زه څوک دکوم ملیت دکوم زبان یمه زه؟
بس دومره درته وایم چې افغان یمه زه

پښتون دی که تاجک که هزاره ددې وطن
ازبک نورستانی که پشه اي دی یا ترکمن

ددې خاورې بچیان دي سره یو مو دی مدفن
تاریخ یم جوړونکی د زمان یمه زه
بس دومره درته وایم چه افغان یمه زه

دښمن مو په نفاق کې یو تر بله بېلوي
په رنګ رنګ دسیسو مو په خپل مینځ کې جنګوي
په حیله او نیرنګ مو په قومو جلا کوي
اوس پوه زه د دشمن په بد ګمان یمه زه
بس دومر درته وایم چې افغان یمه زه

د تورې په میدان کې هردښمن پدې پوهیږي
افغان باندې په زور او زیاتی کله کلي کېږي
خصلت مو د میړانې دی په دې هرڅوک پوهیږي
په عزم، اراده کې با ایمان یمه زه
بس دومره درته وایم چې افغان یمه زه

راځئ اې خوږو وروڼو!! چې وطن سره اباد کړو
په پوهه هوښیاي باندې دا خپل غلیم برباد کړو
پیشرفت او ترقي ته افغاني عزم بنیاد کړو
بیا سولې ورورولۍ ته ارمغان یمه زه
بس دومره درته وایم چې افغان یمه زه