روحاني !

 ستا ناځوانمردانه وژنه دهغه تورلاس یوه توره کړنه ده چې پرهغه باندې هره ورځ زموږ د لسګونو بچیانو وینې تویېږي .

 هغه لاسونه چې دانساني ژوند او تاریخ پرمخ به کله هم سپینه رڼا پرې ونه لویږي .

 هغه لاسونه چې یوازې دقاتل پربدن باندې نښتي اودهغه دناوړې ارادې ناوړه ملتیاورسره ده .

هغه لاسونه چې دایمان ترلستوڼې راوځي او ستاغوندې مومن وینه تویوي .

هغه لاسونه چې دتش په نامه انسانیت په نامه له یوې اوبلې خوا زموږ دکورپرلور راغزیدلي ،هغه زموږ د روحانیت او(روحاني) بي ګناه وینې تویوي اوهغه یې قاتل دی ...

 

 

 

 

هو،

 

هغه تورلاسونه ،

هغه له تورو شپو ، اوتورو زړونو،

راغزیدلي دلته

هغه چې زموږ ه روحانیت او (روحاني )راوژنی ،

هغه دې واړه مات شی ،

هغه دي دواړه مات وي