ژوندراسره ستړی شو ارمان راسره ستړی شو
اوښکې دي اوزه یمه ګریوان راسره ستړی شو
توره بخته بس دی د داغونو کیسه لنډه کړه
درد راسره ستړی شو درمان راسره ستړی شو
نورې څومره څړیکې دې ازله! راته ايښې دي؟
زړه راسره ستړی شو جانان راسره ستړی شو
ولې دې قسمته! دآهاړسندره خوښه کړه
تنده زاره ترکې شوه باران راسره ستړی شو
وخت لکه دزهرو غړپ له ستوني نه تیریږي نه
زه ورسره ستړی شوم هجران راسره ستړی شو
شپه وه ستاله تیروجفاګانو ژړیدم ورته
ستوري مې ټول ستړي کړل اسمان راسره ستړی شو
وخته! غضري دي په یوه داسي څپه وړی یم
سیند راسره ستړشو توفان راسره ستړی شو