روحاني ځنې خبر شوې ؟ چا وژلى
هغه ګل يې  په سرو وينو لمبولى


زه پوهېږم ، دا خبر منلى نه شى
د ګلاب  قتل څوک کله شي منلى


خو قسم دى روحاني يې راته وويشت
هغه ځوانِ لا ثاني يې راته وويشت

په هلمند د چا ګلان نه پيروزو  کېږي
بس يو ګل و بياباني يې راته وويشت


روحاني اوس په سرو وينو کې رنګين دى
ترمې – ترمې مړاوى ګل پروت په زمين دى

اوس هغه سترګې حيرت نه کتى نه شي
خپل قاتل ته فکر وړى دى غمګين دى

هغه دنګ قد په ملا مات شو ، را ګوزار شو
د خپل ځان په وينو سور لکه انار شو

خپلې حورې يې په دې دنيا کې پرېښوې
په جنت کې کومې حورې ته په کار شو

خبر نه يي ؟  اوس د ګل قتل اسان دى
بې مالي زمونږه باغ زمونږ بوستان دى


 هر ډنډر کې غشى خښ او سر يې نشته
زموږ کور اوس د ګلونو قبرستان دى


روحاني ملګريه !  سپينه راته وايه
لکه تېر هسې په مينه راته وايه

دا کوم زړه و  ، چې پر تايې ماشه كش کړه  ؟
همدغه خبره سپينه راته وايه

ګرانه ! ناوې دې په سرو سترګو ژړېږي
 ګرانه !  زوى دى لکه ګل هسې رپېږي
 

ته خبر يې ؟  په هلمند کې نن قيامت دى
اسويلي لکه اورونه پورته کېږي


 روحاني ملګريه ! ځه الله دې مل شه
 په مزار کې دې څراغ د ايمان بل شه
 

ابدي ژوند دې د ستوري په شان روڼ شه
 ستا قاتل په سترګو ړوند په غوږو کوڼ شه

 

 

 

له لـــر او بــــر څخه په مننه