مولانا سنگری


ملا شېرين،سنگری، په ونه ، تر لوېشتوکي يو څپک جگ وو.توره، نرۍ ،لنډه کۍ ږيره .د   ّ   په شان دتوت د لرگی نه جوړه شوې ږمنځ په جېب کې،

چې تل يې پرې را ښکله او کوم ياغي تار به چې نه سمېده ، هغه يې په نو سي غو څاوو.

د سپين پاج لو نگۍ د خو گيا ڼيوا لې زري خولۍ نه داسې په دقت او صفايي تاو، ته  وا د فلسطين اعظم مفتي دی.

سخت په خپل حيثيت وېرېده.دده نه به بل ملک قياس جوړو خو که په ونه يو څه د گوزارې وای.

سنگين، هسکه غړۍ، جگه شمله،سپين کالی، زري څپلۍ. د وزيرولا جان،  فرقه مشردوا جان، او برگټ مادعلم خان نه يې په خبرو کې ټيټه نه رېبدله.

ارگ ته  د داود خان د را تگ او د پښتو ټولنې نه د رښتين د تګ نه  پس  ېې يوه ورځ راسره د زړه خوا له وکړل،»

عزيزه!

 لکه چې په پکتيا وا لو واوښتو.

« د ننگرهاريا نو دور تېر و، د پکتيا والو مقررۍ زياتې شوې وې او سنگری نور هم په خپل حيثيت ترور شوی و.»

عزيزه!

 تور، خيرن مخو نه، جگ لکه پيلان،  ښڼې  يې لکه بالښتونه.

دا ميرولي  وينې!!!

اول خو يې تخلص د بنيادم نه دی،

مير ولی نيهام
 داسې غټ دی لکه بلا تشبيه ، څه درته ووايم، خو بېدرکه غټ دی، چې ددو سره به زمونږ گوزاره څنگه شی؟

« زه پوه شوم چه د سنگری صېب سره د خپلې ټيټې ونې روحی
غو ټه وه.

زموږ تر مېنځ وروستی رازو نيازد تره کي د درېيم فرمان په وخت کې په حضوري چمن کې و.

 يره عزيزه، لکه چې ما شوړه ورانه شوه.

« څنگه سنگری صېب؟،»

« کوز په خو گيا ڼو کې خلک بغاوت ته تا بيه نيسي،

دا پزا(فضا) يو قسم ته خړه پړه را ته ښکاري،

تو کل په خدای، لکه چې دا يې مونگ وروستی ديدن وی،

بښست به سره کوو.

 نور نو ملا شيرين دفتر ته را نغی،  بله هفته خبر شوم چې سنگری يې نيولی دی.
سيدالشا پو لاد:

مخ داسې زېږ او له سوريو ډک لکه سپنخړی چې کا بليان يې سنگ پای بولي او د پښو د پو ندو خيرې پرې لرې کوي.

چونگې سترگې ،لکه چې نيمايي چا گنډلې وي،

لس کا له هما غه يوه نايلوني اوبدلې روسي نکټايي په غاړه چې په کو پون کې يې مامورينو ته ور کوله.

پښتو ټو لنه کې زما يار وو.

يوه ورځ يې را ته وويل،

شپنه !!!

خدای ته کسه، يو تخلص خو را وگوره، هر جټ و جو لا  يې لري.

هغه زموږ وطندار، هغه پو ليس  هم په ځان ، د کروړ تخلص ايښی دی،

رخه مې پرې را ځي،.
 « ما وويل،»

امير کروړ د امير پولاد زوی و ، هغه کروړ کېښود، ته پو لاد کېږده.

«.دی ډېره شېبه غلی و او، لکه عادت  يې چې وو، په نو کا نو يې د خپلې زنې نه پخې لرې کولی.  بيا را نه روان شو.

موږ په يوه دفتر کې د انگليسی پښتو په ډکشنرۍ باندې کار کاوو.

