محمد تنها

Profile Photo

محمد رحمت الله تنها اندړ د قضاوت پوه مولوي ميرزاخان عاطفي زوي دی. نوموړی د كابل پوهنتون د ساينس په پوهنڅي کې د فزيك په څانګه كي استاد دی او علمي رتبه يې پوهنیار ده.
نوموړی د غزني ولايت د اندړو د ولسوالي اصلي اوسیدونکی دی. خو د ۱۳۶۲ لمريز كال د سلواغې په دويمه نيټه د كابل په ښار كي دې نړۍ ته سترګی غړولي دی.

زده کړې

لمړنی او ديني زده كړي یې له خپل ګران پلار څخه زده كړي او په يوولس كلني کې دسويي د آزمویني په تيرولو سره اووم ټولكي ته تللی ، مانا داچې زده كړي یې په ښونځي كې له اووم ټولګي څخه پيل كړي دي، په ۲۰۰۰ زیږیدیز كال كې د خيرخاني ميني د غلام حيدرخان له عالي ليسې څخه وتلی او په ۲۰۰۱ كال كي یې د كابل پوهنتون د ساينس په پوهنڅئ كې د فزيك په ځآنګه كې زده کړي پیل کړي. استاد په ۲۰۰۴ زیږدیز كال كې د همدي پوهنځئ د فزيك له څآنګي څخه په لوړه درجه وتلی او په ۲۰۰۵ زیږدیز كال كي یې په همدغه څآنګه كي داستاد په بڼه په خپله دنده پيل كړي او تر اوسه هم په همدې دنده پاتي شوی. نوموړي دخپلي دندي په موده كي د نړيوالي اتومي انرژي ادارې په بیلابیلو نړیوالو فيلوشيپونو کې ګډون کړی. استاد د اټومي او اهستوي فزیک پوه دی او له افغان هستوي فزیک پوه پوهاند ډاكتر عبدالحي نظيفي سره یې په ګده د كابل پوهنتون لپاره دهستوي فزيك په اړه په پښتو ژبه دوه كتابونه ليكلي او چاپ شوي دي.د استاد تنها اندړ ګڼ شمیر مقالې په ځينو ملی او نړیوالو مجلو او ویبپاڼو کې خپرې شوي.استاد په ډیرو نړیوالو کانفرانسونو او سیمینارونو کې ګډون کړی او په ځیینو هغو کي یې بشپړه ونډه اخیستي ده.ټولي لیکني یې د ده په مورنی ژبه پښتو باندي دي. په پښتو دري او انګريزي باندې رواني خبري او لكني كولاي شی او په عربي، آلمانی او ارودو ژبو پوهيږی خو لیکني نشی پرې کولای. استاد دامحال په کابل پوهنتون کې د هستوی فزیک استاد دیږ

آیا پوهیدئ ؟!


دوهمه برخه

  چې ستاسو د زړه عضلات دا توان لري چې ستاسو وينه په هوا كې تر ۱۰ مترو پورې لري وغورځوي.   چې فيلا يواځني ځناور دى چې ټوپ نشي وهلاى.   چې ژبه د بدن تر ټولو ځواكمنه عضله ده.   چې تمساح خپله ژبه هیڅکله هم نشي دننه کولای.   چې شوپركه د پښو په واسطه خوند څكي.  

18.08.2013 محمد رحمت الله تنها

لمړی برخه

چې د لمر چټکتیا ۳۰۰۰۰۰ کیلومټره په یوه ثانیه کې ده. چې د لمر وړانګې په ۸ دقیقو او ۱۷ ثانیو کې ځمکې ته را رسیږئ. چې ځمکه ۱۰۰۰مایله په یوه ساعت کې په خپل محور او ۶۷۰۰۰ مایله په یوه ساعت کې په فضا کې چټکتیا لرئ. چې هر کال تر یو ملیون زیاتې زلزلې نړۍ لړزوي. چې په هره ثانیه کې ځمکې ته ۱۰۰ ځله تندر را رسیږئ. چې هر کال په نړۍ کې ۱۰۰۰ کسان د تندر له امله مري. چې په کال ۱۹۹۹ په انترکتیکا کې د لندن ښار په اندازه لوی د یخ غر مات شو.

18.08.2013 محمد رحمت الله تنها

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more