د لیمه وردګ لخوا خپرې شوې لیکنې
شهاب الرحمن -- پرده (حجاب)
پرده (حجاب)پرده داسی یو عمل دی چه داسلام په مبارک دین کی د انسانانو دواړه ټولگی نارینه اوښځینه دهغی په مراعاتولو مکلف دی لکه الله ج په خپل عظیم کتاب کی فرماییترجمه : ای کسانو کله چه نامحرم ووینی نو خپلی سترگی ټیټی کړی هم دارنگه ای زنانه و کله چه نارینه ووینی نو خپلی سترگی ټیټی واچوی .
جعفر اثر -- نیکی هیلی
لېمه جانې د اوږد عمر دعا درته کوم. خدای ج دې فرهنګي مينه تل تازه لره.درناوی
سراج -- اسلام علیکم
اسلام علیکم ستاسوویب لاګ زه هروخت ګورم ډيري ښي ښی کیسې په کی وي اسلامي لیکني هم په کی وی نوزه ستاڅخه داهیله کوم چي زماپه ویب پاڼه کي راسره خدمت وکړه
امین الله صادق -- سلامونه او احترامات
زه امین الله صادیق دمینی دک سلامونه وراندی کوم...نوربیا
د ښایسته وفا پیغام
ما د کندهار شاوخوا یوه کلیوالی لوبه (غیچ) درته در ولیږله خدای د وکړی چی خپره یی کړی. >>> مننه! ستاسو مالومات د لوستونکو په خدمت کی وړاندی کړل خدای دی وکړی چی د دوی تنده پری ماته شی. ستاسو لا همکاریو په هیله ما د کندهار شاوخوا یوه کلیوالی لوبه
د اونی پیغام : کورنی ژوند
درنو لوستونکو! د خدای ج د ټولو درکړ شویو نعمتونو شکر ګذاره اوسی، د خپلی کورنی په هر غړی چی درسره یوځای ژوند کوی، مینه درسره لری، ستاسو خدمت کوی یا تاسو د هغوی په چوپړ کی یاست الله پاک ته شکر وباسی، د خپل عجز سر په ځمکه ورته کیږدی. له هیڅ یوه سره یی بد سلوک او بد اخلاق مه کاروی، دوی ټول ستاسو او تاسو د هغوی مینه (محبت) یاست. ژوند او د هغه لذتونه ستاسو په اخیتار کی درکړ شوی، کیدای شی په ښه رویه خپل ژوند په خوښی او سوکالی تیر کړی، ولو که مو غریبی وی. او کچیری کبر، غرور او
د وړکتون د سالمی ټولنی په لور ګام
ګرانو! داچی ماشومان په خپل وار د ژوند په هره مرحله کی نه یوازی بدنی روزنی ته بلکه فکری روزنی ته هم اړتیا لری. کیدای شی دا کار په مسجدونو، مکاتبو، او یا هم په شخصی وړکتونونو کی تر سره شی، زه ډیر نه لیکم یوازی دومره لیکم چی ای پلاره! او ای موری! دا ستا د بچو حق په تا باندی یوازی د جامو او خوړو ندی!، بلکه تر هر څه مهم حق یی د هغوی سالمه تربیه ده. پدی لاره کی باید تاسو بی غوری ونکړی. خدای ج ته مسؤلیت لری. او پدی اړه به درنه پوښتل
کورنی کارونه سخت او بهرنی آسان دی
دا خبره پرځای ده چی د ښځی پرده په کور کی د ننه، د بیرون په پرتله ښه کیدای شی، لکه چی خدای ج هم د احزاب په سورة کی دی ټکی ته اشاره کړی. په څنګ کی یی په حدیث شریف کی هم شاید ددی ذکر راغلی وی چی مفهوم یی دلته لیکم: د ښځی فزیکی جوړښت د کورنیو کارونو لپاره برابر دی او د نارینه ؤ د سختو شاقه او بیرونیو کارونو لپاره. او دا تقسیمات چی نارینه بهر کار وکړی او ښځی په کور کی د ننه پدی اساس دی چی نارینه د سختو کارونو توانایی لری او ښځي د وړو کارونو؛ نو
ږیره او حجاب
