سپښتی : هغه هډوکی چی د پسه له پښو څخه یی را باسی معمولا د لاندې په وخت کی، دا هډوکی (سپښتی) څلور مخونه لری: آس (قوی)، خر (لږ قوی) چک او پوک.

د لوبی د ګډونوالو شمیر معلوم نه وی، د یوه دایروی خط په د ننه کی دا لوبه تر سره کیږی، د ټولو ګډونوالو سپښتی ګډی د میدان په منځی کی پورته اوچول کیږی او ګوری چی کوم یو یی زورور دی؟، تر ټولو زورور یی اس  ورپسی خر بیا پوک او وروسته یی چک وی؛ زورور پدی مانا چی کچیری په میدان یو آس یو خر او یا هر بل وی نو اس به لمړی نوبت کوی (حمله به کوی). کچیری د حملی په نتیجه کی دوه سپښتی ( حمله کونکی او هغه چی ورسره ولګیده یوه وی او که ډیری) یو شان  مخ ولری (چک او چک یا خر او خر یا هر بل) نو حمله کونکی هغه بله سپښتی ګټی او له میدانه یی پورته کوی.

کچیری پدی حمله کی کومه سپښتی د دایروی خط نه د باندی ووزی بیا هم حمله کونکی ګتلی ده.

کچیری خپله حمله کونکی سپښتی ووزی نو بیا یی بایلوده او نوبت د هغه چا کیږی چی حمله کونکی سپښتی پری لمړی لګیدلی وی. او همدا حمله کونکی سپښته هم همغه ګتی ده.

کچیری د لوبی په سر کی دوه آس وی نو بیا زورور خر او که بیا دوه خره وی نو بیا تر ټولو زورور پوک دی او په همدی ترتیب؛ 

ځنی وخت داسی هم کیدای شی چی د ټولو سپښتو د اچولو په وخت کی آس خپل همجنسه (چک) او خر خپل همجنسه (پوک) وخوری، البته دا شرط باید د لوبی په سر کی معلوم شی چی ایا دا ډول خوړل شته او کنه؟

 ددی لوبی موسم په وردګو کی د ژمی یخی ورځی دی، چی زیاتره وخت یی هلکان د لمر په پیتوی کی تر سره کوی.

کچیری پدی لوبه باندی ناڅاپه څوک راشی او د (چور) غږ وکړی نو هر شمیر سپښتی یی چی د میدان نه پورته کړی د همغه دی، او که ګډونالو د هغه د (چور) په مقابل کی (پڅ) وویل نو بیا دا حق نلری. البته دا پح ویل به د چور نه مخکی وی.

خو یاده دی وی چی هیڅ پلار ددی لیوال ندی چی زوی یی دا شان لوبی تر سره کړی، بلکه هر ماشوم په کراتو کراتو د همدی او یا هم ورته لوبو د تر سره کولو په خاطر ډیره ځله وهل او ټکول کیږی.

پدی هیله چی لدی لوبی سره آشنا شوی وی، او هیله کوم خپلی کلیوالی لوبی دلته له لوستونکو سره شریکی کړی تر څو یی د خوندیتوب حق ادا شوی وی.

حلیم

سپښتی : هغه هډوکی چی د پسه له پښو څخه یی را باسی معمولا د لاندې په وخت کی، دا هډوکی (سپښتی) څلور مخونه لری: آس (قوی)، خر (لږ قوی) چک او پوک.
د لوبی ګډونوالو شمیر معلوم نه وی، د یوه دایروی خط په د ننه کی دا لوبه تر سره کیږی، د ټولو ګډونوالو سپښتی ګډی د میدان په منځی کی پورته اوچول کیږی او ګوری چی کوم یو یی زورور دی؟، تر ټولو زورور یی اس  ورپسی خر بیا پوک او وروسته یی چک وی؛ زورور پدی مانا چی کچیری په میدان یو آس یو خر او یا هر بل وی نو اس به لمړی نوبت کوی (حمله به کوی). کچیری د حملی په نتیجه کی دوه سپښتی ( حمله کونکی او هغه چی ورسره ولګیده یوه وی او که ډیری) یو شان  مخ ولری (چک او چک یا خر او خر یا هر بل) نو حمله کونکی هغه بله سپښتی ګټی او له میدانه یی پورته کوی.