د مـاشـومـانـو لـوبـی (کـلیوالـی لـوبـی)


د ماشومانو لوبه د سپښتو ګټل

سپښتی : هغه هډوکی چی د پسه له پښو څخه یی را باسی معمولا د لاندې په وخت کی، دا هډوکی (سپښتی) څلور مخونه لری: آس (قوی)، خر (لږ قوی) چک او پوک. د لوبی د ګډونوالو شمیر معلوم نه وی، د یوه دایروی خط په د ننه کی دا لوبه تر سره کیږی، د ټولو ګډونوالو سپښتی ګډی د میدان په منځی کی پورته اوچول کیږی او ګوری چی کوم یو یی زورور دی؟، تر ټولو زورور یی اس  ورپسی خر بیا پوک او وروسته یی چک وی؛ زورور پدی مانا چی کچیری په میدان یو آس یو خر او یا هر بل وی نو اس به لمړی نوبت کوی (حمله به کوی). کچیری د حملی

06.10.2010 لیمه وردګ

د ماشومانو لوبی (غیچ)

پدی لوبه کی اته ماشومان دي ،پردو ډلووېشل کیږي ،څلورماشومان یوه اوڅلور بل لور ته ملګري کیږي ، پرمځکه دڅلور و مترو په اندازه یو ګول خط کاږي ، له دایرې یاخط څخه ۲۵متره لري یوځای د نښان لپاره ټاکي ،وروسته دنوموړو دوو ډلو مشران سره پچه یاشیر-خط ښکېلي دهرچاپه ګټه چي پچه وخته نوهغه ډله دباندي اومقابله ډله یې په دایره کي کښېنې، په دایره کي دناستوکسانوپرسرونوخولۍ پرتې وي ،له دایرې دباندي ډله هڅه کوي، چي په دایره ورګډ سي اوله ناستو ماشومانو څخه خولۍ چل (حمله )کړي او ناست ماشومان له خپلي خولۍ څخه ساتنه

05.10.2010 لیمه وردګ

کتار پچی

په پښتنو سیمو کی ډیری ماشومان دغه لوبه پیژنی، ددی لوبی لپاره معمولا د ځمکی پر مخ یو مربع ډوله ګراف چی له دریو مربع ګانو څخه (لوی یا بیرونی، منځنی او کوچنی یا د ننی) چی د دی دری واړو مربع ګانو کنجونه او هم یی د  ضلع  ما بینی ټکی سره وصل وی، هره کرښه (او یا ضلع) د حرکت د جهت مانا لری.  پدی لوبه کی دوه لوبغاړی لوبه کوی، د لوبی ګټل داسی وی کچیری هر یو ددی لوبغاړو څخه د خپلو پچو (دانی) نه یو کتار چی دری پچی په یو استقامت پرتی وی جوړ کړی نو د مقابل لوبغاړی یوه پچه له میدان څخ

15.09.2010 لیمه وردګ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more