هيلي مي له درد سره پخلا شوې په يوه ، يوه
اوښكې مې له سترګو راجلا شوې په يوه ، يوه
ماچې به ستا نوم پرې اخيستى هاغه د خيال تسپې
پرې شوې بې طالبه بې ملا شوې په يوه ، يوه
هاغه پخوانۍ تورې او زغرې زمونږ د پلار نيكه
چېرې دي ؟ چا يووړې ؟ ټولې غلا شوې په يوه ، يوه
څومره پښتنې په پردي جنګ كې كونډې بورې شوې
مينزې شوې بې ستره بې كلا شوې په يوه ، يوه
بخته ! زمونږ د امن ښايسته او تاريخي سيمې
څنګه د سرو وينو كربلا شوې په يوه ، يوه