حسنه ! چې لمبه نه شې زه درغلم
پام چې افسانه نه شې زه درغلم
جهل دی سنګساردی په دې کلي کې
ګوره چې ایینه نه شې زه درغلم
ګله! دښکلا قاتل زړه نه لري
هسې په اسره نه شې زه درغلم
خدایزده دوی د کوم معبود په ذکر دي؟
ته چې بوتکده نه شې زه درغلم
وژني دي په تنده نااشنا زاهد
تېر چې تر پیاله نه شې زه درغلم
غېږ چې دې پردي راګونه سم نه کړي
ترنګه ! بیګانه نه شې زه درغلم
رنګه! غضري ستا په جلوو پایم
ګرانه! چې پیکه نه شې زه درغلم