 سبا چې  مې دده مېز ته کتل نو  د يوه کپره يي کا غذ نه يې ځانته لوحه جوړه کړې وه،

 په مېز يې ايښې وه، خپل نوم يې په غټ مشقي قلم ورباندې ليکلی و:

» سيدالشاه پو لاد « . 

قضا داسې را وسته چې روسيې ته د تحصيل د پاره ډله ييز تگ شروع شو، په يوه دړکه کې درې غړي، حکيم هلا لی، دولت محمد لودين اوسيدال شاه پو لاد په جمه لاړل.

چې به دوی په رخصتۍ را غلل نو پو لاد به د روسيې کيسې کولې، دوی بل ملک نه و لېدلی نوخا مخا به يې دروسيې د پا کو سړکو نو، شنو پا رکو نو او سرو غو مبورو پېغلو صفتو نه کول.

يوه ورځ مې ور ته وويل،

» په ډېرو صفتو نو خو دې ځان ستړی کړ، يو څه خو د روسيې يو غيبت هم را ته وکړه!«

ده خپلو نورو د روس نه را غلو ملگرو ته وکتل او بيا يې وويل،

» د مسکو هوا ډېره دووسه ده!«

ما نا د روسيې بد يې د نورو په مخکې نه شو ويلی.

بيا به چې زه او دی گوښې شو، نو د زړه خوا له به يې را سره کول او ويل به يې موږ لاړو چې هلته کمال زده کړو، دوی را باندې د مارکس او لينن کتا بو نه وايي ،

دا حتمی مضمو نو نه  دي او زموږ د خپل کسب، اختياري. که مو سيا سی او ايديا لوژيکی مضمونو نو کې نمرې ښې وې نو بيا زموږ ډا کټري گرنټي وه.
دامې هم نه هېرېږي چې دده تره به و که نيا يي ،

د خوست نه دده د لېدو دپاره ،په مکرو يا نو کې دده کورته چې دوی کېر ورته ويل راغلی وو او زه هم کله کله  ور پېښېد م.

خو  يوه ورځ دغه پکتيا وال  چې ده ورته واجي ويل، او په گومان چې  د حاجي  مپکت شکل دی، راته د پو لاد د کور شکايت کاوه، 

» شپين صيب، د سيدال عقيده اوښتی دو .«

ماويل څنگه؟

ده وويل،

» ميکرو رين خو د بسلما نه سره ، خدا که لگېږي. مرگ دی مردن دی ،
« ما ويل،» نو مرگ چې مېکرو ريون کې وي څه فرق کوی ؟

ده سر وښورا وو؛

« اندرپايې يې وړوچکې تنگې دي.

د ځنازې کټ به څنگه ترې را وبا سې؟

« پا تېخه (  فا تحه ) به يې  کيم(کوم) دووس اخلي.

د کمو نستانو  په وخت کې  چې  به مو کله  سره رازونه ويل  نو ده به را ته خوږې خوږې کتلې ،

» شپنه ، ته خو به والوزې، زه لکه چې ورته پاتې  شوم،

زما مرگ لکه چې د بړستنې لاندې وي.؛

همداسې هم شوه، ما ورته د پېښور، بيا ډنمارک او بيا د امريکا نه  تل ليکو نه استول او ده به د نورو په لاس ځواب را استا وو،

 خو يو وخت دده ځواب  ډېر وځنډېد.وروسته خبر شوم چې د سرطان ناروغۍ وژلی دی.

عزيزالله امر خېل:

چې زه او دی به د گذر گاه چمنو نو ته شوو، شا وخوا به يې وکتل چې د رحمن با با د لېسې هلکان خو به په ډنډو نو او زابورو نو کې نه لر اوبر کېږي ،

نو بيا به يې لاس غوږ ته کړ،
» دا نيم. دا نيم زړگی مې تاوړی دی، توره پېر کيه ، دا نيم

« ما به ويل چې ولې پېکي ته پېر کی  وايې؟

 ده به ويل،

زموږ په ميدان کې کو چان پېرکی ور ته وايي.

