دا كلى مه ورانوئ.
دا كلى مه ورانوئ
ګورئ چې هلته د شنو ولو د شنو سيورو لاندې 
ګورئ د شنې ويالې تر څنګه د جلګې د پاسه 
يو كوچنى پروت دى 
يو كوچنى ويده دى 
 او تر تر وړې لوپټې لاندې 
په خوب وړو سترګو
 
د ناز په غېږه كې كوچني شينكي خوبونه ويني 
دا كلى مه ورانوئ
دا كلى مه ورانوئ
 ګورئ چې هلته لكه زركې زمونږ د كلې نجونې 
ګورئ چې د هلته د بامو پر سر نورسې نجونې 
قطار قطار د لمر تر وړانګو خپل پېكي جوړوي 
 
او په مينو ژبو 
د پېغلتوب غوږ كې د ځوان هوس سندرې بولي
دا كلى مه ورانوئ 
دا كلى مه ورانوئ
ګورئ چې هلته د هغو سپېرو كوډلو لاندې 
ګورئ چې هلته د دې تورې تروږمۍ له غېږې
ساړه زګېروي جګېږي 
سوزمن اواز راځي 
او امېد وارې مېندې 
د انتظار د بن د سرو ګلونو لارې ځاري
دا كلى مه ورانوئ 
دا كلى مه ورانوئ 
له مــــيـــنـــې مجلې څخه په مننه 
 
