د دې جګړې په برکت کندهار بیرته د افغانستان سره یو ځای سو
د جولای ۲۷مه د میوند د سپیڅلې جګړې نېکمرغه کالیزه ده چې د هغې له برکته یو خو داچې کندهار بېرته د افغانستان سره ملحق شو او بل هم دا چې د انګریز- افغان دوهمه جګړه پای ته ورسېده .
دا جګړه د ۱۸۸۰ د جولای پر ۲۷مه د کندهار د میوند په ولسوالۍ کې پېښه شوېده چې په آسیا کې ېې د برتانوي واک د اختتام او د ختیځو ولسونو د آزادۍ غوښتونکو پاڅونونو اساس کښېښود . د جنرال ډانلډ سټیوارټ په قومانده دوولس زره کسیز پوځ د ۱۸۷۸ کال د نوامبر پر ۲۱مه د کندهار د پښین ولسسوالۍ ته داخل او ښار تر یوې نیمی میاشتي وروسته یعنې د جنورۍ پر اوومه سقوط وکړ . په سمله او لندن کی د افغانستان څخه د کندهار د بېلتون پلانونه تر غور لاندې وو څو چې انګریزانو د ۱۸۸۰ د اپریل پر لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې کندهار نور نو له افغانستانه بیل سو او شیرعلی د مهردل خان زوی به د « کندهار او ورپورو سیمو د خپلواک والی » په توګه د کندهار چارې پر مخ بیایي . په کندهار کې د انګریزانو سیاسي افسر ډګروال سنټ جان د مې پر یوولسمه یوه لویه غونډه راوبلله او د کندهار ولس یې لدې اقدامه خبر کړ . سنټ جان د دې غونډې پر مهال شېر علي « د کندهار او ورپورو سیمو والي » اعلان کړ ( والی هغه چا ته ویل کېده چې په کورنیو چارو کې به خپلواک او په بهرنیو چارو کې به د برتانویانو تابع و ) .
د کندهار ټولې سیمې د انګریزي پوځ لخوا ساتل کېدې . دا مهال په ټول هیواد منجمله کندهار کې د انګریزانو پر ضد جهاد او غزا د شدت په حال کې وو چې د انګلیس- افغان دوهمه جګړه بلل کیږي . په دې بهیر کې د هیواد په شمال او جنوب کې د سلطنتي کهول څخه دوه ځوانان را ښکاره سول چې مخ پر کابل د یون په حال کې وو . عبدالرحمن خان د امیر محمد افضل خان زوی له تاشکنده او محمد ایوب خان د امیر شیرعلی خان زوی له هراته په سوقیاتو بوخت ول . لومړنى یون « محتاطانه » لاکن دوهم یون « جګړه ییز» و . انګریزانو د دې نوو پرمختیاوو په لیدنه او شننه سره عبدالرحمن خان غوره کړ چې په عین حال کې د روسیې ملاتړ او رضاءیت هم ورسره مل و .مرستیال واکمن ( وایسرا ) کله چې عبدالرحمن خان د کندهار تر غوښتلو تیر سو ، نو سټیوارټ ته صلاحیت ورکړ چې عبدالرحمن « د کابل او ورپورو سیمو» د امیر په توګه رسمأ ومني او هغه هم کله چې عبدالرحمن لا په چاریکار کې و ، د میوند له جګړې نه فقط پنځه ورځې مخکې د ده په غیاب کې هغه د کابل او مربوطه سیمو واکمن اعلان کړ .
جهاد په کابل ، مشرقي ، جنوبي ، غزني او کندهار کې شدیدأ جاري و . په بېل کړای سوي کندهار کې چریکي عملیات د شدت په حال کې وو . پر انګریزانو او د هغوی پر رسد او کاروانونو پرله پسې حملې کېدې څو چې باالاخره انګریزان د ښار په څلورو دیوالو کې د کلابندۍ په حال کې راغلل .
مخورو او مشرانو ایوب خان ته پرله پسې احوال ورکاوه چې ملت عمومي پاڅون ته چمتو دى . د هرات او ورپورو سیمو ولس د ۱۸۸۰ په جون کې د دیني علماوو په فتوا سره ایوب خان د افغانستان د امیر په توګه وټاکیً او د ده په نوم یې خطبه وویل . پدې توګه د انګریزانو پر ضد جهاد اعلان سو او ګڼ شمیر ملي مجاهدین مخ پر کندهار او کابل راوخوځېدل .
د کندهار پوځی قوماندان جنرال بوروز او سیاسي افسر ډګر وال سنټ جان ته د ۱۸۸۰ د جولای پر دوولسمه خبر راغیً چې د ایوب خان د پوځ مخکښه ځواک « واشېر» ته رارسېدلی او دى پخپله هم له هغه نه ډیر لیري نه دى . د جولای پر شلمه یو برتانوۍ غونډ هلمند ته ولېږل سو او په همدې ورځ د ملي مجاهدینو دغه لښکر هم د میوند دښت ته راورسېد .
دواړه پوځونه یوه اوونۍ یو بل ته مخ په مخ پراته وو څو چې د جولای پر ۲۷مه دومره سخته جګړه پېښه سوه چې آن په آسیا او ټول ختیځ ک ېې د برتانیې ملا ور ماته کړه او په نتیجه کې د افغانستان سره د کندهار بیرته پیوستون هم تحقق وموند . د لیري بامونو او د غونډیو له آخوا ښځو ، زړو او ماشومانو دا جګړه په اندېښنه او دعاګانو سره څارله . کله چې د مجاهدینو مقاومت د ډیری تندې او ګرمۍ په وجه څپانده سو او د کلابندۍ په حال کې شول نو ښځمنو بې اختیاره ورټوپ کړه او په جګړه ورګډې سوې . پیغلې ملالۍ د یو ټپي افغان څخه توره واخیسته او خپل پوړنیً یې د جنډې غوندې ور پورې وتړﺉ او د غازیانو ویني یې په دې لنډۍ سره په غورځنګ راوستې :
خال به د یار له وینو کښېږدم
چې شینکي باغ کی ګل ګلاب و شرموینه
که په میوند کې شهید نه سوې
خدای ږو لالیه بې ننګۍ ته د ي ساتینه !
