هڅه وه ټینګ عزم ارادو سره
ګوره دصمد زړه د اسرو سره


څوک دي چې احساس ته قرباني ورکړي؟
ودانګي مورچل ته عقیدو سره


ژوند ترخو خوږو چې وي پوخ کړی څوک
اور وو د احساس بلو لمبو سره


پوهه هم ښکلا يې په زړګي کې وه
خلکو سره ښو مرودو سره

عمر چې شي تیر په ولسونو کې
ګوره! دروزګار څه ورځو شپو سره

ټینګه اراده قوي تصمیم تر څنګ
ژوند کې شجاعت راز او مزو سره


مرد وي د روزګار چې سربازي کوي
سیند وو که سیلاب لوړي څپو سره

ما یې افغاني احساس احساس کړلو
مینه د وطن یې خاطرو سره