
نوم او نښان يې بېرته ورك كړې پر جهان څښتنه! 
د غم په تورو لوګو تور كړې پاكستان څښتنه! 
ترڅو به داسې دى ودان وي د پښتون په مټو ؟
ټوټې  ټوټې يې كړې چې پوره مو شي ارمان څښتنه! 
زمونږ د ټولو دښمنان دي له يوه پلوه 
كه يې شيخان كه طالبان كې ملايان څښتنه !
ځانته بنګلې ځانته چكلې او ميخانې خوښووي 
خو مونږه تش په توره بولي كافران څښتنه! 
چې د افغان ملت په غوښو يې كړې داړې خښې 
دا انسان دي او كه واړه دې لېوان څښتنه! 
په حق به سترګې پټوي دا بې شرف تر كومه ؟
نه يې غيرت شته نه يې چا وليد ايمان څښتنه !
څوك يې خطا كړل په اسلام څوك د دولت په نامه 
دا پښتانه يې هم د ځان كړل غلامان څښتنه !
د نړۍ خلكو هم پرې دغه تجربه كړې ده 
په شيطانت كيې شرمولى دى شيطان څښتنه !
د پك نواز او حميد ګل او آن د هر يو جابر 
په كور يې غواړو زلزله او يا طوفان څښتنه !
 