لیمه وردګ---- ډیر مسلمانان بی لدی چی د خپلی کورنی د ښځو پوهه او یا د هغوی علاقه د حجاب په اړه ځان ته معلومه کړی، په سر زوری سره د خپلی کورنی په لویانو او کوچینیانو د حجاب امر کوی. دا ښه کار دی، زه یی مخالفه نه یم ، زه نه غواړم چی مسلمانی میرمنی دی بی حجابه وی، خو ښه به دا وی چی زموږ خویندی او میندی د حجاب په حکمت، اهمیت او د هر څه نه مهم د پاک خدای د امر څخه د خبریدو له مخی دوی په خپله خوښه حجاب اغوستلی؛ او بل دا چی ډیر نارینه مسلمانان چی یو شمیر یی ښه لوستی هم دی، دا سیاست لری، خو زم
غوره دعاوی!! او پښتو ترجمه ۱- برخه
لمړی برخه اعوذ با لله من الشیطن الرجیم ---------زه پناه غواړم په خدای ج د شیطان رټل شوی نه بسم الله الرحمن الرحیم --------------شروع کوم د الله په نوم چی بښونکی ډیر مهربانه دی ربنا تقبل منا انک انت السمیع العلیم -----ای زمونږ ربه! قبول کړی زمونږ نه(دعا، عبادت)، بیشکه ته ښه اوریدونکی او پوهه یی ربنا واج
د پښتنو ښځو د ژوند ناخوالی
دا ښکاره خبره ده چی د اسلام مبارک دین ښخو ته تر بل هر دین زیات حقوق ورکړی دی، د هغوی د عفت، عزت، وقار، او عاطفی په پام کی نیولو سره یی هغوی د ژوند پدی اوږد سفر کی د خپل ملګری (میړه) د لاس لکڼه (عصا) ګرځولی ده، او داچی ښځه خدای پاک د نارینه په نسبت ظریفه، عاطفی، ، مهربانه او ضعیفه پیدا کړی ده، پدی مانا نده چی دا سپیڅلی انسان دی د نارینه ؤ د زور زیاتی قربانی شی، د کور په هر مشکل کی ښځه ملامته وبلل شی؛ هو! دا چی ډیری میرمنی بیسواده دی نو هرومرو به د دوی تر منځ ځنی خبری هاخوا دی خوا ک
pashto idiom
اول ځان دی بیا جهان (Charity begins at home. ( Awal zan dae pas jahan dae په سختی پسی راحت وی (Adversity is followed by prosperity (Sakhti pas rahat vee
یوه ګناه او څو ثوابه
درنو لوستونکو سلام! دا چی ننی نړی یا په خاصه توګه په ننی ژوند کی د ژوند هره برخه له ګناهونو څخه ډکه ده، خو دا پدی مانا نده چی هر کار به مو هرومرو د خدای د غضب سبب ګرځی، او هیڅ کار به نه کوو؛ بلکه موږ او تاسو کولای شو، په هر وخت او هر ځای کی د خدای د رضا لپاره کار وکړو، د خدای رضا یوازی په مسجد کی نده، بلکه په بازار کی هم شته (حلال کسب)؛ خدای پاک وایی چی هر کله مو چی د جمعی د لمانځه اذان واوریده نو په بیړه د خدای د ذکر (لمانځه) په لوری و خوځیږی. او کله
په مسجد کی کمپیوټر؟؟
قدرمنو لوستونکو! ځنی خلک په جومات کی کمپیوټر استعمالوی، آن چی اوریدلی می دی یو ملا جومات ته کمپیوټر راوړی ؤ خو د کلی خلکو بیا هغه سخت رټلی ؤ، ستاسو په نظر په مسجد کی کمپیوټر کارول روا دی که ناروا؟؟ دی ټکی ته مو پام وی چی هر څه هم د اسلام مطابق او هم په ناروا ډول کارول کیدای شی. مننه لیمه وردګ د نورو درنو لوستونکو د نظرونو د لوستو لپاره د ټولی تبصری
د لمانځه ژباړه یو په زړه پوری مطلب
د لمانځه ژباړه لمونځ د خدای پاک سره د خبرو په معنی دی، تاسو د خپلی کورنی باسواده خلک،آیا کله مو هم له خپلی بوډی مور، سپین ږیری پلار او یا بل بیسواده دوست څخه ددی لوی عبادت د معنی پوښتنه کړیده؟ او آیا تر اوسه د دا فکر کړی چی پدی غظیم عبادت کی څه زار او نیاز دی چی یو عاجز بنده یی د خپل لوی خدای سره کوی؟ ای باسواده دوستانو! خدای ج ته لوی مسؤلیت زموږ او ستاسو دی چی خپل بیسواده او یا تر اوسه نا پوه
په محمد(ص) څنګه ایمان ولرو او ...
