يوه مور د ولسمشر څخه د خپل ځوي د ژوند خيرات غواړي
زه يوه مور يم.
د وخت ډېرې سړې او تودې مې ليدلي دي.
د درې لسيزو جګړو لا پخوا ډېره ځپلې يم.
ځوى مې په ډېرو خواريو لوى کړى دى.
د هغه پلار لا پخوا د دريو لسيزو جګړو شهيد کړى.
د خلکو په کور کې مې مزدوري کړې ده.
د هغوی کالي مې مينځلي دي.
د هغوی په کور کې مې ډوډۍ پخه کړې ده.
لاسونه مې تڼاکې کړې دي.
او په دې پيسو مې خپل ماشوم ځوی لوی کړی ده.
زما دا غوښتنه د هېواد د ټولو سياستوالو نه ده.
خو زه پوهېږم چې ته ډېر مهربانه او زړه سوانده ېې.
له بلې خوا نن د واک په ګدۍ ناست ېې.
او ډېر څه کولی شې.
نو له دې امله زه دا غوښتنه په خاص ډول له تا څخه کوم.
نو ګرانه ولسمشره !!
زمونږ په حال رحم وکړه.
زمونږ بچي په دې جګړو کې مه وژنه.
زه هيڅکله دا نه وايم چې ته پخپله نېغ په نېغه زمونږ خوارانو بچي وژنې.
زه دا هم منم چې ته په دې وژنو د زړه له کومې خواشينی کېږي.
ولې له دې څخه هم سترګې نشم پټولی چې ته په دې برخه کې په بشپړ ډول بېګناه نه ېې.
هغه داسې چې ښايي ستاسو په سياسي کړنلارو کې څه تېروتنې وي.
زمونږ سياستوالو تل هېوادوالو ته د خبرو اترو په ځای ټوپک په لاس ورکړی.
د بې وزلو بچي ېې د خپلو سياسي موخو د لاس ته راوړلو لپاره د سوند توکي ګرځولي دي.
نو ته مهرباني وکړه د نورو سياستوالو په لاره مه ځه.
دې جنګ جګړو ته د حل لاره ولټوه.
د ټوپک په ځای د سولې او خبرو اترو لاره غوره کړه.
هغه خلک چې نن په يو او بل نوم جګړې کوي هغوي سره خبرې وکړه.
سوله ورسره وکړه.
راضي ېې کړه.
زمونږ بچي نوره په دې جګړو کې مه وژنه.
نن يوه کونډه مور تانه دا غوښتنه کوي.
ستا په دروازه کې ناسته اوښکې تويوي.
تا نه د خپل ځوی د ژوند لپاره سوله ايز چاپېريال غواړي.
تا نه د خپل ځوی د ژوند خيرات غواړي.
د يوې کونډې مور د اوښکو لپاره.
د يوې ورارې خور د چيغو لپاره.
د يوه يتيم ماشوم د څيرې ګريوان لپاره.
د نورو سياستوالو په لاره مه ځه.
دې هېواد ته سوله راوړه.