رخصت يې اخيست غـــــلې،غـــــلې ژړېـــده تېره شوه
خالقــه ! دادى بيا پر دوو زړونو چــــــــــــاړه تېره شوه
لکه ماشـــــــوم راته ژړېږي بيا دي شـــــونډي غواړي
د زړه لـــــــه مخې مي يوه پېغلـــه تلـــــــــوسه تېره شوه
ستړي نــــظر مي ستا د خولې حجرالاسـود ښکلاوو
په واوره،واوره سپينــــــــه زنه دي خــــــولـه تېره شوه
د نړېــدلي بام له ســـــــــــوړي نه رڼا ښــــــــکاره شــــوه
لا چــــــــا وژلى نه يم دا دى بلــــــه شپـــــــــــــه تېره شوه
زمــــا په مــــــخ يې تشې کرښې د ستم پاتې شـــــــوې
هغــــــه چې راغلــــــه بې پروا لکــــــه سنــــــه تېره شوه
لا د بېلتــــــــون وړانــــــدې وژل کـــــوي د ګل په اوږو
هغـــــــه دى بيا د کـومې پرخې جنـــــــــازه تېره شــــــوه
دا مي وعـــــده ده د اختر په سهــــار خــوله درکـووم
که ژونــــــدى پاتې شــوې سقيمه ! او روژه تېره شوه
سيد شاه سقيم . کوټه