مونږ ته معلومه بت خانه ده كليسا پېژنو
دومره ګمراه نه يو محراب وينو ملا پېژنو

څه ده كه لاړ شو ميخانې ته او جامونه نوش كړو؟
دلته په زړو كې مو توبې اوسي ګناه پېژنو

خير په ګودر كه سره ناستې وي هر څومره پېغلې
مونږ يې منګو كې منګى پېژنو ليلا پېژنو

شيدا خطا نشې رقيب درسره څنګ كې شو نن
مونږ د انسان په جامه پټ دغه بلا پېژنو