د پښتنونجو نو  د ښکلا پېژندنې په کچ مېچ عزيزالله ښا يسته زلمی و.

ځرزې خوږې سترگې چې تل به موسکا ترې ورېده، سور سپين مخ، پوزه برابره، نه د پښتنو عنعنوي پوزه چې د باښې د مښوکې په شان چنگه وي،

 نه هزاره گي لکه دېوال  چې آخېړ کړې.دی د ميدان د تنگې درې په يو داسې کلي کې اوسېده چې د سيند پورې غاړه يې د غره په ډډه د مر مرو کان و.

لکه چې ځينو خلکو په ابتدايي طريقو يو څه مر مر ترې توږلي هم وو.

زه به چې ډېر کله ور کره لاړم نو دواړه به کان ته ورتېرېدو او ده به ويل چې
» زه چې گوښی دلته را شم نو په دې دېوال کې د خپلې خيالي  محبوبا قسم قسم تصويرونه وينم. بيا به له شرمه سور شو،»

 ځينې وخت خو يې همداسې بر بنډه تما شه کوم.

« ما ويل،»

 يه عزيزالله !

 ته خو همدا اوس دوه ځوانې جانې ښځې لرې، لادې هم زړه نه سړېږي؟

« ده به بيا گوتې په غوږو نو ور کا سه کړې،»

دا نيم زړگی مې تا وړی دی توره پېرکيه ،دا نيم.

 او په خندا به يې تېره کړه.

قضا داسې را وسته چې دده لوڼې زياتې وې خو زوی يې نه کېده او په دې ډېر خپه و. چې زه به ور غلم او کو مه لورکۍ به يې قوشخانې ته را ووتله نو ده به بېرته شړله.

لکه چې لس دوولس کا له يې انتظار و کړ چې گوندې کوم نر  کولنگي را پيدا شی خو د قسمت خبره وه، داسې وو نه شوو.
نو يې بله ښځه و کړه ، او د خدای حکمت گوره چې نوې ناوې لا څلوېښتي نه وه پوره کړې چې د مشرې بن کره يې گلا لی زوی وشو.

د امرخېل بله کيسه مې چې يادېږی،

د روس د سفارت مېلمستيا وه.

 روسا نو د پښتو ټولنې سره روابط  ټينگ کړي وو او دې نژدېکت د داود خان په او لو ميا شتو کې زور واخيست.

د ټولنې غړي په همدې ارتباط په سکالر شپونو مسکو ته استول کېدل.

يو ما ښام ټوله ټو لنه سفارت ته د ما ښا منۍ د پاره بلل شوې وه،

هلته معلو مه شوه چې موږ څه نازولي نه وو بلکه ټول مطبوعاتيان اوصحا فيان را غلي وو.
 
ښا يستو روسي نجونو به پتنوسونه گر ځول او سينډويچونه  به ېې په خلکو وېشل.

امر خېل زما څنگ ته ولاړو.
ورو يې را ته په غوږ کې وويل،

 » يره يوه خو مې بېدرکه سيکه ولېدله، نورې سرې شادو گانې دي .

« چې د مېلمستيا په ختم کې را وتلو نو همدا نجونې د مخه ښې د پاره ولاړې وې.
 
دهمزنگ ته چې ورسېدو امرخېل را ته وويل.

» قرآن مې دې ووهي  په دې ټو لو کې مې داس وېدانيا ډېر خو ښه شوه.

« موږ په روسي نه پو هېدو خو دکابل راديو د روسي درسو نو نه ، چې تازه شروع شوي وو دومره  پوهېدم چې امرخېل ته مې وویل،

» لېو نيه !

 داس وېدانيا خوپه روسي کې  مخې ښې ته وايي.«