بيا مې ټول په ز ړه راټول دي بېګاني
څه یادونه څه دردونه پـــــــــــــخواني
چه زما درنځ پوښتنه کړي له بـــــــــله
راشه ګوره داشنا مهربـــــــــــــــــــــاني
خپل زړګیه!! ګیلې مه کوه له نورو
سبق زده کړه له دې خپـــــــــلې ناداني
چه دغم سېلاب ته پراخ شې لکه بحر
افرين دي شه په دې قهـــــــــــــــرماني
يو دخدای (ج) ويره کوه دبل چا مکړه
ژوند به تېر شي په خندا په اساني
الله (ج) ستا دنیا به څومره ګلالۍ وای
که پکې دمحبت وای پریمــــــــــــاني
بیا پرې څه کړو که يې هر سهار اختر وي
چه موږ کوچ وکړو له دې دنيـــــــــا فاني
په خوږه پښتو مي ولیکئ په قـــــــــــــــــــبر
نور له دې جهانه تللی ارمـــــــــــــــــــــــاني