دغو افغاني سپیڅلو احساساتو مجاهدینو ته یو روحاني سېک ورکړ او د الله اکبر په ملکوتي ږغ سره پر دښمن ور وغورځېدل او هغوی یې دړې وړې کړل .
د برتانوي مؤرخینو په حواله د میوند په جګړه کې د جنرال بوروز څه باندې دوه نیم زره پوځیانو برخه لرله چې یو کنډک یې له انګریزانو او دوه کنډکونه یې له هندیانو څخه جوړ وو . د هغوی د انګیرنې له مخې په دې جګړه کې ۱۳۰۰ انګریزي پوځیان ووژل شول او زیات توپونه او وسلې یې هم ولجه سوې . یو برتانوﺉ جګړن « مک لاین » ژوندﺉ ونیول سو چې پسې محاکمه سو . برتانوﺉ ۶۶ نمبر کنډک پرته له یو کس نه ټول تباه سو . د جګړې څخه یو بچ سوي برتانوي افسر خپل کهول ته داسی ولیکل :
« یوه ستره تباهي را پېښه شوه . زموږ جنډې ، نښانونه ، د موسیقۍ ترومان او ډولونه د مهماتو په شمول دښمن راڅخه ولجه کړل.... زه وروسته له هغه چې ماتې راګډه شوه ، درې ځله پر مځکه ولوېدم حال داچې زموږ ځواکونه د زیاتې بیرې څخه دورې هورې تښتېدل . زموږ تورن ووژل شو ، شپه تر سهاره د منډو او تعقیب په حال کې وو....»
په دې جګړه کې د ۷۰۰ په شاوخوا کې افغانان هم شهیدان شول چې نن د میوند هدیره ور باندې ویاړي .
د میوند ماتې هلته وایسرا څلورو بېړنیو ګام اخیستنوته اړیوست :
لومړی - د برتانیې د بې حییثیتۍ په بدل کې ایوب خان ته غاښ ماتونکیً ځواب ،
دوهم - د امیر عبدالرحمن خان هڅونه او د زیاتو مالي- پوځي مرستو ورکړه ،
درېیم - د کندهار د بېلتون او د افغانستان د تجزیې څخه تېرېدل ،
څلورم - د کندهار « والی » شېرعلي ته د هغه د بې کفایتۍ او نفرت له امله د تقاعد ورکړه ،
انګریزانو همدغسې هم وکړه او د کابل څخه یې یو لوی منتخب او خورا مجهز پوځ د جنرال رابرټس په قومانده کندهار ته سوق کړ . د هند څخه هم تازه ځواکونه د سیبۍ- بولان- کوږک له لارې مخ پر کندهار سوق شول څو چې د ۱۸۸۰ د سپټمبر پر لومړۍ نېټه په کندهار کی سخته جګړه وموښته چې د ایوب خان پوځ په پیرپایمال او چهل دختران کې د کلک مقاومت سره سره مات ا وخاکریز ته پر شا شو . کندهار او هرات دواړه انګریزانو ونیول او امیر عبدالرحمن خان ته یې وسپارل او د کندهار ۸۸۸ ورځنیً بیلتون پدې ډول پای ته ورسېد .
برتانویً پوځ د ۱۸۸۱ د اپریل تر ۲۷ یعنې د میوند تر جګړې پوره نهه میاشتې وروسته له کندهاره ووت . د انګریز- افغان دوهمه جګړه پدې وتنه سره پای ته ورسېده چې په بیلو وقفو سره یو لک اوڅلوېښت زرو برتانوي پوځیانو ګډون پکښې درلود او درې زره کسه یې تلفات او څلوېښت ملیونه پونډه یې لګښت وسو .
هو ، د میوند جګړې د افغانستان تجزیه او د کندهار ۸۸۸ ورځنیً بیلتون پای ته ورساوه ،
د میوند جګړې په آسیا کې د انګریزانو استعماري پای پیل کړ ،
د میوند جګړې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او ملي واکمني تأمین کړه ،
د میوند جګړې افغانستان د ملوک الطوایفۍ څخه خلاص کړ ،
د میوند جګړې (د نرینه او ښځینه) افغانانو مېړانه او افغانیت ثابت کړ ،
د میوند جګړې د تاریخ د مخکنیو پاڼو په اړولو سره معاصر تاریخ پیل کړ ،
د میوند جګړې د آسیا ولسونه د برتانوي استعمار په وړاندې راویښ او د خپلواکۍ په مینه پوه کړل ،
د میوند جګړې غازی ایوب خان ، جنرال تاج محمد خان ، ملا یحیی اخند زاده ترین ، میربچه خان کوهدامني ، او امیر محمد خان د ملي اتلانو په توګه ثبت او ثابت کړل .
د میوند جګړې تجزیه طلبانو ته همیشنیً سبق ورکړ او په وروسته کې به هم د دغسې خاینانه اهدافو نامرده څېرې او عزایم د تورو خاورو میلمانه کړي.
انشاالله ، او ځکه دې نو د دې تاریخي ویاړنې کالیزه د افغانستان د ملي یووالي د لارې پر لارویانو نېکمرغه اوتلپاته وي .
والسلام .
له لر او بر څخه په مننه