دا چی ننی نړی د بشری ټولنو د نږدی کولو او هم د خپل (سیاسی، جنګی، اقتصادی او دینی) پیغام د رسولو لپاره تر ټولو تیزه او د نړی پر مخ په هره نقطه کی موجوده وسیله چی انټرنټ دی کاروی. سره ددی چی دا تکنالوژی ډیری ښیګڼی له ځانه سره لری، پښتانه په کومه سترګه ورته ګوری؟
یا ښځو ته د انټرنټ کارولو اجازه ورکړل شی کنه؟
آیا ماشومان له انټرنټ سره بلدول ښه کار ندی؟
زما په نظر هر انسان په هر عمر کی چی وی باید د انټر نټ سره بلدیت ولری، خو د مشرانو لخوا یوازی او یوازی په ماشومانو محدودیت یوه ښه او معقوله خبره ده ستاسو نظر څه دی؟
د نورو لوستونکو د نظرونو د لوستو لپاره د ټولی تبصری په کلی کلیک کړی!
مننه
لیمه وردګ
زما په نظر هر انسان په هر عمر کی چی وی باید د انټر نټ سره بلدیت ولری، خو د مشرانو لخوا یوازی او یوازی په ماشومانو محدودیت یو ښه او معقوله خبره ده ستاسو نظر څه دی؟
06.10.2010
- لیمه وردګ
سپښتی : هغه هډوکی چی د پسه له پښو څخه یی را باسی معمولا د لاندې په وخت کی، دا هډوکی (سپښتی) څلور مخونه لری: آس (قوی)، خر (لږ قوی) چک او پوک.
د لوبی د ګډونوالو شمیر معلوم نه وی، د یوه دایروی خط په د ننه کی دا لوبه تر سره کیږی، د ټولو ګډونوالو سپښتی ګډی د میدان په منځی کی پورته اوچول کیږی او ګوری چی کوم یو یی زورور دی؟، تر ټولو زورور یی اس ورپسی خر بیا پوک او وروسته یی چک وی؛ زورور پدی مانا چی کچیری په میدان یو آس یو خر او یا هر بل وی نو اس به لمړی نوبت کوی (حمله به کوی). کچیری د حملی...
07.10.2010
- لیمه وردګ
د شهادت د کلمی دوهمه برخه
او په (محمد رسول الله)(ص) باندی شهادت ویلو معنی داده: چی په هغه دین او رسالت باندی ایمان راوړو کوم چی محمد(ص) د الله(ج) له جانبه موږ ته راوړی دی، او په کومو چی یی امر کړی دهغه اطاعت وشی، او له کومو شیانو نه چی یی منع کړیده له هغو نه ډډه وکړی شی، او دا چی (دمسلمان) ټول اعمال او عبادتونه به د پیغمبر(ص) دشریعت او سنت مطابق وی، لکه څرنګه چی الله(ج) فرما یی:
ترجمه: په رښتیا سره (ای مسلمانانو) تاسو ته ستاسو له جنس څ...