ټکی نه لرودتوروموقحتي ده

هله ژرشه ملالۍ کلی ته راشه

ته په خپل معصوم وزرکې اوبه راوړه

سندرماري توتکۍ کلي ته راشه

 

احساس راوړه دټپوژبه رازده کړه

دردموشته خوموږسندري هیري کړي

شمله ورزلمي مولاس ترزنه ناست دي

جرګې شته خوموږخبري هیري کړي

 

رودټپي دی پکې وینې په څپودي

د‏ځوانانواندامونه اوبوراوړل

دګودرټوله صحراپه وینوسره شوه

له بنګړوډک مړوندونه اوبوراوړل

 

ملالۍدکلي غبرګې سترګې تاته

ته اودى خودیوبل له زړونوجوړواست

ملالۍ یوځل له توروخاوروپاڅه

له باتوروننګیالیووروڼوجوړواست

 

سپین جومات مودباروتولوګوتورکړ

څوناترسوموښایسته امام شهیدکړ

چې به موږه اقتداپسې کوله

خدای ناترسوموهغه امام شهید کړ

 

دسپین ږیرویې دي خولې پلسترکړې

دځوانانویې په تېغ غاړې پرې کړې

ستا همزولي یې په سپیودي داړلې

په زانکوکې ماشومان یې دي و‌ژلي

 

ملالۍ راشه لږژرراپېښه وکړه

زرغونه شه احمدخان درسره راوړه

بیاموکلی سرولمبوپه سراخیستی

یانازوشه میرویس خان درسره راوړه

 

چېرته بیاکه ته له ورایه راشکاره شې

 په والله زلمي به ټول په ګډاراشي

ددښمن واړه سپرطاقت به مات شي

په اسمان به ابابيل په ګډاراشي

 

ته دنورفرښتویووړي جنتي شوي

خوستاواړه کلیوال خواران حیران دي

یوځل بیا په تورزندان دي کښیوتلي

چې په سردمځکې واړه دوزخیان دي