پر دې اغزنه لاره ځمه تر جانانه پورې
رسووم ځان تر هغه كلي او مكانه پورې

اوس كه د خپلې خونې بام ته ورختلاى نشو
يو وخت به رسي مو لاسونه تر اسمانه پورې
 
مونږ دى په اوښكو اودس كړى اقتداء مو كړې
تكبير مو پاته د بلال ښكلي اذانه پورې

دا چې زمونږ حجرو كې ناست او جرګې راكوي
ددغو خلكو نصب رسي تر شيطانه پورې

تا يتيمان كول تور لېنګيه زمونږ ښكلي بچي 
اخېر بې ورسي چاچۍ ستا تر ګرېوانه پورې

خپلو ملګرو دى ويشتلى ددوستۍ جامه كې
شيدا به وړي دغه زخمونه تر لقمانه پورې