي، آلمانی او ارودو ژبو پوهيږی خو لیکني نشی پرې کولای. استاد دامحال په کابل پوهنتون کې د هستوی فزیک استاد دیږ

غږ او ویډیو


هستوي ریکټور څنګه کار کوي ؟

په یوه هستوي بټۍ کې د یورانیم ۲۳۵ هستو د انشقاق په پایله کې ستره تودوښه تولیدیږﺉ.د ریکټور په مرکزي برخه کې یو ځنځیري هستوي تعامل رامینځ ته کیږي چې بیا دا ځنځیري تعامل د کنټرول میلو په واسطه کنټرولیږي. په نړۍ کې ډول ډول هستوي بټۍ شته چې پیژندل شوی او ډیر د کار وړ ډول یې تر فشار لاندې اوبو هستوي بټۍ ده چې د دوو کړیو بټۍ هم ورته ویل کیږي او هغه ځکه چې دا ډول بټۍ د اوبو دوه کړیی کاروي. لمړی کړی یې هغه تودې اوبه کاروي چې د هستوي تعامل په پایله کې رامینځ ته شوې دي. دا اوبه د سانتی

22.08.2013 محمد رحمت الله تنها

هستوي بټۍ څنګه ویلي کیږئ ؟

د هسټوي بټۍ په مرکزي برخه کې یورانیم د سون توکو په بڼه کاریږﺉ. په دغه برخه کې د اوبو یو تړلی سیسټم شته چې د بټۍ په سړولو کې مرسته کوﺉ. کله چې د سړیدونکو اوبو د پمپولو سیسټم له کاره ولویږﺉ نو د بټۍ تودوښه په بې ساري ډول د سانتي ګراد تر ۵۰۰۰ درجو پورې لوړیږي چې په دې حالت کې اوبه په اوکسیجن او هایډورجن اوړي.هایډروجن له بټۍ څخه باندې وځي او د هوا له اوکسیجن سره یو چټک تعامل کوي چې دا تعامل د چاودنې لامل ګرځي. په دغه ډول چاودنه کې چاپیریال ته په زیاته کچه راډیو اکتیف وړانګې خپریږئ.

21.08.2013 محمد رحمت الله تنها

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more