د شنبې د ورځې ١١ بجې وې، ددفتر ډيجيټل ټېلېفون وکړنګېد ،غوږۍ مې پورته کړه ، له اخوا غږ راغى، (هميم صاحب يو زنګ خو راته وواهه) او ټېلېفون يې بند کړ.
دا د خداى بخښلي شهيد عبدالصمد روحاني وروستى ټېلېفون و .
ځوان شهيد عبدالصمد روحاني له تېرو نږدې څلورو کلونو راهيسې ماسره کار کاوه، هره ورځ بلا ناغه د سهار په اتو بجو به مې ورته د دورځې د سوژې په اړه زنګ واهه، خو ډېر کم به رُخ شو، ځکه چې هغه د شپې ناوخته پورې کار کاوه او سهار به لږ ناوخته له خوبه راپاڅېد .
د غبرګولي په ١٨مه، چې د وروستي ځل لپاره مې ورته زنګ وواهه، نو لومړى مې ورڅخه ګيله وکړه او هغه دا چې له يوې اونۍ راهيسې يې خبرونه هم کم شوي وو او هم يې ډېرى خبرونه د اي ميل پر ځاى په ټېلېفون راکول ، هغه خپل عذرونه او ستونزې يادې کړې او ما ومنلې.
بيا مې ترې د ١٨ ټنو هغو نشه يي توکيو خبر واخيست، چې د هلمند په هوايي ډګر کې د چارواکيو لخوا سوځول شوي وو، د خبر په پاى کې يې راته د شاليد ( بګرونډ ) په توګه وويل :
(( ديادونې وړ ده چې هلمند د هېواد په کچه د نشه يي توکيو تر ټولو لوى توليدونکى ولايت دى))
په دې کې يې ما خبره پرېکړه او ورته په خندا مې وويل چې دا کومه نوې خبره نه ده، هر څوک په دې پوهيږي.
د خبر تر اخيستلو وروسته هغه د پخوا په څېر يو ځل بيا له ما څخه يې په دې مننه وکړه، چې خبر مې ترې په ټېلېفون واخيست او د مننې ترڅنګ يې ما ته د خپل ( استاد) لقب راکړ، هغه وويل :
(( هميم صاحب، نن چې زه له بي بي سي سره کارکوم، دا ټول ستا د لارښوونو له برکته دي. ))
ماورته په ځواب کې وويل چې، پر تا مې کوم احسان نه دى کړى، دا زما دنده ده ، چې خپل خبريال ته د هغه د ورځنيو کارونو او خبرونو په جوړولو کې ورسره همکاري او لارښوونه وکړم .
دې سره زموږ خبرې پاى ته ورسېدې او ټېلېفون مې کېښود، د هغه خبر مې جوړ کړ او له يوه ځنډه وروسته د پژواک په سايټ راښکاره شو.
په سبا يې زموږ د کندهار خبريال بشير احمد نادم راته زنګ وواهه، چې زموږ د هلمند ازاد خبريال عبدالصمد روحاني له پرون راهيسې نادرکه دى ، ورور يې راته زنګ وهلى و، چې پژواک خو به کومې ولسوالۍ ته نه وي لېږلى.
د نادم دغه پيغام مې ډېر ژر د پژواک له رييس دانش کړوخېل سره شريک کړ ، هغه هم اندېښمن شو، ژر مو د هغه د ورور او د هلمند داطلاعاتو او کولتور د رييس جان ګل خان چې د روحاني له نږدې ملګرو څخه و، ټېلېفون نمرې پيدا کړې او دانش صاحب ورسره په تماس کې شو.
په همدغه ورځ د بينوا په سايت کې يو خبر خپور شوى و، چې ( د بي بي سي يو خبريال ووژل شو) مادغه خبر لوستى و، چې دغه خبريال په صوماليه کې وژل شوى ، زموږ د دفتر ملګري د روحاني له ورکېدا خبر وو، کله چې زموږ بل ملګري اېډېټر (نعمان دوست) په بينوا سايت کې ددغه خبر عنوان ولوست، نو په ډېرې وارخطايۍ يې پر ما غږ وکړ، ((هميم صاحب دا خبر دې ولوست) هغه فکر کړى و، چې ګوندې روحاني په شهادت رسول شوى ، خو وروسته دهغه دغه وارخطايي په رښتيابدله شو.
ددغې ورځې په جريان کې له بېلا بېلو ولايتونو څخه د يو شمېر نورو خبرونو له اخيستلو وروسته مازيګر په پنځو بجو له دفتر څخه د معمول سره سم ووتلو او ددفتر په موټر کې د کور په لوري روان شو.
د مازيګر ٥:٣٤ بجې وې، چې له کندهاره بيا د نادم ټېلېفون راغى (( هميم صاحب روحاني په شهادت رسول شوى.))
د دې خبر اورېدو سره مې په سترګو تياره راغله، بېخوده اوښکې روانې شوې، په موټر کې راسره ناسته بله همکاره خبرياله هم په ژړا شوه.
د ځان له سمبالولو وروسته مې دوست ته چې په دفتر کې نوکريوال و ، زنګ وواهه .
هغه لکه چې ددغه خبر د اورېدو توان نه درلود يو ناڅاپه يې ټېلېفون ګل کړ ، خو څو شيبې وروسته يې حواس په ځاى کړى و ، زنګ يې راته وواهه او په دې اړه مې معلومات ورکړل .
ما د پاريس په کنفرانس کې د ګډون لپاره د سفر تيارى نيوه ، اړين شيان مې اخستي و ، کور ته له رسېدو سره سم مې زامنو رامنډې کړې، مېرمن مې راڅخه سودا واخيسته، هغه راباندې پوه شوه، او ما ټوله کيسه ورته وکړه، هغه هم په ژړا شوه او غم يې راسره شريک کړ.
روحاني يو له ډېرو صميمي ملګرو او خبريالانو څخه و، هغه او زموږ پخواني خبريال سعيد زابلي کاري مسابقه لره، دواړو به راته ويل (( هميم صاحب، زه ښه کار کوم او که هغه بل ) او ما به ددواړو د کار ستاينه کوله .
زه هره ورځ سهار د دفتر له ناستې ( ميټنګ وروسته ) ولايتي خبريالانو ته زنګ وهم او له هغوى څخه خبري سوژې راټولوم ترڅو يې په نيوز ميټنګ کې شريکې کړم .
نن سهار مې بيا چې کله ٠٧٩٩ پورې شمېره ډايل کړه ، نو سلګيو پسې واخستم مانه هېر و ، يا مې زړه ته نه پرېوځي چې روحاني غوندې يو سپيڅلې انسان دې څوک ووژني ، خوحقيقت داسې نه دى .
اوس هم داسې ډبرين زړونه ډېر دي چې لا په ګلاب غوندي ځوانيو خاورې اړوي او ...
له لـــــــــــــــر او بــــــر څخه په مننه