د شهادت د کلمی دوهمه برخه او په (محمد رسول الله)(ص) باندی شهادت ویلو معنی داده: چی په هغه دین او رسالت باندی ایمان راوړو کوم چی محمد(ص) د الله(ج) له جانبه موږ ته راوړی دی، او په کومو چی یی امر کړی دهغه اطاعت وشی، او له کومو شیانو نه چی یی منع کړیده له هغو نه ډډه وکړی شی، او دا چی (دمسلمان) ټول اعمال او عبادتونه به د پیغمبر(ص) دشریعت او سنت مطابق وی، لکه څرنګه چی الله(ج) فرما یی: ترجمه: په رښتیا سره (ای مسلمانانو) تاسو ته ستاسو له جنس څ
ښځی په انټرنټ کی بیلاری کیږی؟ نه!
دا چی ننی نړی د بشری ټولنو د نږدی کولو او هم د خپل (سیاسی، جنګی، اقتصادی او دینی) پیغام د رسولو لپاره تر ټولو تیزه او د نړی پر مخ په هره نقطه کی موجوده وسیله چی انټرنټ دی کاروی. سره ددی چی دا تکنالوژی ډیری ښیګڼی له ځانه سره لری، پښتانه په کومه سترګه ورته ګوری؟ یا ښځو ته د انټرنټ کارولو اجازه ورکړل شی کنه؟ آیا ماشومان له انټرنټ سره بلدول ښه کار ندی؟ زما په نظر هر انسان په هر عمر کی چی وی باید د انټر نټ سره بلدیت ولری، خو د مشرانو لخوا یوازی او
د ماشومانو لوبه د سپښتو ګټل
سپښتی : هغه هډوکی چی د پسه له پښو څخه یی را باسی معمولا د لاندې په وخت کی، دا هډوکی (سپښتی) څلور مخونه لری: آس (قوی)، خر (لږ قوی) چک او پوک. د لوبی د ګډونوالو شمیر معلوم نه وی، د یوه دایروی خط په د ننه کی دا لوبه تر سره کیږی، د ټولو ګډونوالو سپښتی ګډی د میدان په منځی کی پورته اوچول کیږی او ګوری چی کوم یو یی زورور دی؟، تر ټولو زورور یی اس ورپسی خر بیا پوک او وروسته یی چک وی؛ زورور پدی مانا چی کچیری په میدان یو آس یو خر او یا هر بل وی نو اس به لمړی نوبت کوی (حمله به کوی). کچیری د حملی
د اونی پیغام :اسلام
اسلام هغه اسمانی سوغات دی چی پدی خاورینه کره یی ډیر کم خلک پری نازولی دی، زما له ټولو مسلمانو خویندو وروڼو هیله ده، د خپل خدای څخه شکر ادا کړی، او د هغه ذات ج د فرمانونو په عملی کولو کی د پوره ځیرکی نه کار واخلی. او نورو خلکو ته یی په رسولو کی هڅاند اوسی. د خپلی وروسته پاتی ټولنی په کچه: هر باسواده ځوان/پیغله باید لږ تر لږه خپلی کورنی ته د اسلام د ۵ بناوو مفهوم او ترجمه ور زده کړی. والسلام لیمه وردګ
پښتانه زلمی با سواده پیغله خوښوی که بیسواده؟؟
پښتانه زلمی با سواده پیغله خوښوی که بیسواده؟؟ درنو لوستونکو سلام! پدی پاڼه کی په پښتنی ټولنه کی د ښځو د سواد په اړه ستاسو نظریات اخیستل کیږی؛ هیله ده خامخا یی له نورو لوستونکو سره شریک کړی. درنښت! د نورو دوستانو د نظرونو د لوستو لپاره د ټولی تبصری په کلی کلیک کړی. لیمه وردګ