شمله ورو پټكي وتړئ جرګه شئ
دارين په خاوره ټوله را ښکاره شئ
د نازو بچي شټېږي په سرو وينو
يا ميرويس شئ يا احمد دزرغونه شئ
ياپټكي له سره ښځو ته ګذار کړئ
يايوالي د غيرت جګه شمله شئ
دوختونو دظلمت دور کړئ ختمه
يوشتم پيړۍ کې بيا يو ننداره شئ
ما ليدلي پښتانه کم زوره نه دي
دتاريخ په زرين پاڼو کې ښايسته شئ
د حفيظ د هيلوسپين کوتری ورک دي
بيادسولې سپين کوتری شئ جرګه شئ



11.09.2009
- سيد شاه سقيم
ټکی نه لرودتوروموقحتي ده
هله ژرشه ملالۍ کلی ته راشه
ته په خپل معصوم وزرکې اوبه راوړه
سندرماري توتکۍ کلي ته راشه
احساس راوړه دټپوژبه رازده کړه
دردموشته خوموږسندري هیري کړي
شمله ورزلمي مولاس ترزنه ناست دي
جرګې شته خوموږخبري هیري کړي
رودټپي...
13.09.2009
- سيد شاه سقيم
له اوښکو مو سېلاب جوړ شو جهان به غرقويزاړه واړه به يوسي اوځوانان به غرقوي
چې مړې کوترې خوري او مړو هوسيو پسې ګرځي بازان به ټپوسان شي او زمريان به غرقوي
په چيغو او فرياد مي ګاونډيان بېحده خوښ ووله دې نه خبر نه وو چې خپل ځان به غرقوي
يوازې مي کابل ته سورسيلاب راغلى نه دىايران ته هم ورځي او پاکستان به غرقو...