وخت غماز ګر شو بلبلان مو له ګلزاره باسي

سپرلى له ګلو بېلوي ـ ګل له بهاره باســـــــي

بس چې ژوندون يې وقف کړى محبت د پاره

په دغه جرم مي لالى خلک له ښاره باســـي

غواړي په دين او ديندارۍ زمونږ باور کړي ختم

غليم په ډېر جيديت کار کړي مونږ له کاره باسي

ځم د ميوند ملاله بېرته پاڅووم له قبره

انګرېز راغلى دى اسلام له کندهاره باسي

زما په ملک کې فيصلې کېږي په داسې قانون

ظالم ته واک سپاري مظلوم له اختياره باسي

قلم ترې اخلي او په خوله ورته پټۍ لګوي

خلکو ويل چې ستا عفت به له ګفتاره باسي

عفت ملالۍ