پام چې رانشې بهاره دلته جوړه ډرامه ده
دغاټول ګلونه نشته په سرو وينوځمکه سره ده

نه رېدي ګلان غوړېږي نه لاله راټوکېدلي
استقبال ته دي بهاره!  دزلميوهديره ده

شنه واښه په لمبو وسول شګوفې په بموتوی شوې
رژېدلې دژوند پاڼې دمرګونو سلسله ده

پخوانۍ خوښۍ دي نشته ستاراتله الم الم دي
دلته ويردلته ژړا ده  لادغم سازه نغمه ده

بارانونه راورېږي دباروتو دګوليو
يوقيامت دی يوناورين دی لادظلم پیلامه ده

دایوته نه يې بهاره! اختران مولاغمجن وو
داڅوکاله په دې ښارکي دبې رحموخلکوشپه ده

حسن خاوري شودښکلوځلاګاني دلمرونو
داچې غم په اوږو وړې  د خوښيو جنازه  ده

قلم ستړی لاس ستومانه دخيال پښوکي دي سېک نشته
ديارانوترکاروانه فطرتمله ! لار اوږده  ده